د مورګانانو کورنۍ

د مورګانانو کورنۍ

ژباړن : نورالحق نبي زاد

په هغو ولاړو وختونو کې که جان ډي. روکفیلر د بزنس د پاچایانو په ډله کې په تله برابر سړی و خو جان پيرپونت مورګان بیا هغه څوک و چې د « انګلیس پلوه شبکې » سره یې څرګندې اړیکې لرلې .

 د مورګان د بانکي چارو امپراتوري تر همدا اوسه پورې د هغو کاروباري او سیاسي پرېکړو په نیولو کې مخکښ رول لري او کېدای شي چې د پټو ټولنو د غړو په منځ کې د مورګان ډېر اداري ګومارلي او اجنټان وموندل شي .

 د مورګان مور ژولیت پيرپونت مورګان ، د کومې پلار  ریورند جان پیرپونت نه یواځې دا چې په خپله انګلیس پلوه و بلکې د یل د پوهنتون د بنسټ ایښودونکي زوی هم و . د مورګان پلار جونیوس سپنسر مورګان یو امریکایی پانګه وال و چې په ۱۸۵۰ – مو کلونو کې یې انګلیستان ته سفر کړی و . هلته د جارج پيبودي په نوم یوه بل جلا وطنه امریکایي چې د انګلیسي روتشیلدانو سره یې تجارت کاوه له مورګان سره مرسته وکړه . مورګان او پیبودي د « پیبودي ، مورګان او کمپنۍ » په نوم په یوه شرکت کې سره یو ځای کېږي او د امریکا د کورنۍ جګړې په بهیر کې د شمالي لوري لپاره د کرېډیت ( پور ) په لاس ته راوړو سره یې شتمني لا ډېره شوه . د هغه زوی جان پیرپونت مورګان په ۱۸۳۷ کې وزېږېده .

  وروسته له هغه چې په ۱۸۶۴ کې پیبودي تقاعد شو ، جونیوس او زوی یې ټولې چارې خپلې کړلې او ډېر ژر یې د خپل شرکت نوم

« مورګان او کمپنۍ » ته واړاوه .

       په دې توګه مورګانان له انګلیسي روتشیلدانو سره نږدې شول ، آن کله کله به یې د هغوی په کور کې شپې تېرولې . ډېرو لیکونکو ولیکل چې مورګانان په پای کې په امریکا کې د روتشیلدانو په پټو ګوډاګیانو واوښتل . لیکوال ګبرییل کولکو لیکي : « په ۱۸۹۵ – ۱۸۹۶ کلونو کې د مورګانانو له خوا په اروپا کې د امریکایي د سرو زرو ژمنو د خرڅونې چارې د روتشیلدانو له کور سره په اتحاد کې تر سره کېدلې » ( ۱ ) .

       دا چې مورګانان د انګلیسي بارون ناتن مایر روتشیلد د ګټو ساتنې لپاره امریکایي جبهه وه ، پخلی یې د لیکوال یوستاس مولینس له خوا هم شوی و ، هغه چا چې د لمړي ځل لپاره یې په ۱۹۵۲ کې د بانکرانو دسیسه را لوڅه کړله چې پای یې د فدرالي رزرف سیستم پنځونه وه . د روتشیلدانو په اړه مولینس لیکي : « آن برسیره پر دې چې هغوی د امریکا په متحده ایالاتو کې  د باور وړ اجینټ درلود خو بیا هم د هغوی لپاره دا ډېره ګټوره وه تر څو داسې امریکایی استازی ولري چې د روتشیلدانو د اجنټ په توګه نه وي پېژندل شوی » . مولینس دا ومنله چې روتشیلدانو « دا غوره ګڼله چې د امریکا په متحده ایالاتو کې بې نومه او د « مورګان او کمپنۍ » شرکت تر پوښښ لاندې کار وکړي » ( ۲ ) .

        د « مورګان او انډیوالان : د اسطورې اناټومي » کتاب لیکوال جارج ویلر ولیکل : « د یهودي ضدو څپو شړپهار د هغې زمانې تریخ واقعیت و ، د پوشش په توګه یو چا ته اړتیا وه . د دغه کار لپاره له پیرپونت مورګان څخه پرته بل څوک وړ سړی کېدای شوای ؟ مورګان چې یو معتقد پروتستان بڼه لرونکي پانګه وال دی او د کورنۍ شجره یې د انقلاب نه مخکې زمانو ته رسېږي » ( ۳ ) .

