د هلمند فرهنګي وضعيت / پنځمه برخه

د هلمند فرهنګي وضعيت / پنځمه برخه

څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل

پویا مجله

پویا  یوه خپلواکه، خبري، ټولنیزه،فرهنګي، سیاسي او ادبي مجله ده، چي لومړۍ ګڼه يې په ۱۳۸۷ل. کال د چنګاښ میاشتي  پر ۱۳ نېټه چاپ سوې ده، ددې مجلې مسول مدیر او د امتیاز څښتن قاسم جعفري دی دا په هلمند کي لومړنۍ مجله ده، چي ډېری مطالب يې په دري ژبه دي او ددې مجلې په لومړۍ ګڼه کي د پښتو لیکنو چاري د انجینر اشرف واحدي پر غاړه وې. په یاده ګڼه کي محمد تقي اخلاص، نویداحمد نظري، عزیزاحمد شفیع، صفت الله زاهدي، احمدشاه پاڅون او د عکاسۍ په برخه  کي ښاغلی صافی ملګري وه.پویا میاشتنۍ ده، تر (۱۰۰) زیاتي ګڼي پر له پسې چاپ سوي دي د دې مجلې لومړۍ ګڼه پرته له پښتۍ نوره په تور او سپین رنګ کي چاپ سوې ده نسبتآ نورو راتلونکو ګڼو ته د بڼي او شکل له مخي کمزورې ده، خو وروسته وروسته ګڼي يې په ډېر لوړ کاغذ او ښکلي صحافت چاپ او خپرې سوي دي. د پویا لومړۍ ګڼه  ۲۸ مخه لري او نوري ګڼي يې تر ۴۰ او ۶۰ مخونو پوري چاپ سوې ده، دغه راز د يادې مجلې موخه د افغان کلتور او ادب پیاوړتیا ده او تر څنګ يې په لومړۍ او نورو ګڼو کي علمي او تحقیقي مقالي نشر او خپرې سوې دي، پویا مجله د ۲۱* ۲۸ سانتي مترو په کچه په هرات کي د بصیر اسلمي خپروندويې ادارې په مطبعه کي په لوړ کیفت او ښکلې بڼه  چاپیږي، د لومړۍ ګڼي پر لومړۍ پاڼي يې د پلورلو قیمت لس افغانۍ لیکل سوی دی، خو پر  وروسته ګڼو يې قیمت ۲۰ افغانۍ راغلی دی.

د پویا بڼه او محتوا

د پویا مجلې د پیل ګڼي د بڼي له مخي لږ کمزوري وې، خو وروسته يې ګڼي يې په لوړ کاغذ او ښکلي ډيزاین چاپېدلې، پر  پښتۍ يې د بست کلا انځور  راغلی او په هره ګڼه کي د وخت او حالاتو ښکلي انځورونه پر پښتۍ باندې په رنګه او ښکلي ډول ځای پر ځای سوي دي، د پويا د لومړۍ ګڼي پښتۍ په ژړ رنګ کي راغلې ده پر پښتۍ يې  د ژمني موسم یو ښکلی انځوریز عکس راغلی دی د مجلې نوم(پویا) په ډبل ژړ رنګ راغلی تر څنګ يې د بست کلا شیشک په ژړ رنګ  او د لومړۍ ګڼي پر لومړۍ پښتۍ د مجلې د ځينو مهمو سرليکونو نومونه لیکل سوي دي، پر بله پښتۍ يې د لوی اختر مبارکي ورکړل سوې ده او د قربانۍ اختر په مناسبت يې پر یاده پښتۍ یو لنډ علمي او ديني مطلب لیکلی دی. په یاده مجله کي د هر مطلب او موضوع اړوند مناسب انځورونه غوره سوي دي دلته اړینه ګڼم، چي دلومړۍ ګڼي د مطالبو لړ  ولیکم:

د لومړۍ ګڼي لړلیک

۱: تحولات مثبت و منفي در این دور

۲: دولت مصمم است برنابودی خشخاش

۳:حامدکرزی او دده ورکړل سوي ژمني

۴: نمونه هايي از فضایل و سیره فردی رسول اکرم (ص) (قاسم جعفري)

۵: اول شغل سپس ازدواج ( حلال)

۶: عزت نفس و کودکان

۷: جوانی و ارزش آن از دیدګاه اسلام (محمد تقي اخلاصي)

۸: پولها و دولتها (بصیر احمد حسین زاده)

۹: لاله های پژمرده ( قاسم جعفري)

۱۰: یاد یار مهربان آید همی ( به مناسبت ۱۱۵۰ سال تولد رودکی)

۱۱: نکات ظریف ( سلطان محمود و ایاز)

۱۲: ولي د مالوچو کرل په هلمند کي مخ پر کمېدو دي؟ (محمد اشرف واحدي)

۱۳: په هلمند کي د ژمي یخي ورځي او د سپورټ ګرمه لړۍ( صفت الله زاهدي)

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button