د وخت ضائع كول هم ځان وژنه ده!

مولوي محمدرضاء رحماني

دا رېښتیا ده چې د وخت ضایع کول هم یو قسم ځان وژنه ده ، فقط توپیر یې دا دی چې ځان وژنه یې د همېشه لپاره د ژوند څخه محروم کړي او د وخت ضایع کول یې تر محدودې زمانې مړ کړي.

همدا مینټ ، ساعت ، او ورځ چې په غفلت کې تېره شي ، که چېرې ددې حساب وکړل شي جمله یې میاشتو او کلونو ته رسي ، که چا ته ووایو چې ستا له عمر څخه پېنځه کاله کم کړی شول یقینا ډېر سخت به غمجن شي ، خو متأسفانه هغه بې کاره بې شغله ناست وي په لوی لاس خپل سره زر عمر ضایع کوي لېکن د هغه په ضایع کولو باندې هیڅ افسوس آه و فریاد نه کوي.

اګر چې د وخت ضایع کول د عمر کمول دي خو که همدا یو نقصان یې درلودلای هیڅ پروا یې نوه ، البته تر دې لوی نقصان یې دادی چې بېکاره سړی په قسماقسم جسماني او روحاني أمراضو کې مبتلا شي.

د مثال په توګه: حرص ، طمع ، ظلم سېتم ، حرامخوري ، زناکاري ، شراب خوري ، او داسې نور ، دا هغه کارونه دي چې اکثره یې بېکاره بې روزګاره خلک ترسره کوي ، ترڅو چې د انسان طبیعت (مزاج) په ښو او فایده مندو کارونو کې مشغول نه شي هغه به خامخا په مذکوره ناوړه اعمالو لاس پورې کوي.

انسان هغه وخت صالح انسان جوړېدلای شي چې د خپل وخت کنترول یې په لاس کې وي ، ترڅو یوه لحظه یې هم فضول ضایع نکړي ، د هرکار لپاره یو وخت او د هر وخت لپاره یو کار په نظر کې ولري هدف یې وټاکي.

د وخت مثال د خام موادو په څېر دی تاسو چې څه وغواړی ترې جوړولی یې شئ ، وخت داسې سرمایه ده چې الله تبارک وتعالی هر چا ته مساوي ورکړی ده ، څوک چې دا سرمایه په أړین ځای کې وکاروي! بدني هوساینه روحاني خوښي ور په برخه کیږي.

د وخت سم کارولو سره له یو وحشي انسان څخه اخلاقي انسان جوړیږي ، د جاهل څخه عالم جوړیږي ، غریب مالدار او له ناپوهه څخه هوښیار جوړیږي ، وخت داسې دولت دی چې پاچا غریب ، واکمن زورور ، کمزور ته په یوه اندازه رسیږي.

که تاسو فکر وکړی نوي سلنه خلک په دې نه پوهیږي چې هغوی خپل وخت څنګه او چېرته ولې ضایع کړ ، څوک چې خپل دواړه لاسه په جېب ننباسې او خپل وخت ضایع کوي ډېر زر ده چې هغه به خپل لاسونه د نورو په جېبونو کې ننباسي.

ستاسو د کامیابۍ یواځنۍ درملنه داده چې ستاسو وخت دې هیڅ کله هم خالي (فارغ) نوي ، او د سستۍ نوم دې هم نوي ، ځکه چې سستي او تمبلي د انسان بدن داسې خوري لکه زنګ چې اوسپنه خوري ، له دې وجې خو د اسلام ستر پېشوا رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ترې پنا غوښتي ده ، د بېکارۍ ژوند انسان لپاره تر مرګ کم ندی.

اللهم صل وسلم علی سیدنا محمد وآله وعترته بعدد كل معلوم لك

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button