د هیواد دنـنه او بهر میشتو افغانانو وروڼو،خویندو او تنکیو ،ګلالیو ماشومانو

د هیواد دنـنه او بهر میشتو افغانانو وروڼو،خویندو او تنکیو ،ګلالیو ماشومانو!
د ځولیو،ځولیو پسرلني ښیرازه ښکلو ګلونو سره جوخت د ۱۵ پیړۍ د پیل د نوي ۱۴۰۰ لمریز کال اوپسرلني فصل مبارکی وړاندې کوم . او ورسره جوخت هیله کوم چې په شونډو مو موسکا او خندا راولم اونوي کال په درشل کې مو وخندوم . ههههههههههههه !
د مسکو د غونډې په اړه هیښوونکي پیښه رامنځته شوه او هغه داچې :
د افغاني پلاوي او طالبانو ترمنځ دويمه غونډه پرون د جمعې په ورځ پیل شوه . د غونډې تالار ته مارشال عبد الرشید دوستم د مارشالی په پوځي ځانګړي یونیفورم کې راغئ اوپه ټاکلي چوکۍ یې ډډه ولګوله . د غونډې ګډونوالو ته یې پخپلو پړسیدلو سترګو او ببرو وروځو وکتل . بې له ډیله طالبان له خپلو چوکیو پورته اوله تالارڅخه په وتلو شول .
ټولو طالبانو له خبرو اترو ډ ډه وکړه . مارشال دوستم له حامد کرزي وپوښتل چې په دې اخوندانو څه ټکه پریوته چې زما په راتګ ټول وتښتیدل ؟
حامد کرزي ورته وویل :
خدای مو راوله . خوزما مشوره داده چې په مارشالی پوځي یونیفورم کې که تاسو په غونډه کې ګډون ونه کړی . ښایي غونډه پیل شي .
دوستم ورته وویل :
ښه ده . زه به ووځم . خودومره ورته ووایه چې لا ستاسو پته اودرک ،مالوم نه و. چې ماته مرحوم صبغت الله مجد دي صیب د خالد ابن ولید لقب راکړی و.
هو! من دوستم افغانی ام ، ګربه میدان آمدی می دانی ام . هههههههههههه.
په زړه پوري داده چې ښاغلي حامد کرزی چې پوره ۱۳ کلونه افغان ولس مشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان و. خوپه دا دومره اوږده موده کې هغه په درجنو،درجنو رنګه چپنې په تن اوپه درجنو،درجنو قره قلۍ په سر کړي . خو یوه ورځ یې د پوځ د اعلی سر قوماندان په توګه پوځي دریشي ونه آغوسته اوارواښاد شپون صيب پخپله مستنده لیکنه کې چې د تاند په باوري ویبپاڼه کې خپره شوي د مارشال فهیم له خوا حامد کرزی په ګواښمنه ګوت څنډنه او مارشالایي غوسه تهدید شوی او د جمهوري ریاست په دفتر کې کرزي صیب یوازی دا ویل :
مارشال صیب ! حوصله کن ،حوصله !
دادی اوس مهال ولس مشر اشرف غني د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان دی . هغه د کرزي د چپنې او قره قلۍ پرځای کله سپیني او کله توري لونګۍ له سره تاووي . اوبیلا بیل رنګونه افغاني کالي یې په تن او تسپې یې په لاس وي. همدا لامل دی چې طالبان خولاپریږده چې سیمه ییز وسله وال د ده هم نامی غني علیپور یې هم واکمني نه مني او د خپل سری له کبله یې د اتلوعقابانو هوا بازانو او اتلو افسرانو په سپیڅلو وینو او شهادت ټول افغان ولس اووسله وال پوځ په زړونو ټپي کړ.
نواشرف غني ته مې وړاندیز دادی چې یوځل خود افغان اتل وسله وال پوځ د اعلی سر قوماندان په توګه د اعلی سرقوماندانی پوځي مفشن یونیفورم په تن کړه . ډګر ته راووځه . که له مارشال دوستم څخه په مسکو کې طالبانو سترګې پناه کړې لیري نه ده چې د دوحې طالبان بیا ستا سره ډغرې ووهي . ځکه ستاسو ارواښاد نیکه تورنجرال فرقه مشرصیب عبدالغني د غازي آمان الله خان د واکمنی په مهال د ځاځیو د باتور او غیرتي قوم په با الفعل اوبا القوه ملاتړ د وطن پلوروحضرتانو او متحجرو جاسوسو ملایانو ته د دار ځړولوپه کچه سزا ورکړه او ستا کاکا شهید تورنجرال شا هپور احمدزی د وسله وال پوځ مطرح او اتل افسرو.
نوهیله ده چې ۱۵ نوي پیړۍ اونوی ۱۴۰۰لمریزکال ستاسو په نوښتګرواو زړوروهڅو اوقاطع کړنو پیل شي.

په دنیا د میړنو د ي دا دوه کاره ــــ یابه وخوري کـکری یا به کامران شي
خو
ځوانان واړه برابر نه دي په وزن ـــ ځیني من ځیني نیم من ځنې نیم سیروي
په هیواد کې د پتمنې سولې د ټینګښت ، د نیکمرغیواوخوشالیو په هیله .
اکبري ـ ۳۰/۱۲/۳۱۹۹ ـــ ۲۰/۳/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button