د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

ژباړه: عزيزالرحمن روان
هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي.

ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخونو د وينا پر مهال پر دغې ويرې باندې برلاسه کېدل ډېر اړين او مهم دي.

د خبرو مهاروتونه د مسلکي ژوند د پرمختګ لپاره ضروري دي، د ښاغلي بريان ټريسي د لاندې لارو په زده کولو او عملي کولو سره تاسو پدغه ويره باندې برلاسه کېدلى شۍ چې دغه طريقې په لاندې ډول دي.

1)- منظم واوسيږۍ: کله چې تاسو ټول خپل فکرونه او مواد سره منظم کړۍ، دا درسره مرسته کوي چې زيات هوسآ او ارام واوسيږۍ په منظم ډول د وينا پر مهال په مخکې تګ ستاسو د خبرو تشويش او ويره راټيټولى شي، ځکه تاسو په ښه ډول په موضوع تمرکز کولاى شۍ او ښه وينا وړاندې کولى شۍ.

2)- د خبرو لپاره تمرين وکړۍ او آماده واوسيږۍ: د وينا لپاره تمرين او له مخکي تياري ځاى هېڅ شى نشي نيولى، مهم موضوعات ياداشت کړۍ مګر د وينا پر مهال متن ټکي په ټکي مه واياست، د خبرو لپاره ښه آماده ګي ولره تر څو وکولاى شې چې هر ممکن سوال ته چې درنه کيږي ځواب وويلى شې.

3)- د رد يا نه خوښولو ويره د ختمه کړه:- د وينا لپاره لاندې پوښتنې له ذهنه وباسه: که اوريدونکي زما وينا خوښه نکړي څه به وشي؟ که دوى زما په خبرو پسخند\ملنډې ووهي؟ که له سټيجه مې ښکته کړي؟ دا او دې ته ورته پوښتنې له ذهنه وباسه٠

دا په ياد ولره چې دا اوريدونکي چې دلته ستا لپاره راټول شوي ټول د يو علت لپاره راټول شوي چې يو ګټور څه درڅخه واوري.

4)- په آواز د تمرکز وکړه: هڅه وکړه چې د وينا پر مهال د آواز متوازن او هماهنګ وساتې، جملې لنډې وايه مهم موضوعات بيا بيا تکرار کړه، د خبرو تر منځ لنډه وقفه ستا د اوريدنکو توجه را جلبوي.

5)- خپل ځان په هېنداره کې وګوره: د وينا د زده کولو يو مهم تخنيک هېنداره ده، د وينا مخکې خپلې خبرې هندارې ته داسې وکړۍ لکه تاسو چې مخامخ يو چاته يې وايي، په ريښتوني مانا د خبرو د ماهراتونو زده کولو لپاره لاندې شيانو ته توجه وکړۍ.

*ستاسو ظاهري څهره( يعنې تازه او خوښ بايد معلوم شۍ)
*د خبرو پر مهال د لاس او سر اشارو يا خرکتونو ته
* د بدن نورو خرکتون ته

که د خبرو پر مهال نرم، مهربانه، خوشاله او زړه راښکونکى اووسې نو ستا اوريدونکي به د ستا د خبرو زيات هرکلى وکړي.

6)- د ځان څخه ريکارډ وکړه او د آواز سټايل زده کړه: خپلې خبرې د تلفون يا ويډيو کمرې له لارې د پيل نه تر پايه ريکارډ کړه بيا يې د اصلاح لپاره واوره يا وګوره تر څو د وينا پر مهال کومې اشتباه ګانې درڅخه تکرار نشي.

7)- د وينا پر مهال د ساه اخيستلو ته فکر وکړه: کله چې د ساه اخيستل سم وو، نو آواز به دې ډېر ريزونانس(هماهنګي) او آرامښت ولري، ورو، ورو ساه واخله د خبرو په ريتم\ توزان باندې د تمرکز وکړه.

د وينا پر مهال او د ژوند په ټولو اړخونو کې يوه ښه ساه اخيستنه د سټريس او فشار په کمولو کې مرسته کولاى شي او د غږ وضاحت د غښتلى کولاى شي.

8)- يو څه زيات تمرين وکړه: کله چې يو څوک له مانه پوښتنه کوي چې دوى څنګه کولاى شي عامه وينا کړل زده کړي زه ورته د البرټ هابرډ خبره کوم نوموړى وايي: د خبرو د زده کولو ېوازينى لاره دا ده چې خبرې وکړۍ، خبرې وکړۍ، خبرې وکړۍ او بيا هم خبرې وکړۍ.

