د نړۍ ځينې مشهور ځنګلونه

ریاض مقامزی
ځنګلونه د طبيعت د ښکلا تر څنګ د بشري ژوند د دوام لپاره هم خورا اړين دي. همدارنګه د فرنېچر، سون توکو، د اکسیجن تولید او نورو برخو کې د بشر اړتياوې پوره کوي. په دې لیکنه کې به تاسو د نړۍ ځينې مشهور ځنګلونه په لنډ ډول وپېژنئ.

تونګا
تونګا د امریکا تر ټولو لوی او ملي ځنګل دی. یاد ځنګل د امریکا په یخه سیمه “الاسکا” کې پروت دی. ددې ځنګل د توجه نقطه د هغه پراخوالی دی. ددې ځنګل د پراخوالي اندازه تقریبا “۶۹” زره کیلو متر مربع دی.

ګرېټ بیر “Great Bear”
ګرېټ بیر یو له هغو ګوتو په شمار ځنګلونو څخه دی، چې له بشري لاسوهنو لرې پاتې دی. ياد ځنګل د سلګونه ډولو حېواناتو کور دی. په دې ځنګل کې د یېږې (خرس) داسې ډولونه هم ژوند کوي، چې نسل یې د ورک کېدو له خطر سره مخ دی. ددې ځنګل د ښکلا لوی لامل دا دی، چې د سمندر او غرونو ترمنځ واقع شوی دی.

ګنګو
د ګنګو ځنګل د استوا کرښې ته نږدې پروت دی. له آمازون وروسته د نړۍ دویم لوی ځنګل دی. باید ووایو چې په دې ځنګل د مرغانو او وحشي حېواناتو ګڼې نوعې ژوند کوي.

امازون
امازون د نړۍ تر ټولو ستر ځنګل ګڼل کېږي. دومره مشهور دی، چې نږدې ټوله نړۍ يې له نامه سره بلده ده. دا ځنګل د جنوبي امریکا، برازیل، پيرو او کلمبیا هېوادونو ځينې برخې په بر کې نیسي. پراخوالی یې دومره ډېر دی، چې آن ځينې برخو ته یې تر اوسه هېڅ انسان نه دی تللی. یوازې له هوا څخه د کيمرو په واسطه یې انځورونه اخیستل شوی دي.

سونداربانس
دغه ځنګل د بنګله دېش او هندوستان هېوادونو ترمنځ پروت دی. په بنګالي ژبه کې “سونداربانس” د ښکلي ځنګل په معنا ده. دا ځنګل د ښکلو طبیعي مناظرو له کبله ډېر مشهور دی او د نړۍ پام یې ځانته اړولی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button