د هېواد پرېښودل او جګړه نه، مبازره شهامت ده

ليکنه ؛ عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

د مسلسلو شخړو له امله موږ يوه ويشلې او پاشلي ټولنه يو، محروميتونو، بې عدالتيو او تبلیغاتو په هره برخه کې د افراطيت خواته کش کړو. يوه برخه مو د ديموکراسي په لومه کې ونښتل او د ديموکراسي له يوناني بنسټ ايښودونکو څخه هم ځانونه مخکې ګڼي. څوک د مذهبي احساساتو د پاروونکو تقريرونو ښکار شول افراطيت حل لاره ګڼي, څوک له دين سره د دښمني په توپاني سمندر کې لاهو شول او څوک له خپلې خاورې څخه وتل د سمون لاره ګڼي.

نظامونه ونړول شول، بنستونو ويجاړ شول، يرغلونه وشول، اشغالګر راغلل، خپلمنځي جګړه وشوه د نفرتونو تخم وکرل شو. نتیجه داشوه چې موږ اوس د پرديو مرستو ته د اکسیجن غوندي اړتیا لرو. تر ټولو معيوب اړخ مو داده چې تر اوسه مو د مرستو ترلاسه کولو پرځاى په متبادلو لارو فکر کول هم نه دي پيل کړي.

ملت د وروستيو سياسي او نظامي تحولاتو په تناظر کې په اعتماد کې نه دى اخيستى شوى. هر څه چې پېښ شول ولس يې نه مستقیم او نه هم په غيرمستقيم ډول مسئول ګڼل کیږي. موږ پخوا هم له عقيدوي او ملي ارزښتونو سره سم د سمون او بدلون لپاره مبارزه کوله، اوس يې هم کوو او تر څو چې ژوندي يو د امکان په کچه همدغه کمپاين ته دوام ورکوو.

په انفرادي او ملي کچه د سترو زيانونو له ګاللو وروسته باید موږ له خپلو منفي کړنو څخه د دفاع پر ځاى د اخلاقو په چوکاټ کې د سمون هڅه کړې واى. موږ باید د پرون په پړ او وړ باندي د وخت تېرولو پرځاى سبا ته د ممکنه توپان د مخنیوي لپاره د پلان په جوړولو تېر کړو.

پرون مو د ديموکراسي ناانډوله شکل تجربه کړ، د واک ظالمانه ويش مو وليد، د ټاکنو اغيزمنتوب مو مشاهده کړ، د انساني حقونو د له پښو لاندې کولو زرګونه بيلګي مو وليدې، په وارده شوې ديموکراسي کې مو د لوړو امتیازاتو ترلاسه کولو سره سره د را وارد شويو اشخاصو د فساد لوړه کچه او په بده ورځ کې د هغوى د تېښتې ننداره وکړه، د بيکاري له امله د خپلو ځوانانو د هيواد د پريښودو او له غرب څخه د مالي او اخلاقي فساد د مخکښانو د راوستلو زيانونه مو وليدل، تر ټولو مهم دا چې ډيرې لوړې او هسکې ژمنې راته دروغ ثابتې شوې. په جمهوريت باندې د معاملو هوکړې هم راته ياد دي، د لوړ پوړ پوستونو د پلورلو کيسې مو هم واوريدې.

د زورواکانو لخوا د ارګ محاصره کولو ګواښونه مو ياد دي، په دوه ساعته کې د ارګ د نيولو تهديدونه مو ذهنونو کې ثبت شوي دي. د واليانو بيرته راشړل د وزارتونو فرمايشات او د غني منل، د هيواد د تجزيې ګواښونه د سولې په وړاندې مختلف خنډونه او داسې نورې په سلګونو ناخوالې مو تجربه کړې چې زه به يې په ليکلو او تاسو په لوستلو باندي ستړي شئ.

