د هدفی وژنو تر شاه

سید عبید الله نادر

د اوضاع او حالاتو څخه په دې ورځو کې داسي ښکاري ، چې د دې هدفی وژنو تر شاه یو خو نور مقاصد پټ دي ، او د بلي خوا دا کرائی قاتلان او ترهګر په خپله افغانستان کې ځالي لري ، یعنی د دولت په دستګاه کې ور ننوتي،نو ځکه هر سهار چې د خوبه پاڅو نو اورو چې یو کس یا څو کسه په مقناطیسی بمونو الوزول شوي ، او یا په ډزو وژل شوي ،د داسو کړنو باید ډیر ژر مخه ونیوله شي ،د دې بار بار تکراریدل داښیی ،چې د پاکستان ، او دهغوی د استخباراتی کړیو دا پلان دی ، چې حکومت او چارواکي ضعیف وښايي ،او خلک د حکوت او چارواکو په وړاندی بی اعتباره کړي ، بل امنیت ډیر خراب وښاي ، خو په هر زمان او هر وخت کې د هرې ستونزی لپاره علاج شته ،د دي ستونزو سره ډیر د دنیا خلک مخ شوي ، خو په خپل تدبیر سره یې مهار کړي ،د دې مسئلو د حل د پاره ، او د دښمن د قاتلانو د پل د رسیدو د پاره په کار ده ، چې د نیول شوو کسانو څخه پوره تحقیق وشي ، او په آسانه خوشی نشي ،او د دوی سر چینې ښکاره شي ، خو متآسفانه چې تر او سه دا کار نه دی شو ی ،او ثبوت یې هم همدا هدفی وژنۍ دي ، چې هره ورځي تر سره کیږي ، د دي اجرتي قاتلانو خاطر هم جمع دی ، او پوهیږي چې مونږ د ګرفتارۍ سره سم نه وژل کیږو ، او تکلیف هم موږ ته نه راکول کیږي ،نو په کار ده چې د دوی د پل د پیدا کولو د پاره مسلکي کسان په کار وګمارل شي ، او استخبارتی مسلکي کسان هم په کار واچول شي ،

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button