د مور اوپلار په اړه څو غوره ټکي !

د مور اوپلار په اړه څوغوره ټکي !
هغه څوک چې ته سترګې نړۍ ته پرانیزې اوستاسره مینه کوي . هغه مور ده .
هغه څوک چې ستا سره مینه لري اوځان نه ښيې. هغه پلاردی .
مور تا نړۍ ته وړاندې کوي .
پلاربيا هڅه کوي چې نړۍ تاته وړاندې کړي.
مور تاته ژوند در کوي.
پلارتاته دا درزده کوي چې ژوند څنګه وساتې .
مور دې ۹ میاشتې پخپله ګیډه (رحم) کې ساتي.
پلار دې پاتې عمر ته اوږې ورکوي . ( تا زیار ایستنې ته هڅوي ) .
د زیږون په مهال دې مور فریاد کوي . اوته یې نه اورې.
پلاردې وروسته فریاد کاږي. ( له هغه ګیله کوې ) .
کله چې ناروغه شې. مور دې ژاړي.
خو پلار ستا ژړا ته ناروغه کیږي .
مور دې ډاډه ده چې وږی نه یې .
پلار دا در زده کوي . چې وږی پاتې نه شې .
مور دې په غیږه کې ساتې .
پلار دې په اوږو ګرځوي.
مور د میني چینه ده.
پلار د حکمت څاه ، کوهی .
مور ستا له اوږومسوولیت پورته کوي .
خو پلار په تاکې مسوولیت روزي . او (سختیو ته دې پام راګرځوي) .
مور دې له لویدلو ساتي .
پلار دا در زده کوي چې له لویدلو څنګه پورته شې .
مور خاپوړي در زده کوي.
پلار د ژوند په پړاوونوکې یون اوخوځښت .
د مور مینه د زیږون په مهال درک کوي .
خو د پلار په مینه هغه وخت پوهیږې چې پخپله پلارشې.
له دې کبله مورساری اومثل نه لري.
اوپلار بیا دریغه! نه تکراریږي .
ژباړه
اکبري ــ ۱۱/۳/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button