د هلمند د سقوط دروغجن تبلیغات

د هلمند د سقوط دروغجن تبلیغات

سیدعبدالله پاچا

د هلمند له جګړې وړاندې د طالبانو او د پاکستان د ای ایس ای مستعارو اکاونټونو بد تبلیغات وکړل چې ګنې د هلمند د سقوط او سختې جګړې لپاره پلان نیول شوی دی.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هیڅ د طالبانو له جګړې او بریدونو غافله نه دي، خو دا چې طالبان غواړي خلک وارخطا کړي او عمومي وضعیت خراب وښيي د دې لپاره یې مخکې له مخکې تبلیغات وکړل.

د هلمند په څو ولسوالیو او مرکز لښکرګاه کې له برید سره یو ځای طالبانو خپل تبلیغات زیات کړل او د دې تبلیغاتو لپاره یې ځینې رسنۍ او فعالان هم تر خپل تاثیر لاندې راوستل چې ګنې مرکز لښکرګاه سقوط کوي.

طالبانو یواځې وارخطايي جوړوله، دا کار یې د دې لپاره کو چې مخکې له مخکې خلک له طالبانو وډار شي، وضعیت پیچلی او ستونزمن شي چې دوی پکې چټک پرمختګ وکړي.

په دې کې شک نشته چې طالبان د تبلیغاتو برخه کې یو څه بریالي شول چې عمومي وضعیت یې د مرکز لښکرګاه خراب وښودل.

خو کله چې مازیګر مهال کمانډو ځواکونه هلمند ته ورسیدل او طالبان یې پسې واخیستل، هر څه ارام شول او د طالبانو تبلیغاتو نتیجه هم صفر شوه.

مازیګر مهال چې کله د طالبانو له جګړو خلکو کورونه بار کړل او مرکز لښکرګاه ته یې مخه کړه، په ډير سخت وضعیت کې و، د خواله رسنیو کاروونکو دا عکسونه لاس په لاس کړل چې د طالبانو د وحشت اصلي تصویر یې ښوده.

د روژې مبارکه میاشت چې د برکتونو، رحمتونو او مغفرت میاشت ده، طالبانو د هلمند په خلکو باندې اور ګرځولې ده.

د مالوماتو له مخې یواځې تیره ورځ ۱۰۰۰ کورنۍ د هلمند له جګړې بې ځای شوي او مرکز لښکرګاه ته یې خوندی سرونه ویستلي دي.

طالبان د خلکو کورونو کې ناست و، خلکو ته یې ویل چې کورونه پریږدي، دوی جګړه کوي، نو خلک مجبور شول چې کورونه یې طالبانو ته پريښودل او هغوی پکې پټنځایونه ونیول.

خو د شپې ناوخته کمانډو ځواکونه په دې ترهګرو پسې ووتل او یو یو یې له کورونو وویستل، ووژل او ونیول.

تاسو د تبلیغاتو تر اغیز لاندې مه راځئ، طالب د کمانډو ځواکونو پروړاندې هیڅ هم نه دی، طالب یواځې وحشت کوي، له دې هدف دا وي چې خلک وارخطا شي، نور په طالب کې هیڅ داسې ځواک نشته چې زموږ ځواکونو ته ماتې ورکړي.

طالب چې لکه د غزني، کندز او فراه سقوط کې شرمیدلی و، داسې به د هلمند سقوط کې هم شرمیدلی وي او وشرمیده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button