د اوسنيو حاکمانو له راتګ سره بدلونونه نوښتونه ګډوډي او بى نظمي هم وينو. د لوړ پوړو چارواکو د ګمارنې لپاره د اهليت د معيارونو ننداره هم کوو. د خلکو انديښنې درک کولاى شو او د خپل ولس د درد احساس هم راسره شته. د مديريت نيمګړتياو باندې پټې سترګې تېرېږو، له ولس او نړيوالو سره د اړیکو په جوړولو کې ستونځې هم راته معلومې شوې. د چارواکو مثبت او منفي اړخونه مو وپيژندل او د ورځني مصرفي توکو د قيمتونو د لوړوالي بار مو هره ورځ د ولس په اوږو زياتيږي.

اوس پوښتنه دا ده چې چې ايا د حل لاره داده چې لاس تر زنې کينو او چوپه خوله پاتې شو؟ که توپک را واخلو، بيا واک ته د يوې فاسدې ډلې د رسولو لپاره شل کاله نوره جګړه وکړو؟ د مقاومت په نوم د واک لپاره د هيواد ورانوونکو سره مله شو؟ نه دا د حل لاره نه ده. پرون مو د پروني حکومت په وړاندې وسله پورته کول حل لاره نه ګڼله؟ نن د ننني حکومت په وړاندې د زور کارول حل لاره نه ګڼو. له هيواد څخه تېښته هم د حل لاره نه ده، بلکې د امکان تر حده د سمون او بدلون لپاره په چارواکو باندې تعمیري نيوکه، دعوت او له هر ډول تاوتریخوالي پرته مبارزه به ښه د حل لاره ده.

احساساتي څرګندونې د وارخطايي لاره نيول او د ناهيلي توب خبرې د هيڅ رنځ درملنه نکوي. هيروشيما او ناګاساکي ښارونه امریکا په اتوم بم ونړول خو جاپانیانو همت وکړ د جاپان پريښودل يې حل لاره نه ګڼله، بيرته يې تر پخوا ښکلي جوړ کړل. هلته امریکا اډې لري، خو جاپان د نړۍ دريم ستر اقتصادي زبرځواک پياوړى او خپلواک هيواد دى.

د مقاومت ټلوالګرو ته باید ووايو چې که پرون مو د هغوى د حکومت په وړاندې وسله پورته کول حل لاره نه ګڼله، نو د اوسني حکومت په وړاندې هم د توپک کارولو خبره سخته ردوو او جګړه د حل لاره نه ګڼو. هغوى باید د ننني صورتحال څخه د مخنیوي په هکله د بن په غونډه د طالبانو د ګډون خبره کړې واى او واک يې په يو اړخيز ډول د ځان او له غرب څخه راغلو ترمنځ نه واى ويشلى. موږ د هغوى لخوا د جګړو پيل “عذر بدتر ازګناه” او د انتقامي جګړو تسلسل ګڼو. په طالبانو باندي هم غږ کوو چې بين الافغاني تفاهم او ملي اجماع ته د رسيدو په موخه پياوړي او جرئت مندانه ګامونه واخلي.

اړينه داده چې نفرتونو او تعصباتو ته د هوا ورکولو پرځاى د واقعيتونو په تړاو په ځانونو کې د درد او درک احساس پيدا کړو. دغه زخمي هيواد درملنې ته اړتیا لري. دغه غمونو ځپلى او جنګونو ځورولى ولس مسيحا غواړي.

د بديو په وړاندې مبارزې ته ادامه ورکوو خو د سمون او بدلون پروسه به له ځانه پيلوو. افراد او ټولنه باید په خپلو نيمګړتياو فکر وکړي رسنئ خپلې خپرونې په خپله سانسور او ايډيټ کړئ، ملي ګټو ته د ژمنتیا تعهد له ځانه پيل کړئ او د ګواښونو په لهجه د خلکو د خولو بندولو پرځاى خپلې نيمګړتياوې ولټوئ. سياسيون خپلې تشې ډکې کړې او حاکمه ډله بيا د فرد ټولنې خاورې او ملي بنسټونو د ساتنې او مصئونيت دنده ترسره کړي.
په درنښت،

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button