       په دې تړاو څېړونکی ګریفین بیا داسې لیکي : « دا په بشپړه توګه روښانه ده چې د مورګان شرکت د شتمنۍ او ځواک زیاتره برخه تل د روتشیلدانو د ځواک او شتمنۍ پر هغو ورکړل شویو مرستو ولاړ وو چې په پیل او په ټول دغه وخت کې یې ورسره کړې دي » ( ۴ ).

      که څه هم مورګان په امریکا کې زېږېدلی دی او په ۱۸۵۶ کې یې په بوستون کې زده کړې پای ته ورسولې خو هغه بیا المان ته لاړ او د ګوټینګن په پوهنتون کې یې خپلو زده کړو ته دوام ورګړ . د ګوټینګن پوهنتون بنسټ د انګلیستان د پاچا دویم جارج له خوا په ۱۷۳۷ کې ایښوول شوی دی . دغه پوهنتون  د اوو معترضو پروفیسورانو د شړلو له امله هم نوموتی دی چې د « ګوټینګن اوو » په نوم تاریخ ثبت کړې دي . د اوو په ډله کې د « ګریم ورونه » او د کارل مارکس په شمول د ګیورګ هېګل نور پلویان شامل وو . که پروفیسوران وشړل شول خو دغه پوهنتون د پټې ټولنې زړه پاتې شو .

        بېرته امریکا ته په ستنېدو سره مورګان د « دونکن ، شرمن او کمپنۍ » په نوم د نیویارک د یوه بانکې شرکت سره یو ځای شو چې سمدلاسه د همدغه شرکت د لندن د څانګې امریکایي استازی شو . په دې تړاو ګریفین لیکي : « په دې توګه ښایي چې مورګان د روتشیلد مالي اجنټ شو او ټول هر څه شوني یې وکړل تر څو یو رښتیانی امریکایی څرګند شي » ( ۵ ) .

         کله چې په امریکا کې د کورنۍ جګړې اور ولګېده ، ځوان مورګان داسې وښووله چې د هغه په کاروباري میتودونو کې قانونیت او صداقت کوچنی رول لري . د ۱۸۶۱ کال د مې په میاشت کې ۲۴ کلن مورګان په سنت لویس کې مېشت د فدرالي پوځ قوماندان ته وړاندیز وکړ تر څو پنځه زره ټوپک ، هر ټوپک په ۲۲ دالره واخلي . قوماندان له دې چې ټوپکو ته یې اړتیا لرله ومنله خو کله چې ټوپک راورسېدل له پیسو ورکولو څخه یې ډډه وکړه او لامل یې دا وښوده چې ټوپک زاړه او عیب لرونکي دي . مورګان د پوځ پر ضد دعوا وکړله او محکمه یې وګټله . د محکمې د حکم سره سم مورګان ته ۱۰۹٫۹ زره دالر ورکړل شول .

       د کانګرس د پلټنو کمیسیون په ۱۸۶۲ کې دې پایلې ته ورسېده چې مورګان حکومت ته دوکه ورکړې ده . کمیسون دا وموندله چې یاد ټوپک « په بشپړه توګه زاړه ، د ژوند لپاره خطرناکه او د کارونې وړ نه دي » . مورګان هر ټوپک په ۳٫۵ دالره د نیویارک په سیمن ستیون وسله تون کې چې ده په خپله اجاره کړی و ، رانیولی و . کله چې د فدرالي پوځ قوماندان د سلاوو له رانیولو سره موافقه وکړه ، مورګان دغه هوکړه د جنس د ګروۍ په توګه وکاروله تر څو د سلاوو د بیې د پرېکولو لپاره پیسې په پور واخلي . په دې ډول د امریکا د متحده ایالاتو پوځ خپلې عیب لرونکې وسلې له مورګان څخه بېرته وپېرلې . په دغې معامله کې مورګان په داسې حال کې په هر ټوپک کابو ۵۰۰ سلنه ګټه تر لاسه کړله چې ده ته هیڅ ډول مالي خطر متوجه نه وه .

        په ۱۸۷۱ کې مورګان د خپل پلار د یوه شرکت شریک شو چې « درکسل ، موګان او کمپني » نومېده . همدغه شرکت په راوروسته کې ساده د « مورګان او کمپنۍ » په نوم ونومول شو او په چټکتیا سره د امریکا د حکومتي مالي سمبالتیا لپاره په اصلي سرچینه واوښت .

