د وزن کمول مو روغتیا خوندي کوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

هغه کسان چې ډېر چاغ دي، که دوه نیمې کیلو هم خپل وزن کم کړي له ورایه به یې په بدن کې توپیرونه ولیدل شي او له ظاهري ښکلا سره یې مرسته کوي. دوی چې له ډېر چاغوالي کړېږي که لږ هم خپل وزن بایلي، پر نفس یې باور زیاتېږي او له خپلې روغتیا سره به یې مرسته کړې وي.
دغه دوه لارې درسره مرسته کوي چې بې له کومې سردردۍ خپلې موخې ته ورسېږئ.
۱- د خوړو اندازه مو کنټرول کړئ
څومره چې ډېر خواړه خورئ، په هماغې اندازه مو په بدن کې انرژي تولیدېږي، نو د دې لپاره چې وزن مو کم کړی وي د خوړو کچه مو ټاکلې اندازې ته را ښکته کړئ. هڅه وکړئ د ورغوي په اندازه غوښه وخورئ، معنا دا چې را کمه یې کړئ. کله چې هوټل ته ځئ کومه اندازه خواړه چې فرمایش ورکوئ، نمایي یې کور ته درسره راوړئ، هڅه وکړئ د خوړو نمایي برخه مو مېوه او سابه وي.
۲- ډېر غوړ خواړه مه خورئ
موږ او تاسې تر ډېره غوړ خواړه خورو، خو پام مو وي چې دغه څه د یوه دام په څېر دي. هغه کسان چې خوراکي توکي تولیدوي، هڅه کوي د دې لپاره چې د خوړو خوند ښه کړي له بورې او یو ډول اوړو څخه ګټه اخلي. دغه مواد کولی شي ستاسو په بدن کې له اندازې زیاته انرژي تولید کړي چې د وزن د زیاتوالي لامل مو کېږي.
د دغو موادو غوړ د هغه کاربوهایدریتونو پر ځای کارول شوي چې په ډېره اسانۍ سره جذبېږي او په وینه کې مو د شکرې د کچې د لوړوالي لامل کېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button