د واشنګټن د روسیې پالیسي به په اسیا کې کار ونه کړي

لیکوال: کېشور محبوباني د سېنګاپور د اسیا څیړنیز انسټیټیوټ ملي پوهنتون ممتاز غړی

ژباړن: عبدالرحمن ننګیالی – د حقوق او سیاسي علومو لېسانس

په اوکراین کې د روسیې د جګړې په وړاندې د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ څخه خورا اسانه سبک ترلاسه کیدلای شي، هغه دا چې د سولې په ساتلو کې عملي جیوپولیټیک په پام کې نیول اغیزمن دي، پرتله هغه اخلاقي بشپړلید (مطلق نظر) ته چې هر هیواد باید پرته د دې نه چې جیوپولیټیکي پایلې په پام کې ونیسي، د خپل برخلیک په هکله په خپلواکه توګه پریکړه وکړي.

په دې کې هیڅ شک نشته، چې په اوکراین د روسیې یرغل د غندنې وړ دی، خو بیا هم هغه کسانو چې په بې پروایی سره یې د اوکراین لخوا په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو له هڅو څخه ملاتړ کولو او دغه هیواد ته یې د لویدیځو هیوادونو د وسلو لیږد ګړندی کړ، باید دا اخلاقي مسوؤلیت هم په غاړه واخلي، چې څنګه یې اوکرایني جیوپولیټیک وری د حلالکې خوا ته یووړ او په نړیواله کچه یې پراخه بې ثباتي رامنځته کړه. په داسې حال کې چې د دې ټولو دردونو او کړاونو مخه نیول شونې وه، ځکه چې ځینې داسې کسان وو چې د عملي جیوپولیټیک په پلوۍ یې متحده ایالاتو ته مشورې ورکړې وې، که چرته غوږ ورته نیول شوی وی، لکه د جورج ایف کینان او هینري کسینجر په شمول لوی ستراتیژیک مفکران چې د دې کره ستونزې په هکله یې خبرداری ورکړی وو.

د اروپا په څیر دا په اسیا کې هم ورته خطرناکه ستونزه ده ، چې د عملي جیوپولیټیک پایلو په نظر کې نیولو پرته داسې بشپړ لید واخیستل شي چې د تایوان خلک باید د خپل برخلیک په ټاکلو کې خپلواکه وي. لکه د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پامپیو چې تایوان ته یې په خپل وروستي سفر کې دا خبره کړې وه چې د متحده ایالاتو حکومت باید د تایوان د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره په سملاسي توګه اړین او اوږدمهاله ګامونه واخلي، او د یوه خپلواک هیواد په توګه ورته ډیپلوماتیک پیژنداوی وړاندیز کړي.

(په انځور کې : د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پومپیو (کیڼ اړخ ته) د مارچ په ۴مه تایپي ته د خپل سفر په جریان کې په یوه هوټل کې د وینا کولو دمخه د تایوان د بهرنیو چارو له پخواني وزیر مارک چن سره)

په نړۍ کې لږ داسې جیوپولیټیک باورونه شتون لري، چې یو له هغو څخه دا باور دی، چې که چرته تایوان په یو اړخیزه توګه خپلواکي اعلانوي، نو چین به یې هم پر وړاندې جګړه کوي، او همدا لامل دی چې په آسیا کې لږ خلک د تایوان ملاتړ ته زړه ښه کوي.

د دې نه علاوه د لویدیځ ځواکمن غبرګون برعکس چې د اوکراین په وړاندې یې د روسیې یرغل ته ښکاره کړ، پر تایوان د چین لخوا یرغل ته به هغسې ګډ اسیایی غبرګون شتون ونلري، د یوه پیاوړي ځواب نشتوالي لامل به د اسیایي هیوادونو بداخلاقي نه وي، بلکې یواځې دا چې دوی به جیوپولیټیکي بې پروایی ته اجازه ورنکړي.

د متحده ایالاتو پالیسي جوړونکو په ذهن کې چې د هند – پاسېفیېک په پالیسۍ جوړولو کې ښکیل دي، تر ټولو لوی بدلون به دا وي چې دوی د تور او سپینو لینزونو لاس په سر شي، کوم چې دوی یواځې خپلو متحدینو او شریکانو سره کار کولو ته هڅوي، د بېلګې په توګه : هغوی چې د AUKUS په امنیتي تړون کې دي، د اسټرالیا او انګلیستان په ګډون، او یا د څلور اړخیز امنیت ډیالوګ چې اسټرالیا، هند او جاپان یې ګډونوال دي. پر ځای یې باید متحده ایالات دا زده کړي چې څنګه په جیوپولیټیکه توګه عملي واوسي او همداراز په اسیا کې د هغو ډلو سره کار وکړي ، په کومو کې چې چین ګډ دی.

د اروپا او اسیا تر منځ یو بنسټیز توپیر شتون لري، چې د متحده ایالاتو پالیسي جوړونکي ممکن په خپله راتلونکې پالیسۍ جوړولو کې پام ورته وکړي. د روسیی اقتصاد ته په کتو ، سربېره پر دې چې د یو انرژۍ عرضه کونکي رول لري، د اروپا په جیو اکنامېک حریم کې لږ مدغم شوی دی، په داسې حال کې چې چین بیا په بشپړه توګه په اسیا کې ګډ دی. د بېلګې په توګه د سویل خیتځې اسیا هیوادونو ټولنې (اسیان) سوداګري د چین سره د دې ټولنې هغه د متحده ایالاتو سره په پرتله په ۲۰۲۰ز کال کې دوه چنده وه.

د واشنګټن د هند – پاسیفیک ستراتیژۍ کره کتونکي په دې هکله په سمه دي چې په دې ستراتیژۍ کې لوی سوري (نیمګړتیا) ته ګوته نیسي چرته چې یوه اوږدمهاله اقتصادي پالیسي باید وي. خو سوری تر دې هم لوی دی : او هغه داسې چې متحده ایالات د جیوپولیټیک پلوه عملي ستراتیژیو د جوړولو ظرفیت نلري چې د ډیرو اسیايی هیوادونو سره سمون وخوري، هغه هیوادونه چې په خپلو سیمه ایزو ډلو کې د چین په ګډون هیڅ هیواد سره ستونزه نلري.

سرچینه :

U.S. Grand Strategy After Ukraine

نور ښکاره کړئ
Back to top button