د وينې نري کېدو لپاره کوم خواړه ګټور دي؟

ژباړه: صديقه پوپلزۍ
د زړه د ناروغیو عوامل او علتونه ډېر دي، خو په عمده ډول د وېنې ټېنګېدل چې د وېنې د پرڼ کېدلو لامل ګرځي او د وېنې پرڼ کېدل یو ریسک فکتور د زړه د حملو او د مغزي سکتو لپاره دی؛ چې د وېنې د ټېنګېدلو د کچې په ساتنه کې خواړه ډېر اړین رول لري، چې د صحي خوړو څخه ګټه واخلو.

دا چې کوم خواړه زمونږ د وېنې د رقيق ساتلو لپاره ګټور دي، راځئ چې په ګډه سره یې ووایو.

ـ د کور کمن (زرد چوبه) څخه ګټه اخيستنه:
کورکمن/ زرد چوبه سره ټول آشنا یو چې په ورځني خوړو کې د ښه رنګ او خوړو ته د ښه خوند ورکولو لپاره کارول کېږي، خو د زرد چوبې څخه د درملو په حیث هم ګټه اخيستل کېږي. زرد چوبه د کورکومین په نامه یوه ماده لري چې د التهاب ضد خواص او هم د وېنې د نري/رقيق کېدلو لامل ګرځي، چې تاسو کولای شٸ هم په خوړو او هم په اېشېدلو اوبو کې ترېنه ګټه واخلئ.

ـ د سونډ (زنجبیل) څخه ګټه اخېستنه:
سونډ د کورکمن په څېر د التهاب ضد خواص او د وېنې د پرڼ کېدلو څخه مخنېوی کوي. سونډ د سالیسیلات د مادې په درلودلو سره د آسپرېن په جوړېدلو کې ورڅخه ګټه اخېستل کېږي. تاسو کولای شٸ، چې په ورځنيو خوړو کې ترېنه ګټه واخلئ.

ـ د سره مرچو څخه ګټه اخېستل هم د وېنې په نرۍ کولو کې اړین رول لري. سره مرچ د سالیسلات د مادې په درلودلو سره د وېنې د پړن کېدلو څخه مخنېوی کوي او همدارنګه د کاین د مادې په درلودلو سره د درد د احساس په کمولو کې، د وېنې د جریان او نارمل دوراني ګرځېدا او د وېنې د فشار په کنټرول او کمولو کې اړین رول لري. هرڅومره چې د مرچ تندوالی ډېر وي، همدومره د یادو شويو خواصو اوسېدل په کې ډېر دي.

ـ د هغو خوړو څخه ګټه اخېستنه چې ويټامین اي لري. دا چې څومره وېټامین اي په ورځني ډول استفاده شي، ترڅو د وېنې د پرڼ کېدلو څخه مخنيوی وکړي، نه ده څرګنده، خو بیا هم په احتمالي کچه یې ۴۰۰ یو اي ټاکل شوي. به طبیعی ډول د خوړو څخه د ويټامین اي لاسته راوړل بهتره ده نسبت د ویټامین اي د کپسولونو څخه. ویټامین اي په لمرګلي، بادام او غنمو کې پیدا کېږي.

ـ هوږه هم کولای شي چې د وېنې په نري کولو کې مرسته وکړي، هوږه د کورنیو درملو څخه شمېرل کېږي. هوږه نه یوازې د التهاب ضد خواص لري بل یو کورنۍ
آنتي بیوتیک هم شمېرل کېږي، خو څېړونکې د هوږې اغېزه د وېنې په نري ساتلو کې لنډ مهال بولي.

ـ د مڼې سرکه، د دې له پاره چې سرکه په معدي ناوړه اغېزه ونه کړي او هم د ښکته فشار څخه مخنېوی وشي، نو په یوه ورځ کې دوه کاچوغي د اوبو سره حل کوو او ترېنه ګټه واخلئ.

ـ د خاکشیر څخه ګټه اخېستنه هم د وېنې په نري کولو کې مرسته کولای شي، د دې له پاره چې خاکشیر په پوره ډول سره خپل اغېز ښکاره کړي د چای خوړو یوه کاچوغه په یو ګېلاس اېشول شویو اوبو کې ګډ کړئ او د یوې میاشتې له پاره هر سهار مخکې له ډوډۍ، هره شپه مخکې له بېده کېدو دا شربت وڅکئ.

Exit mobile version