د وزن د کمولو ښې لارې

خوشحال تایب

د وجود د وزن کمول د زیاتره کسانو لپاره یوه ستونزه بلل کیږي. چې د وزن د کمولو لپاره بېلابېلې لارې هم شته. خو په ورځنۍ توګه د خپلو خوړو او خوراک له کمولو پرته هم کولای شو چې په اسانۍ سره د بدن وزن کم کړو او لوږه به نه زغمو.

تاسو کولای شئ چې په خپلو ورځنیو خوړو کې ځینې دا شامل کړﺉ:

مستې:
مستې هغه غني محصولات دي چې له شیدو ترلاسه کیږي. دا خواړه سپک او ډېر کلسیم لري. چې په وجود کې د چټک جذبېدلو سر بېره د وجود د وزن د کمېدو لامل هم کیږي.

د چرګو هګۍ:
که غواړﺉ په خپله سهارنۍ کې سپک او خوندور خواړه ولري ښه به دا وي چې د غوړینو کیک او کلچو پر ځای د چرګو هګۍ وخورﺉ. څېړنې ښيي چې که په سهارنۍ کې هګۍ وخوړل شي نو ژر لوږه نه راځي او د سهارنۍ او غرمنۍ تر منځ واټن اوږدېدای شي.

پسته:
ښايي داسې فکر وکړﺉ چې مغز لرونکي خواړه د چاغېدو لامل کیږي، خو پسته له دې ډلې بهر ده. د پستې په شان زیاتره مغز لرونکي خواړه فیبر او پروتین لري چې د مړېدو لامل کیږي، چې د بدن د اړتیاو پر پوره کولو سربېره د بې اشتهایي لامل هم کیږي.

مرخیړي:
مرخیړي د غوښې پر ځای خوندور او لږ کالورۍ لرونکي خواړه دي. چې کولای شي د وزن پر کمولو ښې اغېزې ولري. که په هر ځل خوړو کې د غوښې پر ځای مرخیړي وخوړل شي نو شاوخوا ۴۲۰ اضافي کالوري به مو له بدنه لېرې کړې وي.

د زیتونو غوړي:
په خپلو خوړو او سلاد په تیارولو کې د زیتونو له غوړیو ګټه اخیستنه د وجود د وزن په کمولو کې ډېرې اغېزې لري. زیتون په خپل جوړښت کې د اولییک اسید په نوم مواد لري او د خوړولو په مهال یې مغزو ته داسې انګېزه رسوي چې ګواکې تاسو ماړه شوي یاست.

ګزاري یا سبوس لرونکې غلې:
که غواړﺉ چې وزن مو ژر کم شي نو له د عادي او معمولي غلو خوړل کم کړﺉ او پر ځای یې ګزاري یا سبوس لرونکو غلو خوړل پیل کړی. څېړنو ښوولې چې د سبوس لرونکو غلو خوړل د وزن په چټک کمولو کې ډېر اغېزمن دي. په دې برخه کې تاسو کولای شی چې له وریجو ، لوبیا، نخودو او نورو حبوباتو سره سبوس لرونکې ډوډۍ وخورﺉ.

مرچ:
په خوړو کې لږ اندازه مرچ اچول نه یواځې ستاسو خواړه خوندور کوي بلکې ستساو د وزن پر کمولو هم اغېز کوي. سره مرچ د کیسایسین په نوم مواد لري چې د بې اشتهایی لامل کیږي، د خوږو مرچو خوړل هم په دې برخه کې مرسته کولای شي.

باقلي:
باقلي ډېر پروتین لري او څېړنو ښوولې چې د باقلي شنې دانې انتي اکسیداني خاصیت لري چې په وجود کې د غوړو د راټولېدو مخنیوی کوي او په پایله کې د وزن د کمېدو لامل کیږي.

وریجې له سبزیو سره:
ځینې سبزۍ لکه کاهو او کرم په خپل جوړښت کې ډېر فایبري مواد لري چې د وریجو د اضافي کالورۍ د مخنیوي لامل کیږي. چې په خوړولو سره یې د وریجو ځای نیسي او تر ډېره د مړښت احساس کیږي.

څېړنو ښوولې کله چې څوک د ورځې له وریجو سره سبزۍ وخوري نو په ماښامنۍ کې یې اشتها کمه وي او لږ خواړه خوري.

Exit mobile version