د هلمند فرهنګي وضعيت / اتمه برخه

د هلمند فرهنګي وضعيت / اتمه برخه

څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل

بست پوهنتون مجله

بست پوهنتون مهالنۍ مجلې لومړۍ ګڼه د ۱۳۹۳ ل ل. کال د مرغومي پر دوهمه نېټه  خپره سوه.دا مجله په هلمند ولایت کي د یوه خصوصي پوهنتون له لوري په ډېر لوړ کیفیت اورنګه بڼي  چاپیږي، د امتیاز څښتن یې  بست د لوړو زده کړو موسسه ده،  مسول مدیر يې دهلمند پوهنتون د ارواپوهنې استاد پوهیالی عبدالمناف فردین دی او د کتني په برخه کي نوراحمد اېمل اوع فردین مسولیت لري، د یادي مجلې ډیزاین په کابل کي ښاغلي احمد شاه امیري کړی دی  د مجلې مالي لګښت ورکونکې د بست پوهنتون اداره ده. 

بست پوهنتون مجله د لوړو زده کړو وزارت له لوري  د( ۴۴ ثبت په۴/۲/۹۱ ۱۳ ل. )نېټه جواز تر لاسه کړی او له دولت سره ثبت سوې او همدا رنګه يې د ايسیا له دفتر څخه د (۴۱۲۷۴-D) شمېره خپل د فعالیت جواز تر لاسه کړی دی.

بست پوهنتون مجله په هلمند کي یوازنۍ مجله ده، چي په ډېر لوړ لګښت او قوي صحافت سره له چاپه راوځي. یاده مجله تر دې دمه دوې ګڼي چاپ سوې، چي لومړۍ ګڼه يې د (۶۲) مخونو په درلودلو چاپ اوخپره سوې او دوهمه ګڼه يې د(۸۵) مخونو په لرلو په ۱۳۹۳ل. کال د سلواغې پر ۲۵ چاپ او خپره سوې. بست پوهنتون مجله په وړیا ډول ویشل کیږي، چي ديری مجلې يې ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو علمي مرکزونو ته ورکول کیږي.

 په دې مجله کي د پوهنتونونو د استادانو، د هېواد مشهورو لیکوالانو، محصلانو او هلمندي فرهنګیانو علمي، ټولنیزي او فرهنګي مقالې  خپريږي. یاده مجله په ډېر لوړ کاغذ ټوله رنګه چاپیږي او د هر موضوع او لیکني اړوند ښکلي دوه یا درې انځورونه لري، د مجلې د مسول په وینا دوی هڅه کوي دا مجله په ډېرو لوړو علمي او فرهنګي مقالو ښکلې او رنګینه وساتي او د هېواد په کچه يې سیالۍ ته وړاندي کړي، تر کومه چي ما د مجلې منځپانګه کتلې د عبدالغفور لېوال، اسدالله غضنفر، اجمل ښکلي، ګل رحمن رحماني، شریف الله دوست، بصيرالحق عادل او نورو  ډېرو استادانو، محصلانو، او فرهنګیانو علمي، ادبي، فرهنګي، اقتصادي، ټولنیزي او سیاسي لیکني راغلي دي. یاده مجله د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو ته لیږل کيږي او ډېره برخه یې په هلمند کي ویشل کیږي. د عبدالمناف فردین په وینا:(د لومړۍ ګڼي تر چاپ څو ورځي وروسته د مجلې د لاښه والي په موخه یوه د مخکتني غونډه جوړه سوه، چي د هلمند په کچه تکړه لیکوالانو، فرهنګیانو، د بېلابېلو پوهنتونو استادانو او د مختلفو مجلو چلونکو پکي برخه درلودله، په یاده غونډه کي د مجلې پر ځينو برخو بحث وسو او په دوهمه ګڼه کي تېري تیروني اصلاح او په لوړ کیفیت له چاپه را ووتل)

