د ولسمشر غني او کرزي د سولې د هڅو توپیر

پاکستان ښاغلی کرزی ته د کویټې ښار کوم دوکاندار دلوړپوړي طالب استازي په نوم رامخې ته کړ او د کرزي د باور ریښې یې ور وچې کړې او د قطر په دفتر یې هم شک کاوو

.
غني ته د طالب واکمنۍ پیژندل شوې څیرې ملاجلیل ، ملامحمدحسن،ملا رزاق، او کوم بل چارواکی رامخې ته کړی شول. د قطردفتر هم د ننۍ او پرونۍ ناستې په اړه رسمي څه نه ده ویلي، خو ښکاري چې ددوی خوښه هم پکې ده.
د غني له حکومت سره په لومړي ځل دغه طالبان په داسې حال کې په رسمي ډول ګوري ، چې له امریکاسره یې امنیتي تړون هم لاسلیک کړ، خو کرزي چې تر پایه لاسلیک نکړ طالبانو د خبرو لپاره شین څراغ ونه ښود. دا په خپله په نوي او پخواني حکومت د باور توپیرښيي .
طالبانود بهرنیوځواکونو وتل غوښتل او خبرې یې په دې مسلې پورې تړلې او کرزي صاحب هم د سولې په هیله دا خبره زمزمه کوله، خو طالبانو د کرزي دریځ ته هرکلی ونه وایه. ښاغلی ښاغلي بیا له امریکا سره دوستي پراخه کړه ، خو طالب رانرم شو او له ۸ غیر رسمي لیدنو وروسته یې نن یو شمیرپخواني مشران په اسلام اباد کې د غني له استازو سره مخامخ ناست دي، چې دا په خپله سولې ته ښه زیری بلل کیږي .
کرزي صاحب د توطیې په تیورۍ باور در لود او د قطر د دفتر په ګډون هرڅه ورته توطیه بریښیده. خو په سیاست کې په دې تیورۍ باور لرونکي ناکام بلل کیږي ، چې تر ډیره د دریمې نړۍ د هیوادونو مشران ورسره لاس ګریوان دي.خو ښاغلي غني عملي سیاست ته ورمخې ته شو او له پاکستان سره یې سیاسي معاملې ته ور ودانګل چې د ګټې د نشتوالي په صورت کې ترې د سیاسي دود په توګه شاته کیدی شي . مثال یې د ایران او امریکا خبرې دي، چې که ګټه پکې نه وه نور انتخابونه لرې.
د کنسپیرسي یا توطیې په تیورۍ باور لرونکي سیاستوال له هرڅه ویریږي او هرڅه ته د شک په سترګه ګوري. هغوی ته ګټه هم تاوان بریښي او نه پرې ورځي.
ښاغلي کرزي د قطر دفتر ۳ کاله مخکې د افغانستان د تجزیې دسیسه وبلله ، خو نن یې شاوخوا ناست یاران داسې باور کوي ، چې هغوی ر طالبانو ریښتیني استازي دي او داچې پاکستان خبرو ته حاضر کړي، دا د پاکستان پروژه ده ، نو چې داسې وه تاسو ولې هغه مهال د قطر دفتردسیسه بلله؟ ولې موپکې لغتې ووهلې؟ د پخواني ولسمشروروستۍ خبره ګټه مټه داوه چې ویې ویل:«زما د ۱۳ کلونو تجربه ماته داښيي، چې سوله مطلق د پاکستان او امریکاپه لاس کې ده، ږه دوی وغواړي افغانستان ته سوله راځي» . نو پوښتنه دا پیدا کیږي، چې دا باور یې ولې در لود؟ که داسې وي نو نن ولې داسې فکر کوي، چې د ارومچي او اسلام اباد طالبان یوازې د پاکستان په لاس کې او هغه نور د پاکستان له ګورته وتلي ؟ که داسې وو نو هغه مهال یې ولې خبرې ورسره رد کړې؟
ښاغلي کرزي ۴ کاله سوله د ملابرادر په لمنې پورې وتړله او دلته یې په کابل کې سولې شورا کې داسې اشخاص کینول، چې په پرلپسې ډول د سولې دهڅو مخالفت کوي.
ښاغلي غني د سولې له اړخه ډیرپام پاکستان ته ور اړولی .له یوې خوا یې په دې ډول د پاکستان وړتیا معلومه کړه، چې پرطالبانو څومره اغیز لري او له بلې خوا یې هڅې کړې د کرزي صاحب خبره رښتیا کړي ، چې ایا رښتیا سوله د پاکستان په لاس کې ده؟ اوس نو داسې بریښي، چې د افغانستان د لانجې مهم اړخ پاکستان وښووله ، چې څومره په دې ۱۴ کلونو کې طالبان ددوی په اشاروجنګیدل او د پآکستان غوښتنو ته یې څه ځواب وایه .د طالبانو کوربه اوس په رښتیا د طالبانو کوربه شواو نړۍ ته ثابته شوه، چې د افغانستان د لانجې اړخ پاکستان دی.

مالک عاصم

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button