د هوږې په اړه ګټور مالومات

نظام اتل
لومړۍ کړنلاره:

۱۱: څلور پلیه اوږه سپینه کړئ، مېده مېده یې کړئ او بیا یې یو ګلاس ګرمو اوبو ته واچوئ، دوه کاشوغې شات ورسره ګډ کړئ، په کاچوغه یې سره ولړئ او په تش نس یې وڅښئ.

دا طریقه هر سهار تر پنځلسو ورځو په پر له پسي ډول استعمال کړئ په دې سره به ستاسې معده پیاوړي شي او د ویني غوړ به مو عادي حالت ته راشي.

ګټې:

۱: د سترګو دید به مو ډېر روښانه شي.

۲: اعصاب به مو آرامه شي.

۳: په بدن کې د هر ډول میکروبونو مخه نیسي.

۴: د هډوکو دردونه له منځه وړي.

۵:د بدن عضلاتو ته ځواک وربخښي.

۶: تل مو ځوان او پیاوړی ساتي.

نوټ: لس دقېقې وروسته د دوه ګلاسو اوبو څښل مه هېروئ!

دوهمه کړنلاره:

۱۱: لس پلیه اوږه مېده مېده کړئ، په یو ګلاس ګرمو شیدو کې یې واچوئ، د یوې کاشوغې څلورمه برخه تور مرچ ور واچوئ او دوه کاشوغې د لیمو اوبه ورسره ګډې کړئ، بیایې په کاشوغه ولړئ.

نوټ: په ورځ کې یو ځل دغه کار وکړئ.

ګټې:

۱:هغه کسان چې د ژېړ ژیړي ناروغي لري، د هغوی ناروغي ختموي.

۲:هغه کسان چې مردانه کمزوري لري، د هغوي کمزوري له منځه وړي.

۳: هغه کسان چې خوب نه لري، د هغوی خوب ور سره پیدا کیږي.

۴۴: هغه نجونې چې د میاشتنۍ ناروغۍ په وخت ډېر تکلیف احساسوي، په دې سره یې دغه تکلیف ورک کیږي.

۵۵: هغه کسان چې خپله غوصه نشي کنټرولولی، د هغوی لپاره هم ګټور دي.

نوټ: انجونې کولی شي، چې په میاشت کې یې څلور ځله هر وخت وکاروي.

درېیمه کړنلاره:

د اوږې پنځه پلیه مېده مېده کړئ، نیم ګلاس مستو ته یې واچوئ، کاشوغې د لېمو اوبه ور واچوئ، سره ګډې یې کړئ او په تش نس یې هر سهار او ماښام تر ۲۰ ورځو وڅښئ.

ګټې:

۱: هغه کسان چې د خولي بد بویي لري، د هغوی بدبوي ورک کوي.

۲۲: هغه کسان چې د پښو تلي یې سوځي د پښو د تلو سوځل یې ورک کوي.

۳: د بدن چربي یا غوړ یې نورمال حالت ته راټیټوي.

۴:هغه کسان چې د معدې تېزاب لري، د هغوی د معدې تېزاب ختموي.

۵۵: هغه کسان چې د ویني فشار یې هر وخت لوړ وي، په دې سره یې د ویني د فشار لوړوالی عادي حالت ته راځي.

۶۶: هډوکو کمزورتیا چې په وجود کې یې وي، هغوي ته پیاوړتیا وربخښي.

څلورمه کړنلاره:

د انسان د سر ویښتان چې رژېږي یا توییږي، ډېر زیات لاملونه لري، لکه فکر کول، کمزوري او داسې نور….

۱۱: د اوږې لس پلیه میده میده کړئ، یو دانه پیازه اوبه کړئ او یوه دانه د کورنۍ چرګې هګۍ ورسره ګډه کړي او ښه یې سره ولړ، بیا یې په خپلو لاسونو ومخئ، ټول سر مو ارام – ارام په مالش کړئ، د یوه ساعت لپاره یې همداسې پرېږدئ او ورسته یې په ګرمو اوبو پرېمینځئ.

ګټې:

۱: په لسو ورځو کې به د وېښتانو رژېدل بندیږي.

۲۲: د سر وېښتان ځلا او توروالی پیدا کوي او که یې دوامداره استمال کړئ، نو تر یوې میاشتې پورې نور نوي وېښتان به مو هم په سر کې را پورته شي

نور ښکاره کړئ

One Comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button