د هوتکیانو- عثمانیانو جګړې

د هوتکیانو- عثمانیانو جګړې

اشرف هوتک، د عزیز خان ځوی، د میرویس خان ورارهٔ، د شاه محمود د ترهٔ ځوی او د هوتکیانو څلورم واکمن و چې پهٔ افغانستان، پختونخوا، ایران او د ترکمنستان او تاجکستان پهٔ څهٔ برخو یې واکمنې کړې ده. اشرف خان د ایران پهٔ فتوحاتو کې د شاه محمود هوتک د یو کمانډر پهٔ توګه توري وهلي دي چې مشهور یې هغه جنګ و چې د ۱۰۰۰۰ هوتکیانو او ۴۲۰۰۰-۵۰۰۰۰ صفوي پوځ تر مینځ د صفویانو د مرکزي ښار نه پهٔ ډېر کم واټن کې پهٔ ګلنباد نومې ځای کې شوې و. د شاه محمود د مرګ نه وروسته اشرف خان د هوتکیانو واکمن شو او لهٔ کندهاره یې د مرستو تمه شکېدلې وه، ځکه چې شاه حسین هوتک پهٔ اشرف خان د خپل ورور شاه محمود د مرګ شک کاوهٔ. خو پهٔ ایران کې ټول پښتانهٔ لهٔ اشرف خانه راټول شؤل او خپل واکمن یې ومنلو.

پهٔ دغه وخت کې استنبول (عثمانیانو) او سینټ پیټرزبرګ (روسانو) د ایران د قبضه کؤلو پلانونه جوړؤل. روسانو د ایران شاهزاده طاهمسپ دوم سره تړون وکړو چې د افغانانو پر ضد به د شاهزاده کومک کوي خو پهٔ بدل کې یې ترې دربند، باکو، داګستان، شېروان، ګېلان، ماژندران او د استراباد ولایتونه وغوښتل. دا ماملې روانې وې او پهٔ دغه وخت کې عثمانیانو هم لهٔ وخته ګټه پورته کړه او د ارمېنیا، کردستان او آذربایجان زیاتره برخې یې د خپل واک لاندې کړې.
د ایران د ډېرو ښارونو لهٔ نیولو وروسته عثمانیانو هم شاهزاده طاهمسپ ته وړاندیز وکړو چې کومې برخې مونږ نیولي دي دا به مونږ سره وي او چې کومې برخې پاتې دي پهٔ هغې به سلطنتِ عثمانیه د طاهمسپ د واکمنۍ پهٔ قایمؤلو کې مرسته وکړي. کهٔ چېرې شاهزاده دا وړانديز ونهٔ منلو نو سلطنت به خپل فتوحات جاري ساتي، نور ښارونه به هم ونیسي او یو بل څوک به د ایران شاه وټاکي. شاهزاده خبره ومنله نو عثمانیانو د افغانانو خبرو او د سولې وړاندیزونو ته هېڅ اهمیت ورنکړو چې افغانان پهٔ ایران باندې خپله واکمني جوړه کړي.

روسان چې د دریای خزر (Caspean Sea) پهٔ غاړه مخ پهٔ ایران روان وو، د عثمانیانو سره پهٔ ټینګو اړیکو کې وو چې نیؤل شوې علاقې پخپلو کې وویشي. د ایران د شاهزاده سر د شوو تړونونو پهٔ اساس سلطنتِ عثمانیې روس ته په ایران کې د افغانانو خلاف د جنګ وړانديز وکړو. اشرف خان هم استنبول ته سفیر واستاوهٔ چې د جنګ څخه د ډډې کؤلو پیغام ور ورسؤي. عثماني علماء چې خبر شؤل نو د افغانانو خلاف د جنګ مخالفت یې شورو کړو او ویې ویل چې څنګه د یو مسلمان سنّي حاکم پر خلاف د یو عیسایي حاکم پهٔ مرسته جنګېږئ چې یو شیعه شاهزاده واک ته ورسوئ!؟
عثمانیان د علماوو پهٔ خاموشه کولو بریالي شؤل، ویې ویل چې روسانو سره پهٔ ملګرتیا کې مو ګټه ده او دا چې اشرف هوتک عثماني سلطان، احمد ثالث د خلیفه پهٔ توګه نهٔ مني. کله چې د جنګ د مخې نیولو لارې نهٔ وې او د دوه زورؤرو طاقطونو تر مینځ دجنګ اعلان وشو، هوتکی سفیر بېرته اصفهان ته واستؤل شو. احمد پاشا چې پهٔ لویدیځ ایران کې یې د قزوین پهٔ شمول نورې علاقې هم نیولې وې، د جنګ لپاره اصفهان ته واستؤل شو. د جنګ وخت چې رانږدې شو نو روسان لهٔ خپله ځایه ونهٔ ښؤځېدل او د سلطنتِ عثمانیه د مرستې لپاره یې د افغانانو خلاف یو قدم هم پورته نکړو.

اشرف خان د خپلې واکمنۍ لومړي کلونه د حکومت د اداراتو او د ښار د دفاعي نظام پهٔ پیاوړي کولو تېر کړل. څو کاله وړاندې اصفهان د صفویانو پلازمېنه وه خو بیا افغانانو نیولی و چې پهٔ یوې قلعه کې یې، چې اوس هم شتون لري او پهٔ اشرف تپه یادېږي، د ایران واکمن شاه حسین صفوي بندي و. عثمانیان چې کله اصفهان ته نږدې شؤل نو اشرف خان تر هغې د مخې د هغې سیمې سرکونه وران کړل چې د ترکانو پرمختګ وځنډؤي. دغه وخت کې احمد پاشا اشرف خان ته خط واستاوهٔ چې یې لیکلي وو؛ «افغانان پست او بدبخته خلک دي! تاسو د ایران د شاه، چې اصلي حقدار (د تخت) و، واکمني ړنګه کړه اوس عثمانیان راغلي دي چې شاه حسین صفوي بېرته د بادشاهۍ پهٔ ګدۍ کېنؤي. اشرف خان چې دا خط ولوست نو غوسه شو او شاه حسین یې راوویست، ویې وژلو او د شاه حسین د سر سره یې احمد پاشا ته دا پیغام واستاوهٔ چې؛ «اوس به درته زه پهٔ توره ځواب درکؤم!».

