د هیلو کاروان پر ګونډو سو

عبدالباری عارض

د کرزی اداره یا په بل عبارت د مجاهدینو اداری نه یوازی په هیواد کی اقتصادی پیاوړتیا ، ښه حکومتولۍ ، او ولسی حاکمیت و ننګاوه بلکه داسی

بنسټونه یی ایجاد کړه چی اوس یی له منځه وړل ناشونی ښکاری لکه فساد، غصب، ترور، اختتاف ،چور ،تجاوز نور نور. له همدی کبله ولس په خوشباورۍ د اشرف غنی شاته ودریدل اما داسی بریښی لکه حالات چی د ډاکتر غنی د کنتروله بهر وی همدا دلیل دی چی ولسی بی باوری مخ پر زیاتیدو او هیلی په ناهیلیو بدلی سوی.

دری مشخصی د هیواد پزه جوروی ( اساسی قانون او د هغه رعایت، حکومتی جوړښت چی د ولس د عقایدو هنداره وی، او انتخابی پارلمان). دا هغه دری مشخصی دی چی امریکا یی زموږ په هیواد کی خپل د بری او دموکراسۍ پلی کیدو نمونی هم بولی ، اما دا واقعیت دۍ او که امریکا خپله پوځی ماتی د یو تمثیلی فورم ترشا پټوی؟

اساسی قانون هیڅ عملی جنبه پیدا نکره لا قانونیت او معافیت دقانون څخه د ټولنی په دود بدل سو په خاصه توګه هره ورځ تر ټولو وړاندی د واکمنانو لخوا نقض کیږی حتی حکومتی جوړښت د اساسی قانون پرخلاف ایجاد سویدۍ(اجراییه ریاست) . حکومتی سیستم کاملا انحصار دۍ هغه کسان پر مقاماتو کی نصب کیدای سی چی د ارګ په دوه ګونو مشرتابه مربوط یا د هغوی د اقمارو څخه وی. د پارلمان په نامه یو ځانګړۍ جوړښت د اساسی قانون د نقض په بیه ایجاد سویدۍ تر څو د نړیوالو په سترګو کی خاوری واچوی او داسی تمثیل کړی چی ګواګی افغانستان د اساسی قانون پر بنسټ د انتخابی پارلمان لرونکۍ دی، اقتصاد د ودی پرځای د سقوط په لوری روان دۍ، پانګی او ملی سوداګر د تیښتی په حال کی دی دیر سوداګر حتی په سپینه ورځ د کابل په ښار کی یا وتښتول سوه یا ووژل سوه ، د بیکارۍ د کچی جګوالی د مهاجرو سیل و نورو هیوادو ته د خبرونو سرلیک جوړ کر، ولسوالۍ یو په بل پسی سقوط کوی ، جګړی تقریبا په ټولو ولایاتو کی روانی دی پسله یوی لسیزی څخه نن امنیت تر بل هروخت ټکنی دۍ، د فساد په وړاندی نه یوازی مبارزه ونه سوه بلکه د رسوایی مرحلی ته یی تکامل وکړ ان تر دی چی دولسمشر خاص استازی ضیا مسعود او حقوقی سلاکار عبدالعلی محمدی د کابل بانک د مجرمینو سره د سازش په تړاو تر پوښتنی لاندی سوه ، نظام د تحمیل سوی فورم په لحاظ قانونی بڼه خپله کړیده، دولت د ولس استازیتوب نکوی نو ځکه حکومت د ولس د ملاتړ نه بی برخی دۍ، مسول نظام شتون نلری حکومت د ولس او نړیوالو په وړاندی مسولیت منونونکۍ دریځ نلری ،نو څنګه به د سولی او ټیکاو په طمع ګامونه پورته کړای سی؟

سوله هغه د جنت میوه ګرځیدلی ده چی غیر له شهادته نه ترلاسه کیږی. کله چی د مفاهمی امکانات متصور کیږی نوی توطیی ، دسیسی او ستونځی مطرح سی، له یوه اړخه طالبان پر دوو لویو برخو وویشل سوه له بله اړخه داعیش رامنځ ته سو اسلامی حزب یعنی حکمتیار خو د پخوا څخه یو اړخ ؤ او د بله طرفه دولت دننه د عقایدو په لحاظ پر څو څو برخو یا کړیو ویشل سویدۍ دوه مشران او شراکتی اداره یی ژوندی مثال دۍ نو ځکه د سولی په هکله حکومت واحد او مشخص دریځ نسی لرلای مختلف عقاید او مختلف دریځونه د حاکمیت پر موقف او دیپلوماسۍ منفی اثرات اچولی دی. په دغسی حالت کی به سوله د چا او چا ترمنځ کیږی او څنګه به واقعی رنګ ولری ؟