د بست پوهنتون متن او محتوا

لکه مخکي چي مو وویل، بست پوهنتون مجله د بڼي له مخي په ډېر لوړ کیفیت او ښکلي ډيزاین چاپ سوې، یاده مجله له پښتیه نیولې تر وروستۍ پاڼي په ډېر لوړ کاغذ او رنګه ډول چمتو او ډيزاین سوې ده. د مجلې پر ښی اړخ د مجلې نوم په ښکلي نستعلیق لیک لیکلی سوی او تر نوم لاندي ( د بست پوهنتون مهالنۍ مجله او لاندي يې د چاپ او خپرېدو ټاکلې نېټه لیکل سوې ده) د لومړۍ ګڼي پر پښتۍ د پوهنتون د پرانستېدو یو ښکلی انځور راغلی او تر هغه لاندي د مجلې د ځينو اړینو موضوعاتو سرلیکونه لیکل سوي دي، د مجلې په لومړۍ ګڼه کي لږ موضوعات هلمند ته ځانګړي سوي وه، مګر په دوهمه ګڼه کي تر ۵۰ سلني زیات موضوعات د هلمندي لیکوالانو لیکنو او هلمند ته ځانګړي سوي دي. د بست مجلې پیل د بست پوهنتون د رئیس په پيغام سره کیږي او وروسته د مسول مدیرله لوري ورباندي یوه سرمقاله لیکل سوې او مجلې اصلي پیل په یوه اسلامي لیکنه( انتخابات د اسلام له نظره) کیږي په مجله کي ټول موضوعات په دې ډول ځای پر ځاي سوي دي( اسلامي، سیاسي، اقتصادي، روانپوهنه، ادبیات، ټولنیزي، نړۍ او پرمختګ او سپورت) ددې مجلې ۹۰ سلنه لیکني په پښتو ژبه دي او تر ځنګ يې یو شمېر مقالې او د ادبیاتو په برخه کي یو شمېر شعرونه په دري ژبه دي. ددې مجلې علمي پانګه درنه ښکاري او ځيني ځيني څېړنيزي او فرهنګي قوي لیکني هم لري په یاده مجله کي د پښتو ژبي د فيلسوف شاعر خان غني خان ژوند او هڅي دده د تلین د نېټې سره سم چاپ سوي دي. په یاده مجله کي د شعر او ادب برخه هم ځانګړې سوې ده، چي په هغه کي د بېلابېلو شاعرانو او ادبي نثر لیکونکو کلامي بېلګي راغلي دي، چي دا برخه د لومړي ګڼي په ۳۹ مخ کي او په دوهمه ګڼه کي  د (شعر او ادب) تر ځانګړي عنوان لاندي په ۵۳ مخ کي راغلې ده. د لومړۍ ګڼي د پښتۍ پر شا د نوي کال مبارکي د هېواد په دواړو رسمي ژبو لیکل سوې ده او د شا پښتۍ پر بل اړخ د ځينو ولسي ځوانانو نظریات دټاکنو په اړه راخستل سوي او ددوی له انځورونو سره یو ځای چاپ سوي دي.

دا چي یاده مجله تر دې دمه دوې ګڼي چاپ سوې نو دا لازمه   بولو، چي په مسلسل ډول د دواړو ګڼو موضوعات د لیکوالانو له نوم سره لاندی ذکر کړو:

۱: د بست مجلې د خپرولو په مناسبت پیغام( احمدجان پوپل)

۲: سرمقاله ( پوهیالی عبدالمناف فردین)

۳: بست د لوړو زده کړو موسسه ( لنډه پېژندنه)

۴: انتخابات د اسلام له نظره ( صالح محمد)

۵: قران او روانپوهنه ( پوهیالی عبدالمناف فردین)

۶: اسلامي ورورولي( محمد یوسف ساحو)

۷: اسلامي بانکوالي ( شفیع الله غوثي)

۸: اسلامي حجاب ( بشیراحمد صافی)

۹: اسلامي میتودلوژي: (مولوي عبدالحمید هلمندی)

۱۰: نشنلیزم څه شی دی؟ ( اباسیند نظرزی)

۱۱: زما ټاټوبی ( شاولي سلطان)

۱۲: د افغانستان پولي واحد(افغانۍ) راتلونکی (لعل جان صافی)

۱۳: سود ( فرید احمد نورزی)

۱۴: شعور څه شی دی…( پوهیالی نوراحمد اېمل)

۱۵: د ځان رسولو هنر( خلیل تسل)

۱۶: زموږ د شعر اوسنۍ کره کتنه ( اسدالله غضنفر)

۱۷: خوشحال او پسرلی ( ګل رحمن رحماني)

۱۸: غني خان او شاعري ( بصیرالحق عادل)

۱۹: منظمه مطالعه ( اجمل ښکلی)

۲۰: څلور ښکلي غزلي( بېلابېل شاعران)

۲۱: ابوریحان البیروني ( حمیدالله حمیدي)

۲۲: فکري ازادي ( حضرت شاه احمدزی)

۲۳: څوک دی؟ (حشمت الله ننګ)

۲۴: ځوانانو ته ۱۲ مشورې ( رحمت الله الفت)

۲۵: غوره ویناوي ( حزب الله محمدي)

