د مور شېدې حافظه پياوړې کوي

ليکنه:پوهنيار سيداصغر هاشمي

په قران کریم کې ځېنې شیان حرام او ځېنې حلال ګرځول شوي دي، د حرامو شیانوخوړل انسانانوته تاوانونه رسوي او حلال د الله تعالی د پيرزوېینه او لورېینه ده.

ځېنې شیان ډېرګټوردي لکه خرما، زیتون، شات، اینځر، شیدې او داسې نورشیان او همدارنګه ځېنې شیان حرام ګرځول شوي دي چې خوړل یې انسان ته هر ډول ستونزې پیدا کوي لکه د خوږ غوښه.

شېدې مکمله غذا ده او مور شیدې خو د ماشوم لپاره ډېره ګټوره ده.

په قران کریم کې راغلي دي چې میندې بایدخپل ماشوم ته پوره دوه کاله شېدې ورکړي.

ساینسي او طبي تحقیقاتو زباد ته رسولې ده چې د ماشوم لپاره یې د مور شیدې بهترینه غذا ده، همدا شیدې ماشوم له ناروغیوژغوري او د ماشوم د عمراوسن اړوندموادپکې موجود دي، د مورشیدي د ماشوم د بدن ټولې اعضاوې په متناسب ډول پیاوړي کوي او غټوي خو د ماشوم د عصبي سیستم لپاره یې لا ګټه زیاته ده.

هغه ماشوم چې د مور د شیدو له لارې تغذیه کېږي، له هضمې او تنفسي مکروبونو پر وړاندې مقاومت کولای شي. کوم ماشوم چې دمورشیدې په کافي اندازه وخوري نو د قوي حافظې څښتن به وي.

هغه ماشوم چې د مور له شیدو یې په کافي اندازه استفاده کړې وي نوډېر امکان یې شته چې د زړه په ناروغۍ به لږ اخته شي او د وینې فشار به یې برابر وي.

په امریکاکې یوطب څېړونکي زباد ته رسولې ده چې د مور په شیدوکې پروتیني هورمونونه شته دي او دغه هورمونونه د زړه د حملې مخنیوی کوي.

همدارنګه د مور شیدې د ماشوم د صحت او روغتیا لپاره ډېره مفیده ده او د لسګونوناروغیومخنیوی کوي او د زړه د رګونو د ناروغیو درملنه یې بله معجزه ده.

ماشوم د خپلې ودې پر بېلابېلو پړاوونوکې بېلابېلو موادو ته اړتیا لري اود مورشیدي د دغواړتیاووپر بنسټ خپل مواد بدلوي او تل د تودوخې برابره درجه لري او په کافي اندازه کلسیم په شیدوکې موجود دي.

څېړنوښودلې ده، چې د ذکاوت پراختیاپه هغوماشومانوکې چې د مور له شیدو نه ګټه اخلي، له نورو ماشومانو ډېره وي.

همدارنګه د مور شیدي ماشوم له سرطان څخه ساتي، د مور په شیدوکې یوه معجزه ډوله پروتین شته چې د سرطان حجرې وژني، او په داسې حال کې چې نورو حجروته زیان نه رسوي.

د مورشېدې ماشوم د سیني له ناروغیوژغوري، هغه ماشومان چې د مور شېدې په کافي اندازه وخوري، د امکان تر حده به د اوریدلو له ستونزو سره مخ نشي او ډېرکم د سینې په میکروبي ناروغیوبه اخته شي.

د شیدو په هکله ننني ساینسي او طبي تحقیقات ۱۴۰۰ کاله مخکې په قران کریم کې راغلي دي چې دا هم د الله تعالی د ویناووعلمي اعجاز دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button