ایا حکومتونه د سولی پنامه نوی سوداګری پر هیواد او ولس نه تحمیل کوی؟ تر ټولو جالبه خو داده چی اکثر د دوی د اسلام په نوم جنایات ترسره کوی د هیواد اقتصادی بنسټونه ورانوی ، د چور چپاول، فساد ،تجاوز او غصب زمینی مساعدوی. د اسلام د نوم څخه سیاسی ګټه پورته کول پخوا په ګوته اشخاصو کوله خو اوس دا کار عام سو په پایله کی یی داسی کړنی ترسره کیږی چی د اسلام سپکاوی ګڼل کیږی لکه بی محاکمو د حدودو په نامه جنایات ترسره کیدل ( فرخنده په کابل او رخشانه په غور کی). یو وخت یوازی مجاهدین د اسلام یوازنی متصدیان تپل سوی وه چی د معلم ، متعلم ،سرلوڅی او تحصیل یافته یی د کافر په نامه وژل د وخت په تیریدو او د دوی په منځ کی د فساد ، تجاوز ، غصب ،پاټکسالاری او عیاشۍ په ترویج یی دا مقدسه تصدی د زان لپاره مناسبه ونه ګڼل ځکه د اسلام مسولیت طالبانو په غاړه واخیست جهادی مشرانو هم د خپلو اعمالو له کبله دا خبره څه ناڅه قلبا ومنل خو طالبان اسمانی استازی وګرزیدل ډیر یی دوام ونکړ چی طالبانو هم په انسان وژنه، غلا او لویو لارو نیولو ، صحرایی بی بنسټه محکمو لاس پوری کړ او د پاکستانی جنرالانو په امر او نهی خبرو اترو ته کښینی او ولاړیږی همدا وخت دی چی د اسلام نوی مدعیان یا د اسلام نوی ټیکه داران چی ځانونه خپلواکه ښیی د داعیش په نامه پیدا سوه چی هغوی بیا طالبان جاهلان او منحرفین بولی یوازی زان د راشدینو خلیفه ګانو ځای ناستی ګڼی.په دی ټولو پړاونو او ډلو ټپلو باندی بهرنی اسلامی او غیر اسلامی هیوادونو په سیمه کی د خپلو ګټو د ساتنی په منظور لویی پانګونی وکړی دا پانګونی د افغانستان د ورانیدو او عامه وژنی شرایط برابر کړه فقط وسایل یا افزار یی افغان مزدور صفته پردی پال وه او دی.

بنسټیزه بدبختی خو داده چی د دی تولو جنایاتو شاته چی د اسلام په نامه ترسره کیږی پردی او ګاهی هم کافران ناست دی دا ډلی ټپلی صرف د سیمه ایزه استخباراتی لوی جاسوسی جال په یو څانګه کی د مزدورانو په توګه کار کوی. جګړه په افغانستان کی پردۍ ده د جګری د تمویل لوبغاړی پردی دی. د هیواد جغرافیایی موقعیت اجنبیان هڅولی دی چی د سیمی پر منابعو د تسلط په موخه ضعیف النفس او مزدور صفته افغانان استخدام کړی تر څو له یوی خوا د دین په نامه د اسلام نوم ، بنسټیزه اساسات او محتویات تخریب کړی له بل اړخه اسلام بدنام کړی او له بلی خوا پردی اهدافو ته لاره پرانیستل سی. په ورستیو کی اوریدل کیږی چی ځنیو واکدارانو روسیی ته مخه کړیده هغه چی د امریکا په ملاتړ یی جګړه ورسره کوله او په دی بهیر کی یی هیواد وران او په سلهاوو زره بی دفاع افغانان د مرګ په خوله کی ورکړه همدا دوی وه چی ځنی افغانانو ته به یی د روسیی سره د ملګرتوب له کبله ملحدین ، کمونستان، کافران او پردیپال ویل.

همدا اوس د ټول ولس بچیان بیله کوم جرمه په حکومت کی د ګډون سخه بی برخی دی واک په انحصار کی دۍ دولتی مقامات یوازی او یوازی څو کړیو د ځانونو لپاره اختصاص کړیدی تر هغه چی وکولای سی خپلو بهرنی بادارانو ته د ښه خدمت جوګه وی. بعضی محترم کسان د تکنوکراتانو په نوم د غرب څخه د انډیوالۍ پر بنسټ د ولس د یو بل ډول غولولو په منظور را وبلل سوه او په لوړو مقاماتو ونازول سوه له دی کبله چی دا کسانو په دولتی چارو کی لمړنی تجارب هم نلرله او حتی هیڅکله یی دولتی دندی حتی د یو کاتب په موقف کی ندی ترسره کړی خو ناببره د زهره داره لندکروزرو ، باډیګاردانو ،عزت او عظمت څښتنان سول، هغه څه چی په خوبونو کی یی هم ځان د هغه مستحق نه سوای ګڼلای نو ځکه خپله ټوله انرژی صرف او صرف د چوکی او مقام د ساتلو په لاره کی کاروی له دی کبله چی هیڅ د حکومت کولو ظرفیت نلری، مغرضینو ددوی د نه فهم او عدم کارایی څخه په منفی ګټه پورته کولو داسی معینان ورمقرر کریدی چی وزیران پرګوته څرخوی ناکامه وزیرانو هم غنیمت ګڼلی ده، تر څو که یوه ورز نور هم وی د امتیازاتو څخه مادی او معنوی ګټه پورته کړی دا چی هیواد اوولس څنګه کیږی هغه د دوی تر ظرفیت لوړی خبری دی.

