د هندواڼې روغتیایي ګټې او جالب معلومات

هندواڼه تر ټولو خوندوره او د زیاتو اوبو درلودونکې میوه ده چې ګڼې روغتیایي ګټې هم له ځانه سره لري.

روغتیا پوهان وایي؛ هندواڼه د مثانې تیږه یا کاڼی له منځه وړي او که له خرما سره وخوړل شي، ګټه یې ډېره زیاتېږي .
په دې میوه کې د A.B.C ویټامینونه شته چې روغتیا پوهانو ویلي د ګڼو ناروغیو لپاره درمل دی.
په ۱۰۰ ګرامه هندواڼه کې ۹۲ ګرامه اوبه ۰.۵ ګرامه پروتین، ۶ګرامه نشایسته ، ۱۰ ملي ګرامه فاسفورس ۱۰۰ ملي ګرامه پوتاشیم، ۶۰۰ ملي ګرامه ویټامین اې او ګڼ نور ګټور مواد او ویټامینونه شتون لري.

د روغتیایي چارو پوهان وایي؛ هندوانه د وینې د فشار په کمولو، د هاضمې پرښه جوړښت، د محرقې په له منځ وړلو، د ذهني پیاوړتیا او د زړه د ناروغیو لپاره مفید درمل ده.

څیړونکي وایي چې دا میوه د لیکوین په نوم ماده له ځانه سره لري او روغتیا پوهان هغه ماده یو قوي انټی اکسیډانټ بولي.
دوی وایي چې دغه ماده کولی شي د جلد حجرات د آزادو راډیکلونو د ضرر څخه وژغوري.
دا راډیکلونه زیاتره د لمر د وړانګو سره یواځې منځ ته راځي یادې وړانګې د بدن پر پوستکي بدې اغیزې شیندي چې د بیلګې په ډول د پوستکي ژر زړښت ، پر پوستکي د ګونځو پیدا کیدل او حتا د پوستکي سرطان د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي.
همداراز د هندواڼو زړي هم خورا ګټې لري چې د هاضمې په ښه کولو، د معدې التهاب او زیړي ناروغیو د مخنیوي سربېره د پوستکی د ګونځو په له منځه وړلو کې ښه اغیز لري.

ښه هندواڼه وپیژنئ!

که دهندواڼې پر پوستکي سپین ژیړ بخن خالونه ډیر و دا ښه هندواڼه ده ، همداراز که دهندواڼې پر پوست وچې نښې وې، پوی شئ چې دا هندواڼه ډیره خوږه ده .
اوږده هندواڼه اوبه زیاتې لري خو ګرده هندواڼه بیا خوږوالی ډیر لري.
که د هندواڼې بیخ شین و، هندواڼه چندان پخه نده او که زیړ و، بیا نو ښه پخه او خوندوره ده.

Exit mobile version