په پاکستان کې د ترهګرو د ملاتړ په اړه، د ولسمشر غني په روستي دریځ کې ویل کیږي« زه د پاکستان له ملت او دولت څخه پوښتنه کوم چې که فرضا یوه ډله دغسې یو قتل عام چې د کابل په شاه شهید کې وشو، په اسلام اباد کې تر سره کړي او دغه ډله د افغانستان په
خاوره کې پناه ګاه ولري او زموږ په لویو ښارونو کې یې دفترونه او د روزنې مرکزونه وي، ستاسې عکس العمل به څه وي؟ ایا بیا به مونږ ته د دوستانو په سترګه ګورئ، که د دښمنانو؟»
که د امریکا او اروپا پشان نړیوال ځواکمن هېوادونه د ترهګرو په ټکولو کې چې ځالي او اډې يي په پاکستان کې دي، له افغانستان سره په ریښتیا ودریږي، افغانان د دې وس او هوډ لري چې ترهګر هغه ځای کې له منځه یوسي، چیری چې پټنځایونه او مرکزونه لري.
افغانان نور له امریکا، اروپا او نړۍ څخه د دوی سرتیري او افسران نه غواړي او نه ورته اړتیا لري، بلکې د ترهګرو او د هغو د حامي دولت په وړاندې له دوي څخه د وسلو او مهماتو ترڅنګ، کلک سیاسي او معنوي نړیوال ملاتړ غواړي!
که افغانان داسې نړیوال ملاتړ چې هغه په خبرو او ژمنو کې یوازې نه وي بلکې عملي اړخ ولري، ترلاسه کړي، د ترهګرو په ټکولو کې د پاکستانۍ خاورې په دننه کې هم چې له هغه ځایه افغانستان او نړۍ ته صادریږي، عملیات کولای او هغوی له منځه وړلای شي.
ترڅو چې د پاکستاني دولت ( په تېره بیا پوځ او ISI ) په وړاندې چې د ترهګرو اصلي ملاتړی دی، د افغانستان پر محوریو ډول سیمه یزه او نړیواله ټلواله د کلمي په ریښتیني مفهوم رامنځته نه شي او د افغانستان په څنګ او ملاتړ کې ونه دریږي، سیمې او ټولې نړۍ ته به ترهګر تل له پاکستانه صادریږي او په افغانستان کې به د نړیوالو هڅې او شوې مرستې هم په اوبو لاهو کیږي.
افغانان د ترهګرو او د هغو د حامي دولت په وړاندې د خپلو امکاناتو او تدبیرونو ترڅنګ، د افغانستان له روستي دریځه د نړیوال شوي ملاتړ په ستاینه، د هغې نورې پراختیا او اغیزمنتوب ته سترګې په لار دي!