د هلمند کوچنی اختر

د هلمند کوچنی اختر / سردار محمد همدرد

اخترونه د الله ج هغه ستره تحفه اوخوشحالي ده چې په کال کې دوه ځلې راځی یو کوچنی اختر او بل هم لوی اختر، د اسلام مبارک دین د انسانانو د خوښۍ لپاره دوه اخترونه رامنځ ته کړي دي.
د اختر جوړښت له خوشحالیو څخه دی، په هره سیمه کې بیا په بېلابېل ډول اختر لمانځل کیږي، په افغانستان کې په ډېرو سیمو کې د اختر لمانځل فرق لري، داچې هلمند کې اختر څه ډول لمانځل کيږي، لنډ مزل به پرې وکړو:
اختر ته نږدې ورځې او شپې ګڼه ګوڼه زیاته وي، زیاتره خلک د اختر د خوشاليو لپاره سوداوې کوي.
د اختر په لومړۍ شپه زیاتره ماشومان بېلابېلې لوبې او ساتېرۍ ترسره کوي، لکه: د بابوصاحب لمبه
سورسورانکي، د پټاکیو چاودنه، د اورلګیت د خاشو څخه جوړسوی ټکان او داسې نورې لوبې کوي.
 د شپې له لوري ډېری ماشومان د ټوکر څخه جوړ سوی غونډوسکی (توپ) په تیلو وهلي ټوکرونو ته چې سورسورانکې ورته وایي اور اچوي او څرخوي یې دلته ماشومان خوشحاله کیږي هوا ته یې غورځوي او خوشالۍ کوي.
د اختر په سهار په لويو ښارونو کې خلک د اختر لمانځه ته ځي او هلته یو له بل سره د لمانځه وروسته د اخترمبارکۍ کوي خو په کلیو او بانډو کې چې د اختر لمونځونه نه کیږي نو هلته یوازې د سهار له لمانځه وروسته د ملا صيب له نصیحت له ختم څخه یو بل په غېږ کې نیسي او د اختر مبارکۍ ورکوي.

خلک د اخترونو په رارسېدو سره خپل ځان لپاره خولۍ، کالي، څپلۍ، پټوان او نور توکي رانیسي، دوی سهار نوې جامې اغوندي چې ډيری جامې یې ښه په وریښمو هم جوړې کړي وي.
له دې وروسته په کلیو کې د هلمند په اکثره سیمو کې خلک د اختر په لومړي سهار وریجې پخوي او مسجدونو ته یې وړي چې د هلمند کې ورته د «اختر کاسه» هم ويل کيږي.
غوښې، د شیدو او غړیو وریجې، حلوا او چای هم راوړل کیږي، خو ډېری یې وریجې پخې سوې وي.
له دې وروسته بیا یو د بل کوټې (حجرې) یا مېلمه خونو ته ځي او هلته یو له بل سره ستړي مشي کوي او دا ورځ په خوښیو او خوشحالیو سره لمانځي  او تیروي يې.
ماشومان له خپلو پلرونو د اختر میلې غواړي د کلیو دوکانونو ته ځي، پاپړ، بېسکویټ پلمېټکونه او نور پلاستیکي د لوبو سامانونه رانیسي او دا ورځ په خوښۍ سره داسې لمانځي چې د اختر کالي یې تر ماښامه داسې خیرن کړي وي چې ته وایه بلې ورځې ته به یې نه وي ساتلي.
 
تنکۍ جینکۍ (نجوني) او تنکي ماشومان د اختر په شپه خپل لاسونه په نکریزو سره کوي مختلفې نقشې پرې کاږي، سهار وختي د لاسونو له پریولولو وروسته هر ماشوم یو بل ته لاسونه ښکاره کوي  او بې سارې خوښۍ ښيې.

د اخترپه دويمه ورځ هر ماشوم او ځوان د اختر مېلو ته ځي چې د کلیو په مهمو ځایونو او یا هم د بازارونو په ځینو ځایونو کې جوړیږي ډېری خلک د مېلو په ورځو کې له خپلو پلرونو پیسې اخلي چې بيا بېلابېل توکي پرې رانيسي، د بایسکل چلونې ترڅنګ زانګو کې زنګېدل، په سماوار یا هوټلونو کې چای خوړل، میټایي رانیول، هګۍ جنګول چې تر ټولو مهم دود دی ډیری ځوانان دا کارترسره کوي.
اخترونو کې ټول خلک خپلو کورونو ته بېلابېلې وچې مېوې، روغانۍ، پتاسې، کلچې، سره نخود، مايچې او نور شيان راوړي، چې بيا يې هغه خلکو ته کوټو ته راباسي چې د اختر په ځانګړو ورځو کې د دوی مېلمانه کيږي او خپله يې هم خوري.
په پخوانیو وختونو کې اخترونه ښه لمانځل کېدل، خلک به په ورځو ورځو د مېلو لپاره ولسوالیو اوان ولایتوته تلل، د خلکو ترمنځ مينه وه، يووالی و او اوسنۍ بدبختيانې نه وې، خو له تېرو څو کلونو راهیسې چې په هیواد کې جنګ جګړې، ورور وژنه ډېره سوې او دا کار ترسره کیږي، خلک ناهیلي سوي او له مجبورۍ يې په ډېری اختريزو دودونو خاورې اړولي دي.
بمي بریدونه، ځان وژونکې حملې او تروریستي یا غلچکي بریدونو ترسره کېدل هغه څه دي چې، د خلکو نه خپل ځان خوښیږي او نه یې هم ماشومان چې میله ځایونو ته لاړسي او خوشاليانې وکړي.
خو دا چې اخترونه همهاغه دي خو وخت بدل سوی، د وخت بېرته راویستو لپاره لاس په کاریدل په کار دي ترڅو اخترونه، خوښۍ او خوشحالۍ مو سره یو سي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button