جالبه داده سربیره پر دی چی د واک لویه برخه اوسهم د جهادی مشرانو په لاس کی ده بیاهم ډول ډول غونډی د مجاهدینو د مشرتابه په ابتکار جوړیږی او د امنیت تر نامه لاندی غواړی نظام و ننګوی هغوی د فشار په پایله کی حکومت قانع کړای سو چی شخصی ملیشی په ځینو برخو کی د ځانګړی ځواک په توګه عمل وکړی او رنګ د امنیتی ځواکونو د ملاتړ ورکړی په دی ډول موازی ځواکونه د پراختیا په حال کی لیدل کیږی. شک نسته چی ولسونه یوځل بیا د نوی ننګونو سره مخ سی په همدی موخه د هزاره، ازبک، تاجک او پښتون په نامه جلا جلا تشکیلات او سازماندهۍ کیږی، سیاسی دسیسی حتی د خپل حاکمیت په وړاندی کوی پر ملیشو د سلاح د ویش ږغونه د رسنیو څخه ورز تربلی ډیر پورته کیږی حکومت د نهایت ضعف په درشل کی دی داسی بریښی چی نور د ولایاتو او ولسوالیو د حراست توانمندی نلری له همدی کبله د تنظیمی ملیشو د مسلح کیدو سره سر د هوکی په ډول ښوروی وسلی ویشل کیږی هریو مشر په جلا توګه د تفوق طلبی په منظور د دولتی چوکات نه بهر مسلحی ډولی جوړی کړی او د هیواد د ناامنی او نظام د ضعف څخه په ګټه پورته کولو ورځ تر بلی سامبالیږی. د دولت په شتون کی په خپل سر حکومت مداران بیاهم تر امنیتی څانګو پر شخصی ملیشو تکیه کوی او په ځانګړی ولایتونو کی چی د خپل واک ساحه یی ګڼی د حکومتی بودیجی څخه په استفاده پوځی عملیاتونه کوی.

لمر په دوو ګوتو نه پټیږی دا یو څرګند حقیقت دۍ چی امریکا اوسهم جهادی مشرانو ته اړتیا لری په خاصه توګه په داسی وخت کی چی د دوهمی نیابتی جګړی د پیل مقدمات برابریږی . طمع کیدل چی د طالبانو په سوله به د پاکستان سره اړیکی سمی سی او د هند او پاکستان نیابتی جګړه به پای ته ورسیږی اما له بده مرغه نه یوازی دا هیلی ورژیدلی بلکه دوهم نیابتی جنګ به د روسیی او امریکا ترمنځ د نفوذی ساحو د تثبیت او پر منابعو د حاکمیت په موخه پیل سی شمال ته د جګړی غزیدل او د داعیش پیدا کیدل روسان د ځان لپاره خطر او د امریکی توسعه ګڼی له همدی کبله روسان ګاهی د دوستم سره ملاقات کوی ګاهی هم د کرزی سره او کله هم د نورو جهادی کړیو سره تر څو هغوی د پیسو او سلاحو په وسیله تطمیع کړی او جګړه د افغانستان په محدوده کی حفظ او شمالی پولی په امان کی وساتل سی. چین هم د جګړی د لمنی د پراخیدو څخه بیره لری له همدی کبله یی و پتیله د پانګونی په بیه جګړه د افغانستان په محدوده کی حفظ کړی او و چین ته یی د نفوذ مخه ډپ کړی ځکه سربیره پر اقتصادی ژمنو کله کله د سولی د کوربه توب ږغ هم پورته کوی روسیه او چین پانګونی کوی چی جګړه دوی ته سرایت ونکړی او د افغانستان په جغرافیه کی یی مهار وساتی .

د سیمی او کورنی وضع ته په کتو بیا هم ممکنه ده چی حالات د بهبود لوری ته ولاړ سی؟ پداسی حال کی چی بهرنۍ مرستی او اقتصادی مرستی تر ډیره کمی سوی او نور یی هم د کمیدو هیله کیدای سی ، د سولی خبری اصلا د حکومت تر ظرفیت لوړی معلومیږی هغه حکومت چی په خپلو کی د سولی په هکله واحد دریځ نلری لمړی باید هڅه وسی چی په دولت کی وحدت د نظر تامین سی ترهغه چی یو واکمن مرکزی حاکمیت ایجاد نسی فکر کوم صلاحیت د سولی به تر پوښتنی لاندی وی او شاید په دولت کی وحدت د نظر یو خیالی ایډه بلل کیدای سی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button