د نیلسن مندیلا پنځوس پخې خبرې

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ هره ورځ سهار په ځنګله کې هوسۍ له خوبه را ویښېږي، چې پوهېږي له زمري څخه باید چټکې منډې ووهي، تر څو د هغه خوراک نه شي او زمری په دې پوهېږي، چې باید له هوسئ څخه تېزې منډې ووهي، ترڅو وږی پاتې نه شي . مهمه نه ده، چې زمری یا هوسئ واوسې، مګر له هر لمر خاته سره، په ټول توان منډې وهلو چمتو واوسه .

۲ ـــ مهمه دا نه ده، چې ښکلی واوسې، بلکې ښکلا په دې کې ده، چې مهم واوسې حتا د یوه کس له پاره .

۳ ـــ کوچنی اوسه او مین، ځکه چې مینه ستا د سترولو په قانون ډېره ښه پوهېږي .

۴ ـــ موږ هم سالم ذهن او هم سالم زړه ته اړتیا لرو، د ژوند پرتمینتوب دا نه دی، چې هېڅکله په ګونډو نه شو، بلکې په دې کې دی، چې له هر ځل غورځېدلو وروسته بېرته را پورته شو .

۵ ـــ ژوند حیرانوونکی دی، که یوازې په دې پوه شئ، چې څه ډول ژوند وکړئ .

۶ ـــ په خپلو شکونو باور مه کوه او په خپلو باورونو هېڅکله شک .

۷ ـــ بریا پرمختګ دی، نه د پای ټکي ته رسېدل .

۸ ـــ پرېږده، چې مینه ستا ځانګړتیا وي، نه له چاسره ستا ځانګړې اړیکه .

۹ ـــ زوړرتیا د نه وېرېدلو مترادفه کلمه نه، بلکې زړورتیا په وېره باندې د غلبې په مانا ده.

۱۰ ــــ هغه څه چې کولای شئ له نیلسن ماندیلا څخه یې زده کړئ :

په ژوند کې چې هرڅه را مخته شول : د غوسې پرځای مهرباني . د کرکې پرځای مینه او د غچ پر ځای بښنه وټاکئ .

۱۱ ـــ ښه ماغزه او ښه زړه، تل یو ځواکمن ترکیب دی .

۱۲ ـــ زه له نژاد پالنې سره مخالف یم، ځکه هغه وحشیانه چلند ګڼم، که د تور پوټکو له خوا وي او که د سپین پوټکو له خوا .

۱۳ ـــ د آزادۍ په لور هېڅ آسانه لاره شتون نه لري، موږ باید د مرګ له سیورو ډکې درې څخه تېر شو، ترڅو د خپلو غوښتنو لوړې څوکې ته ورسېږو .

۱۴ ـــ که چېرې غواړئ، چې له خپل دښمن سره سوله وکړئ، نو باید له هغه سره کار وکړئ، په دې توګه به له خپل دښمن سره شریک شئ .

۱۵ ـــ خپل سر نوشت په خپل لاس لیکم .

۱۶ ـــ کله چې انسان کوم کار ترسره کوي او ګومان کوي، چې دنده یې د خپل هېواد او خلکو له پاره ده، نو کولای شي، چې په آرامه ویده شي .

۱۷ ـــ آزادي له لاس و پښو څخه د ځنځیرونو په غوڅولو نه خلاصه کېږي، بلکې آزادي د نورو آزادۍ ته درنښت لرلو ته هم اړتیا لري .

۱۸ ـــ بښنه کووم، خو هېروم یې نه .

۱۹ ـــ کینه دې ورته ده، چې زهر وڅکې او هیله من واوسې، چې دښمنان به دې ووژني .

۲۰ ـــ په انسان کې ښېګڼه د لمبې په څېر ده، چې کولای شي پټه پاتې شي، خو هېڅکله نه خاموشه کېږي .

۲۱ ـــ موږ باید له وخت څخه په هوښیارۍ ګټه واخلو .

۲۲ ـــ که ټاکل شوې وې، چې وینې په وینو ووینځو، نو بد مرغه کېږو، بښنه وکړو، خو هېر یې نه کړو .

۲۳ ـــ د دوستۍ پایښت له متقابل پوهاوي سره تړاوي لري .

۲۴ ـــ غوره انساني خوند دا دی، چې وپوهېږي، نسل ترې پاتې دی، مګر تر هر شته خوند غوره حس دادی، چې وپوهېږي د کورنۍ مسوولیت ور په غاړه دی او هر فرد کولای شي، چې له دې خوند څخه برخمن شي .

۲۵ ـــ زه باور لرم، چې موږ د هغو کارونو مسوول یو، چې ترسره کوو یې، د دې په نه پام کې نیولو سره چې څه احساس ولرو .

۲۶ ـــ له الله (ج) څخه مې وپوښتل : څنګه کولای شم، چې غوره ژوند وکړم ؟

خدای (ج) ځواب را کړ : تېر وختونه دې پرته له خواشینۍ ومنه . اوس دې په اعتماد سره تېر کړه او له وېرې پرته راتلونکې ته چمتو شه . ایمان دې وساته او وېره دې لرې وغورځوه . په خپلو شکونو باور مه کوه او هېڅکله په باورونو دې شک . ژوند حیرانوونکی دی، یوازې که پوه شې، چې څه ډول ژوند وکړې .

