د موسکا ګټې؟

ژباړه او زیاتونه

۱) فزیکي او ذهني پیاوړتیا

زموږ د څېرې حالت یا تاثرات زموږ پر مزاج او ذهن ژور اغېز لري، جذبات په عصابو کې ځای جوړولی شي، خو زموږ د څېرې حرکات او حالت زموږ د احساساتو سره نېغه اړیکه لري او هغوی ته بدلون ورکوي.
په تېر کال کې په یوه ترسره شوې سروې کې ښکاره شوې، چې مسک اوسیدل یا د خندانه څېرې ساتل د انسان مثبت احساسات پیاوړي کوي، تر څنګ يې منفي خیالات او احساسات له منځه وړي، چې ورسره انسان د ارامۍ او هوساتوب احساس کوي.

۲) مصنوعي موسکا

ارواح پوهان باور لري، ان مصنوعي مسکا هم د انسان روح او روان ته ګڼې فایدې لري. ددوی پر عقیده کله چې تاسو غوصه یا خوابدي اوسئ! او دا وخت پر څېره د مسکا راوستلو هڅه کوئ، دا چاره که ظاهري خوشالي درنه کړي، خو ستاسو په ذهن او مزاج کې ورسره بدلون راځي. ددوی په باور د څېرې حالت زموږ له احساساتو سره اړیکه لري.

۳) موسکي اوسیدل ذهني خپګان له منځه وړي

د امریکا د کنساس پوهنتون د ۲۰۱۲ کال په یوه څېړنه کې ویل شوي چې مسکي اوسیدل او خندا کول د رواني او ذهني پرېشانیو په کمي کې تر ټولو ګټوره لاره ده. څېړنه وايي که تاسو ذهني خپګان لرئ، نو مسکي شئ! وخاندئ! دا چاره مو د زړه زربان کموي او له امله يې زموږ پر ذهن خوره پرېشاني ټولوي او انسان د خوښۍ او ارامۍ احساس کوي.

۴) موسکا کول درته ډاډ دربښي

د یوې څېړنې له مخې هغوی چې مسکې څېرې لري او هر چاسره په مسکا او خندا مخ کیږي، تر هغوی چې نه خاندي پر خپل ځان او نفس ډېر ډاډ لري. د څېړنې پر باور ددې تر څنګ چې مسکي اوسیدل پر ځان باور ډېروي، د نورو خلکو باور هم پر تاسو لا ډېروي.

۵) موسکا کول، ذهن مثبت روزي

که چېرې تاسو په ذهن کې منفي څېزونه احساسوي او د ژوند په اړه مو په ذهن کې منفي تصویرونه ډېر ګرځي، نو داسې وکړئ چې د مسک اوسیدولو چل سره له همدا اوسه خپل کړئ!

مسکا کول ذهن ته سکون او هیله بښونکي احساسات ورکوي. د یوې څېړنې په وینا هغوی چې په ورځيني ژوند کې خاندي او مسکي اوسي، مثب سوچ او فکر کوي او په دې توګه يې ذهن مثبت روزل کیږي چې دا چاره يې له منفي او ناسمو فکرونو ژغوري.

۶) موسکا مو ټولنه کې نورو ته نږدې کوي

ایا دې ته مو پام شوی دی، کله چې موږ له کوم چا سره مخ شو او مقابل لوری راته مسکی شي، زموږ په ذهن کې په ناڅاپي توګه ځینې بدلونونه راځي چې له امله يې موږ هم په لاشغوري توګه مقابل لوري ته مسکي کیږو.
اراواح پوهان وايي، دا چاره په حقیقت کې د انسانو ترمنځه فاصلې کموي او یو له بله سره يې مینه ډېریږي.

۷) خندا کول کورنۍ ریشتې پیاوړې کوي

په یوه څېړنه کې ویل شوي، هغوی چې د مسک اوسیدولو عادت لري، د نورو فایدو ترڅنګ دا ګټه هم کوي چې په خپل کورني ژوند کې خوشاله او هوسا وي. څېړنه زیاتوي هغه مېرمنې چې مسکې څېرې لري او خاندي په پر خپلو مړینو باوري وي او د خپل ګډ ژوند نه خوشاله او ډاډه وي.

د ارواح پوهانو پر باور هغوی چې تل مسکي وي او خوله يې له خندا ډکه وي، په کورنیو اړیکو ساتلو او پاللو کې هم بریالي وي او لامل دادی چې دا ډله خلک هیله لرونکي، نرمه مزاجه او په ذهني توګه مطیمن او ډاډه وي. دا ځانګړنې د یوې تلپاتې اړیکې له پاره خورا اړینې دي.

۸) موسکا کول مو د دفتر چارې اسانه کوي

مسک اوسیدل او خندا کول نه یوازې دا چې ستاسو مزاج ښه کوي، بلکې په دفتر او کاري ساحه کې تاسو یو مینه ناک او ښه کارمند هم نورو ته ورپېژني. په ۲۰۱۰ کال کې د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې خوشالي یوه داسې کړنه ده چې په دفتري کارونو کې ستاسو کاري صلاحیت او محبویت ډېروي.

۹) موسکا کول د انسان تخلیقي وړتیا ډېروي

مسکا او خندا د انسان د ذهن هغه برخو ته قوت ورکوي چې، انسان سره په تخلیقي کارونو کې مرسته کوي. د یوې څېړنې له مخې هغوی چې تل مسکي اوسي د مسایلو د حل کولو او نوښتونو رامنځ ته کولو وړتیاوې يې هم تر نورو ډېرې وي.
مسکۍ اوسیدل ستاسو په ذهن کې هغه هورمونونه پیاوړي کوي چې تاسو سره په تخلیقي چارو کې مرسته کوي.

۱۰) موسکا بیخي وړیا ده

نو که چېرې غواړئ! چې ذهني نارامۍ مو کمې شي، کورنۍ او ټولنیزې اړیکې او ریشتې مو غښتلې شي، نو مسک اوسیدل اسانه، ارزانه او بې لګښته چاره ده چې تاسو سره په دې ټولو بریاوو کې مرسته کوي.
نو وخاندئ! چې ژوند مو ښکلی شي!

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button