9)- يو بل چاته مو خپله وينا ووايۍ: خپله وينا مو يو ځل داسې چاته وکړۍ چې ستاسو ښه کره کتنه وکړاى شي، بل چاته وينا کړل او د هعې فيډباک ترلاسه کول درسره مرسته کوي چې ډېر وپوهېږۍ، دا ملګرى مو که ستاسو په خبرو کې کوم سوال لري نو داسې وانګېرۍ چې ستاسو اوريدونکي به هم دغسې پوښتنې درڅخه کوي.

10)- د عامې وينا زده کولو کورسونه او زده کړيز مواد تعقيب کړۍ: يو ښه روزنکى پيدا کړۍ، داسې کتاب مطالعه کړۍ چې وينا ماهرتونه پکې کښل شوي وي.

11)- د وينا مخکې لږ تمرين وکړۍ: د خپل پرزنټيشن يا وينا کړلو نه مخکې مو د وينې دوران سيستم سم کړۍ تر څو مو ماغزو ته په ښه ډول اکسجن ورسېږي هعه داسې چې يو څو دقيقې پلى وګرزۍ، لېرې، لېرې سترګې نظر وزځعلوۍ، ځاى، ځاى کينۍ دمه وکړۍ.

12)- پاورپاينټ پروګرام وکاروۍ: په مډرنه نړۍ کې د پرزنټيشن د وړاندې کولو يوه لاره پاورپاينټ پروګرام دى، کله چې تاسو يو موضوع ژر هېروۍ نو دغه پروګرام درته ډېر موثر واقع کېداى شي، د پرزنټشن وړاندې کولو لپاره يو مناسب مکان وټاکۍ، په سلايډنو کې اوږده پارګرافونه مه ځايوۍ هڅه وکړۍ چې سلايډونه مو زړه راښکونکي وي.

13)- په لمړيو وختو کې حتى وارن بافت هم د وينا پر مهال وارخطايي لرله: بافت د نړۍ د سترو روزنکو له جملې څخه دى نوموړي د وينا پر مهال ډېره ويره احساسوله، دغه ويره يې هغه وخت له منځه يوړه کله يې چې د عامې وينا اصول زده کړل، پر ځان يې فشار راوړ چې خلکو ته خبرې وکړي بيا، بيا يې تمرين وکړ بلاخره په خپلو ويرو برلاسى شو چې وروسته به خلک دده هر خبرې ته پوره پوره غوږ ول او يو ګټور څه به يې ترې زده کول.

14)- د وينا د لحن ښه کولو لپاره اوبه غړپ کړۍ: د وينا نه مخکې اوبه عړپ کړۍ، که اوبو ته مو يو ليمو هم ورواچوه دا ستاسو د اواز حنجره نرمه ساتي، خو پام مو وي چې د وينا مخکې خواږه مشروبات هېڅکله مه څښۍ ځکه دا ستاسو خوله وچوي او بيا درته سختيږي چې خبرې وکړۍ.

15)- په فصاحت سره وينا وکړۍ: هڅه وکړۍ چې وينا مو روانه، ساده او عام فهمه وي احساساتي او بندې، بندې خبرو څخه ډډه وکړۍ.

16)- ستاسو ته په زړه پورې موضوع په اړه خبرې وکړۍ: هغه موضوع چې تاسو ته دلچسپه وي د هغې په اړه وګړيږۍ هغه موضوع بايد لاندې ځانګړنې ولري.

* دا موضوع بايد ډېره موثره او اعېزمنه اوسي.

*د نورو سره شرکيدل يې مهم وي.

* هغې موضوع په اړه بايد د زړه د تله خبرې وکړاى شې.

17)- د خپلو خبرو د هرې کلمې لپاره 100 نورې کلمې زده کړه: ارنسټ همېنګوې يو لوى لېکوال يو وخت داسې وليکل” ددې لپاره چې ښه ليکل وکړاى شې نو د هر کلمې لپاره بايد 10 نوره کلمې د زده وي” که داسې ونکړي نو لوستونکى حتمآ پدې پوهيږي چې دا ليکنه يو ريښتوني ليکنه نده، زه وايم چې د خبرو پر مهال بايد د هر کلمې لپاره 100نوره کلمې وپېژنو کنى اوريدونکي به دا درک کړي چې د هغه څه په اړه چې ته خبرې کوې په هېڅ نه پوهېږې.

