د مور شیدې کومې ګټې لري؟

لېکنه: شکېبا نادري

اولاد د مور او پلار لپاره د خدایﷻ لخوا یوه ډالۍ او هغه نعمت دی چې دوی یې باید تل شکر ګذاره و اوسي. ځکه الله ﷻ دوی د اولاد په واسطه له راتلونکې محتاجۍ څخه ژغورلي، د دوی د خدمت لپاره یې ورته د ډالۍ په توګه اولاد ورکړی دی.

مور او پلار پر اولاد ګڼ شمېر حقونه لري، همداسې اولاد هم پر خپل مور او پلار حق لري یو له دې حقونو څخه ماشوم یا اولاد ته د شیدو ورکول دي.

ډېری میندې د خپلې هوساینې لپاره خپل ماشوم ته مصنوعي یا پوډري شیدې ورکوي، بې خبره له دې چې د مور شیدې هم د ماشوم او هم د مور لپاره څومره ګټې لري.

موږ په دې لیکنه کې د مور د شیدو د ګټو په اړه څه ناڅه معلومات راټول کړي دي، هیله ده د هغو میندو چې ماشوم ته له شیدو ورکولو ډډه کوي، د پام وړ وګرځي او د دې لیکنې پر لوستلو نور ځان له دې ډول تېروتنې وژغوري!

۱. د مور شیدې د مور او اولاد اړیکه پیاوړې کوي

ماشوم ته شیدې ورکول د دې لامل کېږي چې د مور او ماشوم ترمنځ چې کومه د مهربانۍ، عاطفې او مینې اړیکه شته ورځ تر بلې پیاوړې شي.

۲. د مور شیدې ماشوم له بېلابېلو ناروغیو ژغوري

هغو ماشومان ته چې مصنوعي شیدې ورکول کېږي، د هغو ماشومانو په پرتله چې د مور شېدې خوري تل ناروغ او کمزوري وي.

د مور شیدې په نجونو کې د سینې د سرطان د مخنیوي لامل کېږي، د دې تر څنګ د ځینو نورو ناروغیو؛ لکه، اسهال، د ستوني او غوږو درد، د زړه ناروغي، تنفسي ستونزې او داسې نورو ناروغیو د مخنیوي لامل کېږي.

۳. د مور شیدې د ماشوم د ډېر ویده کېدو لامل کېږي

هغه ماشومان چې مصنوعي شیدې خوري خوب یې کم او ګډوډ وي، ځکه چې مصنوعي شیدې ماشوم په بشپړه توګه نه شي مړولی، همدا لوږه د دې لامل کېږي چې ماشوم هره شېبه له خوب نه راويښ شي، خو د مور شیدې بیا ماشوم مړولی شي له همدې امله ماشوم ډېر ویده کېږي او ژر نه ویښېږي.

د مور د شیدو یوه ځانګړنه دا ده چې د ماشوم لپاره د هضم وړ دي چې مصنوعي شیدې بیا دا ځانګړنه نه لري او ډېری وخت یې ماشومان بېرته ګرځوي.

۴. د مور شیدې د درد او ژړا درمل دي

د مور په شیدو کې داسې یو خوند دی چې د ماشوم د هر درد درمل دی تاسو به لیدلي وي، هر کله چې ماشوم ژاړي د مور د شیدو په خوړو سره ډېر ژر ارامېږي.

د مور شیدې په راتلونکي کې په ماشوم کې د ځان باوري د پیاوړتیا لامل هم کېږي. هغه ماشومان چې د مور شیدې خوري مناسب وزن لري، ښه وده کوي، ځکه چې هغه خوند او ښه بوی چې د مور په شیدو کې دی په مصنوعي شیدو کې نه شته.

د دې ټولو ګټو ترڅنګ ماشوم ته شیدې ورکول د مور لپاره هم یو شمېر ګټې لري، لکه هغه مور چې ماشوم ته یې شیدې ورکړې وي هېڅکله د سینې پر سرطان نه اخته کېږي.

هغه میندې چې غواړي خپل وزن کم کړي تر ټولو غوره لار یې ماشوم ته شیدې ورکول دي، هغه ښځې چې نه غواړي امیندواره شي ماشوم ته شېدې ورکول د دې کړنې د مخنیوی لامل کېدلای شي.

له پورتنیو خبرو ښکاري چې شیدې ورکول هم د ماشوم او هم د مور لپاره ګټه لري، نو هره ښځه اړ ده چې د خپل ځان او خپل ماشوم د روغتیا په اړه فکر وکړي او د ماشوم دا حق پر ځای کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button