۲۷ ـــ باور لرم، ښایي دوه کسان په دقیقه توګه یوه څیز ته وګوري او په بشپړه توګه دوه بېلابېل څیزونه وویني .

۲۸ ـــ هغو میلیونونو انسانانو ته، چې د افریقا په سویل کې ژوندي کوي او هغو کسانو ته چې لیدلي مې دي او پېژنم یې، زما وړاندیز دا دی، چې د خپلې دوستۍ په ارزښت پوه شي او ډېره مینه وکړي .

۲۹ ـــ زه باور لرم، چې زموږ دوست که هر څومره ښه او صمیمي وي، نو یو وخت به زموږ د خواشینۍ لامل شي او موږ باید هغه وبښو .

۳۰ ـــ نر په دې هیله له ښځې سره واده کوي، چې ښځه هېڅکله بدلون ونه کړي، ښځه په دې هیله له نر سره واده کوي، چې په نر کې یوه ورځ بدلون را منځته شي او تل دواړه ناهیلي کېږي .

۳۱ ـــ زه باور لرم، چې تل دا بسنه نه کوي، چې د نورو له خوا وبښل شو، کله وخت باید زده کړو، چې خپله هم خپل ځان وبښو .

۳۲ ـــ رښتینې ملګر تیا به خپلې ودې ته دوام ورکړي، حتا په لرې واټنونو کې . رښتینې مینه هم دې ورته ده .

۳۳ ـــ باور لرم، که چېرې زه خپل لید لوری او فکري کړنلاره کنټرول نه کړم، نو هغه به په ډېرې آسانۍ ما په خپل کنټرول کې راولي .

۳۴ ـــ هغه ستاینلیکونه او تقدیر نامې، کومې چې په دېوالونو باندې را ځړول شوي، موږ ته درنښت او وقار نه شي را کولی .

۳۵ ـــ زه باور لرم، چې موږ کولای شو، په یوه شېبه کې داسې کار ترسره کړو، چې د ټول عمر له پاره مو زړه ودردوي .

۳۶ ـــ هغه کسان چې تر ټولو زیاته مینه ورسره لرم، ډېر ژر به را نه واخیستل شي .

۳۷ ـــ باور لرم، له هغو کسانو سره باید په ښکلو دوستانه کلمو او الفاظو مخه ښه وکړم، کوم چې د زړه له کومې ورسره مینه لرم، ځکه چې ښایي دا وروستی ځل وي، چې هغوی وینم .

۳۸ ـــ کېدای شي زموږ ژوند د څو ساعتونو په لړ کې د هغو کسانو په وسیله چې حتا نه یې پېژنو، بدلون ومومي .

۳۹ ـــ زه باور لرم، کله وخت چې غوسه یم، حق لرم چې غوسه واوسم، مګر دا ماته دا حق نه را کوي، چې ظالم او بېرحمه واوسم .

۴۰ ـــ نباید د یو راز د کشف له پاره ډېره پلټنه وکړو، ځکه چې کېدای شي د تل له پاره زموږ ژوند ته بدلون ورکړي .

۴۱ ـــ باور لرم، کله وخت له ځینو کسانو څخه دا هیله لرو، چې د پریشانۍ او کمزورتیا پرمهال به ګوزار راکړي، خو زموږ مرستې را دانګي او ژغوري مو .

۴۲ ـــ پوخوالی د هغو تجربو په ډولونو پورې او هغه څه مو چې ترې زده کړي تړاو لري، تر دې چې څو ځله مو د زېږون جشن نیولی .

۴۳ ـــ زه باور لرم، صرفنظر له دې چې زړه مو څومره مات شوی، دنیا به زموږ د غم او خپګان په خاطر خپل حرکت ونه دروي .

۴۴ ـــ ډېر وخت ته اړتیا ده، ترڅو هغه ډول شخصیت شم، چې غواړم یې .

۴۵ ـــ باور لرم، د خلکو په منځ کې تر ټولو خوشاله کس هغه څوک نه دی، چې غوره څیزونه لري، بلکې هغه څوک دی، چې له خپلو شته څیزونو څخه غوره ګټه واخلي .

۴۶ ـــ هېڅ څیز له ماشومانو سره د یوې ټولنې د چلند د څرنګوالي په څېر د هغې ټولنې عزت نه څرګندوي .

۴۷ ـــ باور لرم، اتل هغه څوک دی، چې هر کار په خپل وخت ترسره کړي، د پایلو په نه پام کې نیولو سره .

۴۸ ـــ زده کړه تر ټولو ځواکمنه وسله ده، چې کولای شئ د نړۍ د بدلون له پاره ترې ګټه واخلئ .

۴۹ ـــ که چېرې له یو چا سره په ژبه خبرې کوئ، متوجه کېږي چې ستاسو خبرې یې په سر کې کېني . که چېرې د هغه په ژبه خبرې کوئ، نو ستاسو خبرې یې په زړه کې کېني .

۵۰ ـــ د یوې لوړې څوکې له فتحه کولو وروسته په دې پوهېږئ، چې د فتحه کولو له پاره بې شمېره نورې لوړې څوکې هم شتون لري .

نور ښکاره کړئ
Back to top button