د نابریالیو کسانو خبرې؛بریا او نېکمرغي چانس ګڼي، نه د هڅو پایله

صدیقه پوپلزۍ، کابل

کوم کسان چې بریالي نه دي، یا هم نه بریالي کېږي، په هر حالت کې ځانته پلمې او بهانې جوړوي. دوی یوازې ځانونه په دې خبرو سره خطاباسي.

ـ کله چې کوم کار ترسره کوي که هغه کې دوی غلطي هم وکړي خو ځان نه ملامتوي تل ملامتي پر نورو اچوي، وايي زما ګناه نه ده.

ـ کله چې یو انسان غواړي په یو کار پیل وکړي نو باید سبا لپاره یې پرېنږدي، خو هغه کسان چې بریالي نه دي، خپل هر کار بلي ورځې ته پرېږدي، مثلا زه شنبه کار پیلوم چې هغه شنبه هېڅکله نه رسېږي.

ـ ډېر ستړۍ یم، کله چې یو بل څوک کار هم ورته سپاري دوی هغه کار ته بهانه لټوي او تل همدې لپاره کسل وي، ځکه هغه انسانان چې ژوند کې فعالیت ونه لري تر نورو ډېر د استړیا احساس کوي.

ـ کله چې بل انسان د ستونزو په هکله فکر کوي، دوی په دې اند وي چې دوی ستونزې نه لري یوازې خبرې دوی ته اسانه دي، دوی موږ نشي درک کولای په همدې فکر سره ځان خطا باسي.

ـ نابریالي کسان تل ځان کمزوری احساساوي، او داسې فکر کوي چې دوی هېڅ هم نشي کولای هر کار چې ورته وسپارې وایي زه نشم کولای د همدې خبرې سره ځان تلقینوي.

ـ تل په دې اند وي کوم څه چې د دوی په حق کې ترسره کېږي، عادلانه نه وي.

ـ که هر څومره وزګار هم ووسي، وايي زه وزګار نه یم او نه هم وخت لرم، ځکه داسې انسانان خپل ژوند کې منظمه مهالوېش نه لري، او نه هم راتلونکې لپاره موخه لري.

ـ دوی ته خپل کارونه ښه ښکاري خو د نورو کارونه ورته بد ښکاري، تل پر نورو نیوکه کوي، او ځان پوره ښکاره کوي.

ـ تل ځان ورته بد چانس ښکاري او کله چې یو بریالی کس هم ویني، وایي هغه ښه چانس لري ځکه نېکمرغه دی، خو دوی دا فکر نه کوي چې هر څه موخه او هڅه غواړي.

ـ تر ټولو اړین پر ځان باور درلودل دي که موږ پر ځان باور ولرو هېڅکله نه ناکامېږو.

که هرڅومره وکولای شو خپل له ژوند څخه دا جملې له منځه یوسو، ډېر په راحتی سره کولای شو چې خپل ژوند ته ورسېږو او بریالي شو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button