احمد پاشا ۶۰۰۰۰ عسکر واستؤل چې د هوتکیانو ځایونه مالوم کړي چې چېرته دېره دي. د عسکرو دا دسته د اشرف خان لهٔ خواه چې ورته دېره شوی و راګېره شوه او تر اخري عسکره یې ټول ووژل. پهٔ دې کار افغانان نور هم وهڅؤل او ترکانو د خپل ځان د دفاع لپاره د خپلو کیمپونو خواه او شا خندقونه وکندل او جنګ ته تیار شؤل. اشرف خان د علماوو یوه ډله والېږله چې عثمانیانو (عسکرو) ته دا خطاب وکړي چې دواړه ډلې سُنیان دي او د سُنیانو وینه پهٔ سنیانو حرامه ده. ویل کېږي چې بعضې کردانو او ترکانو عسکرو دا خبره ومنله او پهٔ پوځ کې پرېشاني رامنځته شوه. اشرف خان ډېر کوښښونه وکړل او خاص خلک یې واستؤل چې پهٔ عسکرو کې دا خبره عامه کړي چې دا جنګ ناحقه جنګ دی چې پهٔ دغه کار یې د کردانو سردارانو چې د عثمانیانو سره وو پهٔ زړونو کې هم شکونه پیدا کړل. د احمد پاشا خېمې ته هم څلور معززه عالمان وراستؤل شوي وو. کله چې هغوی احمد پاشا ته معریفي شؤل نو یو عالم وايي پهٔ ژړا شو او ویې ویل چې؛« مونږ خپل مشر اشرف هوتک رااستؤلي یو چې لهٔ تاسو تپوس وکړو چې ولې د مسیحانو په مرسته د هغه مسلمانانو سره جنګېږئ چې الاهي احکام مني او د پیغمبر ص پیروي کوي؟ او دا چې د ایرانیانو زور ماتؤي؟؛ دا غونډه پای ته نهٔ وه رسېدلې چې د اذان غږ شو، هوتکیان او عثمانیان اوږه پهٔ اوږه لمونځ ته ودرېدل.

کهٔ څهٔ هم د هوتکیانو د پوځ شمېره کمه وه خو بیا هم اشرف خان لهٔ حملې تېښته ونکړه. عثمانیان ۷۰۰۰۰ عسکر وو او ۷۰ توپونه یې لرل. د افغانانو پهٔ پوځ کې ۳۳۰۰۰ عسکر وو او ۴۰ (غالباً) زمبورک چې پهٔ اوښانو بار وو. د سهار ۶ بجې وې چې جګړه شورو شوه، عثمانیانو د لسو توپونه ډزې او هوتکیانو یې پهٔ جواب کې ۵ ډزې وکړې. د عثنانیانو ښي طرف دستې د توپونو ډزې پیل کړې او جنګ تر ۳ بجو پورې روان و او عثمانیانو ته پکې ډېر زیان ورسېدهٔ، د جنګ پهٔ اخره کې ۱۲۰۰۰ عثمانیان مړهٔ شوي وو او د افغانانو د مرګ شمېره ډېره کمه و. احمد پاشا میدان پرېښود او کرمانشاه ته لاړو او اشرف هم ورپسې و او پهٔ لاره کې یې عثماني توپونه ونیول خو احمد پاشا لهٔ هغه ځایه بغداد ته پهٔ تلو بریالی شو.

اشرف خان د جنګ نه وروسته خپل سفیر احمد پاشا ته لهٔ دې پیغامه سره ور واستاوهٔ چې دا به ناروا وي چې زهٔ د یو داسې مسلمان غنیمت واخلم چې په غلطه وي! او دا چې اشــرف خــان غـل نـه، یـو حکمــران دی. هو کوم توپونه چې مې نیولي دي د هغې پهٔ بدل کې مې درته نور مال او دولت درواستاوهٔ او کوم عثمانیان چې مو نیولي وو هغه مې هم درواستؤل. د اشرف خان دې عمل هغه پهٔ ټولو عثمانیانو کې دومره مشهور کړو چې نوم یې د عثمانیانو پهٔ ماڼۍ کې اخېستل کېدهٔ او د ایران اصلي حکمران ومنل شو چې دهٔ هم بیا پهٔ بدل کې سلطان احمد ثالث د مسلمانانو خلیفه وګڼلو. نو د عثمانیانو او افغانانو تر مینځ چې لهٔ ۲ کالو څخه کوم جنګونه روان وو، پای ته ورسېدل. او د اشرف خان د مېړانې او ښو اخلاقو لهٔ کبله د ترکانو او افغانانو تر مینځ ډېرې ښې اړیکې پیدا شوې.

-عمر خوګیاڼی، ۰۱/۱۱/۲۰۲۰

سرچینې

Laurence Lockhart, “The Fall of the Safavid Dynasty and the Afghan Occupation in Iran”

تارخ مختصر افغانستان- عبدالحی حبیبي.

John Malcolm, “Iranian History” Volume 2

Tadeusz Jan Kruinski, “The Chronicle of a Traveler, or History of the Afghan-Persian Wars”

Harun Rashid, “The History of the Patans” Volume 3

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button