۲۶: د کمپیوټر د ډيټا او معلوماتو د ساتلو لپاره اوه په زړه پوري حل لاري ( انجینر حبیب شاه تړون)

۲۷: ګوګل ۱۸ کلن سو( فریداحمد درانی)

۲۸: د ۲۰۱۳م کال د درجه بندۍ له مخي د نړۍ ستر پوهنتونونه(پرمختګ ویپاڼه)

۲۹: سمسونګ، ایپل او نو … په یوه ثانیه کي څومره ګټه لري ( پرمختګ ویپاڼه)

 ۳۰: سپینه ماڼۍ سپینه نه وه ( //)

۳۱: په ۲۰۱۳م کال کي په نړۍ کي تر ټولو شتمن کسان

۳۲: د محصلانو لپاره په نړۍ کي ښه ښارونه

۳۳: د کابل او نړۍ د سترو ښارونو تر منځ واټن

۳۴: په افغانستان کي د کرکيټ چټګه وده او دې هېواد ته د نړیوالو پاملرنه

۳۵: انتخابات د خلکو له نظره

د ددوهمي ګڼي سرلیکونه:

بست پوهنتون مجله دوهمه ګڼه لومړی کال، دوهمه ګڼه د ۱۳۹۳ ل. کال د لوي میاشت

۱:سرمقاله ( پوهیالی عبدالمناف فردین)

۲:د ملي وحدت د لاري خنډونه(اسدالله غضنفر)

۳: د ډيورنډ معاهده ( شاولی سلطان)

۴:د قندي نباتاتو خوړنیز غذايي او اقتصادي ارزښت(څېړنپوه محمد قسیم مراد)

۵: بانک: (ناظم احمد نومیالی)

۶: د هلمند د رود هایدرولوجي( پوهیالی غلام یحیي څرګند)

۷: د هلمند د ماشومانو رواني حالت ته یوه لنډه کتنه( عبدالمناف فردین)

۸: د ښوونکي پيداکوژیکي مهارتونه ( پوهیالی بشیراحمد بابازوی)

۹: ګويته او د اسلام سپېڅلی دین ( نوراحمد عایل)

۱۰: د اسلامي ښووني او روزني د نظريې حقیقت ( مولوي عبدالحمید هلمندی)

۱۱: د اسلامي تفکر له مخي د اقتصاد علم ځیني بنسټيزو برخو ته یوه ځغلنده کتنه(معراج الدین متوسیم)

۱۲: علت افزایش بلاها( طبیه جعفري)

۱۳: نړۍ او موږ( وارث ب، ف)

۱۴: د خوشحالۍ راز( عاقله داوري)

۱۵: فیثاغورث دانشمند بزرګ در عرصه ریاضیات

۱۶: د کتاب نړیواله ورځ (الحاج عبدالعزیز فراهي)

۱۷: منشور کوروش( انتون چخوف)

۱۸: ټولینزي رسنۍ( ګربت ویب پاڼه)

۱۹: ادبیات او اروايي سوله ( عبدالغفور لېوال)

۲۰: په ادبي اثر کي د فکر او پیغام مسله ( ګل رحمن رحماني)

۲۱: یو علمي او څېړنيز اثر څنګه ولیکو؟ ( نوراحمد اېمل)

۲۲: لابراتواري معاینات لنډه کیسه ( اغا محمد قریشي)

۲۳: اوس د خپل کلي په کوڅو کي لنډه کیسه ( جاوید خان امیري)

۲۴: شعر او ادب ( د بېلابېلو شاعرانو شعرونه)

۲۵: د غرب ښخي له عصري ارايش څخه لاس اخلي ( صدیقه داوري)

۲۶: زموږ هم خدای شته (بصیرالحق عادل)

۲۷: تیاره کوټه ( احمدشاه پاڅون)

۲۸: انټرنیټ از موبایل به لپ تاپ

۲۹: هغه عادتونه چي مغزو ته زیان رسوي( خوشحال تایب)

۳۰: چګونه فیسبوک را خصوصي بسازیم؟

۳۱: نقش مبایل در دنیای کودکان

۳۲: په نړۍ کي د پولیسو تر ټولو قیمتي موټران

۳۳: د هلمند بست له (۳۴۰۰) کاله مخیني سره (شریف الله دوست)

۳۴: د هلمند لو ادې مهذبه ښځه مهذب زامن  زېږوي ( محمد شفیق ژمن)

۳۵: ځيني سپورټي لوبي لنډي ـ لنډي معرفي سوي

۳۶: سالم او مضر نیشنلیزم ( رحماني)

نور په بله برخه کي. . .

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button