د نړۍ لسو مشهورو کسانو د بریا راز

لیکته: محمدشفیق شرفزی

لیکته: محمدشفیق شرفزی
ویل کېږي، چې ناکامي د کامیابۍ په طرف لمړنی قدم دی. آیا، کله مو ددغه مقولې د اصلي روح په پوهېدلو غور کړی؟ هغه خلک چې په ژوند کې یې ناکامي لیدلې وي او بیا هم هیلې نه بایلي، نو بریالیتوب یې تقدیر بدلوي. هغه خلک، چې پدې راز پوه نه دي، هېڅکله به بریا د هغوی ور ونه ټکوي.
(پیټر اېتنز) یو نوموتی امریکایي غره ختونکی دی، هغه د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې (ایورسټ) غره ته د اوه ځله بریالي ختلو اعزاز لري. هغه وایي، “ما د ایورسټ د غره ختلو لمړي څلور ځله له ناکامو هڅو دا زده کړل، چې د هرې ناکامۍ ترشا د کامیابۍ دروازه ده، ناکامي د بریالیتوب بله موقع درکوي”. هغه پدې ترتیب خپل ټیم ته لارښوونه کوي او په ۱۹۹۰ کال کې داسې کم ازمایل شوې لاره غوره کوي، چې په نتیجه کې لمړنۍ بریا خپلوي.
د نړیوال مشهور کتاب You Can Win لیکوال (شېو کهیرا) یو مشهور قول دی “بریالي خلک کوم مختلف کار نه کوي بلکه هغوی کار په مختلفو طریقو سره کوي.” ما له یو سپینږیرې تجار څخه اورېدلي وو، چې کله په یو څیز کې تاوان وکړې، بیایې پرېنږدې ځکه په تاوان کې سړی تجربه ترلاسه کوي، بل ځل پکې تاوان نه کوې فقط طریقه دې بدله که.
کېنګ بروز
کله چې انګلستان په سکاټلېنډ حمله کوي او ټول هېواد په خپله ولکه کې نیسي، نو کېنګ بروز، چې د سکاټلېنډ پاچا وي، اته ځله د خپل هېواد د آزادۍ لپاره پر انګریزانو حمله کوي خو نه بریالی کېږي. مایوسه په چورت کې ناست وي، چې په یوې غڼې یې نظر شي، غڼه کوښښ کوي خپلې ځالې ته وخېژي خو ناکامېږي. اته ځله هڅه وکړي بریالۍ نه شي په نهم ځل غڼه خپلې ځالې ته ورسېږي. بروز چې دا صحنه وګوري سمدواره د نهم او اخري ځل لپاره خپل پوځ راټول کړي او بلاخره په نهم وار جنګ سره انګریز ته ماتې ورکړي او بریا د ځان کړي.
البرټ انسټائن
د دغه لوړ ذهانت لرونکي ساېنسپوه لمړنی ژوند د ناکامیو څخه عبارت و. هغه د عمر تر نهه کلنۍ پورې حتاّ په خبرو کولو کې هم ستونزه درلوده. له همدې کبله یې له ښوونځي وشاړه، مګر هغه ناکامیو ته غاړه کېنښوده او بلاخره تر نوبل جایزې یې ځان ورسوو.
میډونا
په ۱۹۵۸ کال کې زږېدلی، د دغه هنرمند په پنځه کلنۍ کې مور مري. هغه غوښتل چې یو ښه هنرمند شي، خو خپل د رقس (ډانس) خوبونه نیویارک ته له ځان سره وړي، هغه په یو دوکان کې نوکر شي، خو ناهیلی کېږی نه او همت له لاسه نه ورکوي. لږ وروسته د موسیقۍ له یو وړوکي ګروپ سره یوځای کېږي او له خپلو سندرو لمړنی البم جوړوي. له همدې ځایه شهرت مومي، چې نن د هغه نوم د نړۍ د مشهورو سندرغاړو په قطار کې دی.
واټ ډېزني
د (مېکي ماؤس کارټون) تخلیقوونکی، چې په ابتدا کې د کُند ذهنۍ له امله یې له نظامي ښوونځي هم شړلی و، چې وروسته یې یوه سټوډیو جوړه کړه، هغه هم ناکامه شوه. دده په باره کې ویل کېږي، چې هغه کاروباري وړتیا نه درلوده. او فکر یې کوو، چې هېڅ څه نه شي کولی، خو څه شو، چې هغه د (مېکي ماؤس) په نوم کارټون جوړ او د ټولو فکر یې غلط ثابت کړ او په نړۍ یې ځان وپېژندو.
سټوجابز
د نوې ټکنالوجۍ ( اېپل) مشهوره کمپنۍ بنسټګر د دې کمپنۍ پېل له یو ګراج څخه کړی و. په ۱۹۸۵ کال کې هغه له خپلې کمپنۍ وشړل شو، پدې ډول یې نوې کمپنۍ د (نېکسټ) او (پېکسار) په نوم جوړې کړې او د تېرو تجروبو څخه په ګټې اخستنې یې بریالۍ کړې. چې وروسته یوځل بیا د (اېپل) کمپنۍ څښتن شو.
بېل ګېټس
د ( مایکروسافټ) کمپنۍ جوړوونکی، هغه (هارورډ) پوهنتون په نیمه کې پرېښود. او شخصي کاروبار یې پېل کړ، چې پکې سخت تاواني شو، خو هڅه یې جاري وساتله او کمپنۍ یې تردې، چې ټوله نړۍ وپېژندله پرېنښوده. په یوه غونډه کې هغه وویل “دبریا لمانځل ضروري دي مګر مهم دادی، چې له ناکامیو څه زده کړو.”
جېکي رولنګ
د (هري پوټر) کتاب لیکوال د نړۍ د بریالیو کسانو په کتار کې راوسته، مګر یو وخت داسې هم و، چې هېڅ یو چاپخانه د هغه د کتاب د چاپ لپاره اماده نه وه. ان تر دې، چې خلکو یې د کیسي لوستلو سره دلچسپي هم نه ښودله. مګر څه وشو، چې وروسته داسې وخت راغی، چې ددې له کیسو فلمونه جوړ شو او په ټوله نړۍ کې یې شهرت وموند.
اوپرا وېنفري
د (ټاک شوز) بې تاجه ملکه، نوموړې په خورا غریبه کورنۍ کې پېدا شوې. د تریخ ژوند په درلودلو سره سره یې خپل محنت جاري وساتو. هغه تر ډېر وخت په امریکا کې د ټاک شوز شهزادګۍ بلل کېده. هغې د فلم جوړونې سره سره د هنرمندۍ کار هم کاوه. هغې، چې کله په تلویزوني پروګرامونو پېل وکړ نو تقریباً د نړۍ په ټولو ټلویزونونو کې یې شهرت خپل کړ. د هغې نااشنا جذابیت او ښکلا هغه د شهرت خاونده کړه.
پورته لسواړه کسانو د بریا راز یواځې او یواځې ناکامیو ته نه تسلیمېدل دي. انسان باید د هر رنګه ستونزو پر وړاندې غښنلی واوسي. د هر رنګه مصیبت پر وړاندې پنا خپل رب ج ته یوسي، حوصله لوړه وساتي. باوري یم، چې هره ستونزه یو نه یو د حل لاره لري او هرو مرو به یې رب درته اسانه کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button