د هلمند فرهنګي وضعيت / اوومه برخه

د هلمند فرهنګي وضعيت / اوومه برخه

څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل

لوی کندهار مجله

د لوی کندهار مجلې لومړنۍ ګڼه زما سره له ډېره وخته خوندي وه او تر نوم لاندي يې (خپلواکه،علمي، کلتوري او ټولنیز مهالنۍ خپرونه) لیکل سوي دي.د لوی کندهار دغه ګڼه د ۱۳۸۸ل. کال د چنګاښ په میاشت کي چاپ او خپره سوې ده.

د یادې مجلې امتیاز د لوی کندهار د محصلینو  د ټولني دی، مسول مدیر يې محمد هاشم نوراني او د کتني په برخه کي انجینر محمد داود فرهنګ، نعمت الله ځار، انجینر عصمت الله سلطاني، څارنوال غلام فاروق او ډاکټر بریالی میوندوال همکاره دي. د لوی کندهار مجله درې ګڼي پر له پسې چاپ سوې ده او وروسته د مالي او ځینو نور ستونزو له امله له چاپه پاتي سوې ده، خو د یادي مجلې مسولین بیاځلي د چاپ او نشر خبرداری ورکوي. د لوی کندهار د لومړۍ ګڼي لګښت او مالي مصرف د هلمند پخواني والي او د مشرانو جرګې اوسني سناتور الحاج شیرمحمد اخندزاده ورکړی دی او د مجلې په پای کي يې له نوموړي څخه مننه  هم کړې ده.

 نوموړې مجله پر هلمند سربیره د افغانستان او له هېواده بهر په ډېرو نورو هېوادونه ته رسېدلې او په هر ټاکلي هېواد کي يې خپل استازی درلوده. لوی کندهار د مشرق مطبعې له لوري چاپ سوې ده.

د لوی کندهار بڼه او متن

د لوی کندهار مجلې لومړۍ ګڼه د رنګه پښتیو پرته د ۴۲ مخونو په درلودلو په ټيټه درجه کاغذ کي چاپ سوې ده. د وقايي لومړي او څلورم مخونه رنګه او یو شمېر عکسونه ورباندي راغلي دي. د يادې مجلې پر لومړۍ پښتۍ د مجلې نوم په زرغون رنګ ښکلی لیکل سوی دی او لاندي يې د پښتو ژبي د نوموتي لیکوال عبدالروف بېنوا عکس راغلی،  بل څنګ ته يې د خرقې مباري عکس ځای پر ځای سوی دی او لاندي یې د امریکا د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش کوچنی راغلی چې لاندي يې دا جمله لیکل سوې ده ( د امریکا تر ټولو پیکه ولسمشر) او همدا رنګه د مجلې له منځپانګې څخه د یو شمېر مهمو سرلیکونو یادونه هم راغلې ده او په دوهم مخ کي  د مجلې ځانګړني ، د مطالبو لړلیک راغلی او د مجلې د شمېرو د پیل په لومړي مخ کي د ( د ځوانانو تاریخي مسولیت) تر نامه لاندي د ادارې له لوري سرلیکنه لیکل سوې ده. په نوموړې مجله کي ټول ۲۱ بېلابېل ادبي، فرهنګي، اسلامي او ټولنیزي مقالې او لیکني راغلي دي. په دې مجله کي د شعر او شاعري برخي ته په ۲۳ پاڼه کي ځای ورکړل سوی او څلور بېلابېلې غزلې پکې راغلي دي، د غزلو برخه يې د جهاني صاحب په مشهور شعر چي عنوان يې ( زما کندهاره) دی پیل سوې ،درې نوري بېلابېلی غزلي په دې برخه کي راغلي دي.

ددې مجلې ټول مطالب په پښتو ژبه دي او د لومړۍ ګڼي د محتوا سرلیکونه يې په لاندي ډول دي:

۱: سرلیکنه ( اداره)

۲: د لوی کندهار علمي، فرهنګي، او کلتوري ټولنه ( نعمت الله زهیر)

۳: په اسلام کي د اخلاقو مقام ( پوهنمل شیرزاد عزیزي)

۴: خپله ژبه هم کلا ده هم بلا ( عبدالروف ځلاند

۵: سیاست د اسلام له نظره ( سلطان شاه صفاري)

۶: د روسي تیري پر مهال د افغانستان نړیوال حقوقي شخصیت (امان الله ایمان)

۷: د ټاکنو ویروس طالبان که کاندیدان؟ (حبیب الله عزیز فرمان)

۸: د امریکا تر ټولو پیکه اولسمشر(غمی)

۹: ملي جبهه د ماتي پر کنډو (لقمان)

۱۰: یوه چوکۍ او څلویښت کاندیدان ( ګل اغا احمد وردګ)

۱۱: استاد عبدالروف بېنوا (عبدالودود هجران)

۱۲: نن مي د یار سترګي یادیږي ( شعرونه)

۱۳: د پښتو یاګاني ( محمد اسماعیل یون)

۱۴: اوسني پښتو شعر کي د ښځینه وو ونډه ( هارون حکیمي)

۱۵: خوږې خبري (عبدالظاهر یارمل) 

۱۶: یووالی او اتقاق ( عبدالصمد توخی) 

۱۷: موړ د وږي په حال څه خبر دی (انجینر سید فرید آغا)

۱۸: اها! خپله ځلا مي کړه کړه ( لنډه کیسه ډاکټر محمد صابر)

۱۹: خوب یعني څه؟ ( ژباړه احمد شاه پاڅون)

۲۰: پس له مرګه ژړا ( نبي الله امېل)

۲۱: نشه یي توکي او د هغوی ضررونه (عبدالرازق علیزی)

 

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button