دغه راز په دې ولايت کي ١٨ ديني مدرسې دپوهني له رياست سره ثبت دي ، چي پکي٢٠٠٠ طالب العلمان په زده کړو بوخت دي .
لاسي صنايع
هلمند کي لاسي صنايعو هم پوره وده کړې، په دې وروستيو کي ځينو مرستندويه موسسو د خپلو بېلابېلو پروګرامو په مرسته دغلته لاسي صنايعو ته نوره وده هم ورکړه. د هلمند ډيری لاسي صنايع له وړيو، پوستکو او لوخو څخه جوړيږي لکه کوڅۍ،ليمڅي، قاليني، پټوګان «څادر»، خولۍ، جامې، غاړې،پردې،کمپلې، دسترخوانونه،غلبيل،چغل ،ميده بيز،د لمانځه جاى نماز، پړي، چپرکټونه، لاسي د سکولونه، داسونو او اوښانو لپاره د ښکلا او د بارولو وسايل، ګلدانۍ او نور د ښکلا توکي، چي ډېر يې د ښځو او په ځانګړي توګه دکوچيانو له خوا جوړيږي ، چي له ډېرو څخه يې په ورځني ژوند کي ګټه پورته کېږي.(۱۶ – ۲۲مخ)
ورزش «لوبې»
ورزش او لوبي له پخوا زمانونو څخه په هلمندکي دود دي، لکه ، خوسى، ډبره اچول، کبډي،دوره،کيلک دومبک، پټپټانى، مردکي، بوجلي (يابيډۍ )، غېږ نيول،کچه کول، کتار،درې خطى،پچز دغه ډول نوري … چي ډيرى يې په کليو کي دود دي او اوس مهال په ښارونو او کليو کي واليبال ،فوټبال، کرېکټ، باسکيټبال لوبو هم ډېر مينه وال پيدا کړي دي.
په دې ولايت کي دا مهال دوه لوى لوبغالي کرزى او غازي محمد ايوب خان فعال دي، چي دفوټبال ترڅنګ پکي واليبال او کرېکټ لوبې هم کيږي، دغه راز ١٣ کلبونه شته او ٢١ ورزشي څانګي پکي شتون لري، په دغو ټولو اړونده څانګو کي يوازي په مرکزلښکرګاه کي ٥٨٤٩ لوبغاړي ثبت او راجستر دي او تر دې ډېر شمېر په ولسواليو کي پرته له دې ، چي راجستر سوي، په لوبو بوخت دي.(۱۶ – ۲۳مخ)