18)- په خپلو خبرو تمرکز وکړه، نه ستا په اوريدونکو: پدې تمرکز وکړه چې په کومې ممکنې لارې کولاى شې چې په ښه ډول دوى ته خپله وينا ولېږدولى شې، د اوريدونکو د عکس العملونو په اړه تشويش مه لره.

19)- آرام اوسه او د وينا په اړه ويره هېره کړه: کله چې موږ آرام واوسو نو زموږ پر بدن او ذهن باندې فشارونو څپې کميږي، نو پدې بايد هڅه وکړو چې د کومې لارې پواسطه موږ آرامي تر لاسه کولاى شو.

20)- د اوريدونکو په عکس العمل زيات چورت مه خراباوه: ستا د وينا پر مهال به حتمآ تاته په ناستو کسانو کې داسې څوک وي چې په تلفون کې مصروف وي، يا يې تاته له سره توجه نه وي، او ځينې به دلته داسې څوک هم وي چې په بشپړ ډول تاته غوږ وي تر څو يو درڅخه زده کړي، نو د اوريدونکو پر عکس العمل زيات چورت مه خراباوه.

21)- ژر او تېزې وينا مه کوۍ: د وينا پر مهال ژر، ژر او تېزې خبرې ستاسو ساه اخيستنه زيانمنوي، يعنې ساه مو لنډيږي چې د ساه لنډيدل په موږ کې د ويرې احساس را پيدا کوي چې پايله کې زموږ خبرې راڅخه غلطيږي نو مهمه داده چې موږ نرمې او ورو خبرې وکړو،.

22)- ويرې مو په انرژۍ بدل کړۍ: دا زده کړۍ چې د وينا پر مهال ويرې مو په مثبتې انرژۍ واړوۍ وارخطايي او ويره د ادرينالين يو حالت دى چې کولاى شو چې په يو مثبت لوري يې رهبري کړو تر څو د وينا وړاندې کولو لپاره موږ کې يو قوي احساس را ژوندى شي.

23)- د ښې وينا زده کولو لپاره سرمايه ګذاري وکړۍ: د يوې ښې وينا د لاسته راوړلو لپاره وخت مصرف کړۍ پيسې مصرف کړۍ، په هره بيه چې وي د وينا اصول او پرانسيپونه ياد کړۍ.

24)- د ورځې پنځه دقيقې ژور فکر وکړۍ: ژور تفکر د منفي فکرونو او باورونو په ختمولو کې درسره مرسته کولاى شي.

فوربس Forbes د امريکا يوه مشهوره مجله کې ډان هاريس چې د نايټ لاين او ګوډ مارنينږ امريکا شرکتونو د پرمخ بيولو مسوول دى نوموړى د عامې وينا پر مهال د تشويش په اړه يوه مقاله وړاندې کوي دى وايي چې هره ورز پنځه دقيقې ژور تفکر ستاسو له ماعزو څخه د منفي فکرونو په ختمولو کې ډېر موثر واقع کېدلاى شي.

25)- په ځان وياړ وکړه او خپله بريا وپېژنه: ستاسو پر وينا تر ټولو زيات منتقد شخص تاسو پخپله ياست نو د وينا يا پريزنټشن لپاره ځان ارزيابي کړه، منفي اړخونه د مثبت کړه ځانته پخپله نومرې ورکړه، پخپل ځان، فکر او ژوند وياړ وکړه.

26)- د يوې غښتلي وينا لپاره پلان جوړ کړه: هر څه لپاره تمرين هعه د بشپړتيا او کمال حد ته رسوي د ځان څخه ويډيو وکړه بيا يې وګوره او د راتلونکې وينا لپاره د کړي اشتباهات اصلاح کړه.

د وينا پر مهال درڅخه شوي غلطۍ ټولې ياداشت کړه، بيا پرې د سره تمرين وکړه، د وينا لپاره منظم پلان ستاسو وينا د اشتباهاګانو څخه خالي کولاى شي.

د وينا لپاره د پورته ذکر شوو مالوماتـو په نظر کې نيولو سره ستاسو وينا، د وينا لحن مو زړه راښکونکى کولاى شۍ، چې بلاخره تاسو په يو داسې شخص بدليدلى چې بيا به هېڅکله يوې لويې غونډې ته د وينا هېڅ د ويرې او تشويش احساس ونکړۍ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button