د نوي کال هیلې

د نوي کال هیلې

عبدالمنان توحیدیار

راځئ چې نوی کال په ورورولۍ او د یوې تلپاتې سولې په راوستلو سره پیل کړو!

له هر څه د مخه خپلو متدینو او میړنيو خلکو ته د زړه له کومې د(۱۴۰۰) لمریز کال مبارکې وایو او د خدای “ج” څخه هیله لرو چې د دغه کال لما نځنه زموږ د ځوریدلي ولس د دردونو او ناخوالو د ژغورني او خلاصون سبب وګرځي او ولس ته دا توفیق ور په برخه شي ترڅو د سولي ، ملی یووالي او د هېواد سمسورتیا په لوري رغنده ګامونه واخلو او د خدای “ج” رضایت اوخوښي ترلاسه کړو .

څرګنده ده چې په موسمونو کې تر ټولو ښکلی او په زړه پورې موسم پسرلی دی چې ځان سره نوې هیلې، امیدونه او بدلونونه راوړي، پسرلی د کار و کسب، ښکلا، ځلا، ګل او بلبل سره تړلی موسم دی. پسرلی دی چې خلک د آبادۍ، سوکالۍ، کار او ژوند په لور وربولي،د نوي کال او نوي ژوند د پیل کېدو زیری راوړي، د پسرلي راتلو ته هر څوک هوسېږي او خوشالېږي، د ژمي سړې او اوږدې شپې تېرې شي، خلک له بندو خونو د باندې تازه هوا کې د خوښۍ ساه واخلي، د مرغانو د اوازونو او د ګلونو د نندارو خوند اخلي. ونې بوټي او چمنونه زرغون شي، هر چېرې د طبیعت ښکلا او ځلا تر سترګو کېږي، لوی او مهربان الله تعالی پر خپلو بندګانو څومره نعمتونه او ښکلاګانې لورولي دي خو له بده مرغه چې ځینې سر زوري او ناپوهه خلک بیا د خدای(ج) د نعمتونو ناشکري کوي او په لوی لاس دغه ښایستونه بدرنګوي، پر ځمکه فساد خوروي او د الله تعالی بنده ګان د پردیو په دستور او د هغوي د ناوړو موخو لپاره پرته له کوم جرم او ګنا څخه وژني او زمونږ مظلومې او متدیني کورنی په ویر او غم کې کښینوي، نو په دې هیله څنګه چې په دښتو او غرونو کې ښکلي ګلان زرغونېږي، الله تعالی دې زمونږ په هیواد کې هم د سولې او امن ګلان وغوړوي چې د کلونو راهیسې یې په تمه یوو.

همدا راز د دولت دوسله والو مخالفینو څخه هم غواړو ترڅو دافغانستان د اسلامی دولت د سولي ارزښتناکه اوټول منلي کلمی ته لبیک ووایې او د دغه طلایې فرصت (آشتی ملی) څخه ګټه واخلی او د افغانستان د زوریدلي ولس په زخمونو پټۍ ولګوي ځکه چې افغان ولس نور د جنګ، بربادی او ورور وژني له ناوړه پدیدي څخه کرکه اونفرت لري اوغواړي ترڅو په یوه سولییزه او ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.

نو په کار ده چې د نوی کال په پیل سره د یو سوکاله، آباد او پرمختللی افغانستان او تل پاتي سولې او ثبات د ټینګښت په موخه له خپلو امنیتی ځواکونو پراخ ملاتړ وکړو ترڅو د یو پر مختللي او پیا وړي افغانستان پایښت مو تضمین کړی وی او بل داچې افغانستان دټولو افغانان ګډ کور دی اوساتنه یې هم دهر افغان اسلامی او دینی وجیبه ده .

دیو پیاوړی، سرلوړې او با ثباته افغانستان په هېله

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button