د ولایتي شورا وکیل چې د ترهګرو ملګری وي، ګیله له چا کوئ؟

د ولایتي شورا وکیل چې د ترهګرو ملګری وي، ګیله له چا کوئ؟

سیدعبدالله پاچا

د غور د ولایتي شورا وکیل عزت الله بیک د پنجشنبې په ماسپښین د ملي امنیت ځواکونو سره مخامخ نښته کې ووژل شو.

دا نښته وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې کله د د عزت الله بیک د نیول کیدو حکم وشو.

بیک باندې تور و چې د ولایتي شورا د یو وکیل رضازاده موټر کې یې چاودیدونکي توکي ځای په ځای کړي و چې رضازاده پکې وژل شوی و او یو بل وکیل په کې ټپي و.

دغه راز غور ولایت کې د خبریال بسم الله عادل د وژل کیدو په تړاو نیول شوي کس اعتراف کړی و چې د عادل د وژل کیدو لپاره د ولایتي شورا وکیل عزت الله بیک پیسې ورکړې وې.

د عزت الله بیک په تړاو څېرنو ښودلې وه چې هغه په غور ولایت کې له ترهګرو ډلو سره همکاري درلوده، هغوی ته یې پيسې او وسلې لیږلې او له ترهګرو په ګټنې یې له ځینو خلکو او ادارو باجونه هم اخیستې دي.

له دې ټولو موندنو وروسته د عزت الله بیک د نیول کیدو حکم وشو، کله چې ملي امنیت ځوکونو د هغه د نیول کیدو عملیات پيل کړل، عزت الله بیک او ساتونکو یې پر ملي امنیت برید کړی چې په پایله کې د ملي امنیت یو سرتیری شهید شوی او یو بل افسر ټپي شوی دی.

کله چې د غور د ولایتي شورا وکیل عزت الله بیک پر ملي امنیت ځواکونو د برید امر ورکړی، همدا عمل د هغه د وژل کیدو لامل هم شوی دی، کنه ملي امنیت ځواکونو عزت الله بیک نه واژه، خو کله چې یې چې پر ملي امنیت ځواکونو برید وکړ او تلفات یې واړول، نو بیا د ده او ترهګرو تر منځ توپير څه شو.

تر دې پېښې وروسته غور کې یو شمېر شورشیانو اعتراضونه او ګواښونه کړي چې وضعیت ګډوډ کړی، خو وروسته ځایي مسوولینو خلکو ته ښودلې چې عزت الله بیک د ترهګرو ملاتړ او تمویل کوونکی و.

په دې تړاو اسناد او شواهد شته چې عزت الله بیک د ترهګرو په ملاتړ او دوه ځایه ترور کې لاس لري، نو باید د دې حساب یې ورکړی وی، خو هغه حساب ته حاضر نه شو، او ځان یې د مرګ خولې ته وغورځو.

د ملي امنیت ځواکونه ترهګرۍ ضد مبارزه کې هره ورځ قربانی ورکوي، خو خلک خبر نه دي چې د دوی وکیل له ترهګرو سره لاس لري او بیا د ترهګرو په ملاتړ باندې پر ملي امنیت ځواکونو برید هم کوي.

د خبریال بسم الله عادل او د ولایتي شورا وکیل رضازاده په برید کې د عزت الله بیک لاس شته او په دې تړاو د اسنادو او شواهدو له موندل کیدو وروسته د هغه د نیول کیدو پریکړه شوې چې بلاخره ووژل شو.

هر هغه څوک چې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې برید کوي، ترهګر دی او پرته له کوم توپير به یا وژل کیږي او یا به نیول کیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button