       د « بریتانیکه » نوی دایرةالمارف څر ګندوي : « د پيبودي شرکت سره د اړیکو لرلو له برکته مورګان د لندن له مالي نړۍ سره ډېرې نږدې او ګټورې اړیکې لرلې او د ۱۸۷۰ – یمو کلونو په بهیر کې هغه وکولی شول چې د مخ په ډېرېدو امریکایي صنعتي کارپوریشنونو د اړتیا وړ پانګه د انګلیسي بانکرانو له خوا سمبال کړي » ( ۶ ) .

       د روتشیلد اروپايي کورنۍ سره برابر ، د « مورګان او کمپنۍ » شرکت هم په نړۍ کې یو ځواکمن بانکي بنسټ شو . خو د مورګان لپاره چې په ۱۸۹۰ کې د پلار له مرګه وروسته د کورنۍ د ټولې شتمني څښتن شو دا لا کم و . مورګان پنځه کاله دمخه د امریکا د اورګاډو د لارو بیا سمبالونه تر سره کړله او د ۱۹۰۲ – م کال په شاوخوا کې د اورګاډو د لارو ترټولو ځواکمن سلطان شو او کابو پنځه زره میله لار یې سمبالوله . په ۱۸۹۳ کې کله چې بانکي وېره راپيدا شوه مورګان آن د امریکا له حکومت سره د پیسو په ګروۍ ورکولو کې مرسته وکړله . د سندیکا په جوړولو سره مورګان د ۶۲ ملیونو  په ارزښت د روتشیلد د سرو زرو په مټ د کمزوري شويو حکومتي رزرفونو ملاتړ وکاوه . په ۱۸۹۰ – یمو کلونو کې مورګان د « جنرال الکتریک » کمپنۍ د راپنځېدنې لپاره د « ادیسون جنرل الکتریک کمپنۍ » او « تومسن – هاستون الکتریک کمپنۍ » یو ځای کېدل سمبال کړل ، پایله یې دا شوه چې نوې کمپنۍ په چټکتیا سره د برېښنایي وسایلو په تولید کې مخکښه شوله . ورپسې هغه د فولادو څو شرکتونه سره یو موټی کړل ، تر څو د امریکا د فولادو کارپوریشن جوړ شي او په ۱۹۰۲ کې یې د یو شمېر یو بل سره په سیالیو کې اخته د کرهنیزو وسایلو د تولید کوونکو څخه يې د « انترنشنل هاروستر کمپنۍ » جوړه کړله .

      د مورګان دغه رنګینه امپراتوري هیڅکله هم یو رنګه نه وه او همدغه امپراتوري د نننۍ ورځې امریکا په مالي صنعت کې خپل ټاکونکی رول ته دوام ورکوي . د « بریتانیکه » نوی دایرةالمعارف لیکي : « د یو بل سره د پېیل شویو کمپنیو د سیستم له لارې کومې چې هغه له سره سمبال کړلې او یا یې تر خپل نفوذ لاندې راوستلې ، مورګان او د هغه بانکې کور پر ځينو سترو مخکښو ملي کارپوریشنونو او مالي بنسټونو د کنترول لوړې درجې ته ورسېدل » . ( ۷ ) . دغه امپراتورۍ د دې لپاره پراخه شوه تر څو له مالیې څخه معاف بنیادونه ، ترستونه ( کارتلونه ) ، د تقاعد بنیادونه او آن حکومتي استازي په کې ورګډ شي . دغه شان له مهارت نه ډکه دغلکاري کېدای شي دا توضیح کړي چې په څه ډول د امریکا د متحده ایالاتو پر تجارتي او اقتصادي ژوند باندې کنترول تر لاسه شو ، او څرنګه دغه کار د هغو کسانو له خوا سمبال شو چې پوهې ، ټېنګې ارادې او شتمنۍ یې لرلې .

      ګریفین ولیکل چې که څه هم مورګان او جان ډي. روکفیلر په ډېرو ډګرونو کې یو بل سره سیالي کوله خو « په پای کې یې د فدرالي رزرف سیستم تر نامه لاندې د ملي بانکي کارتل د جوړونې لپاره یې په ګډه سره کار وکړ » ( ۸ ) .

      د فدرالي رزرف سیستم د پیدایښت په پلان باندې په ۱۹۱۰ – م کال کې په هغې پټې غونډې کې کار وشو چې د جورجیا  سمندري څنډې ته نږدې د جیکل په ټاپو کې چې د مورګان شخصي استراحت ځای و ، رابلل شوې وه .

       مورګان له روکفیلرانو سره د نیلسن اولدریچ د پانګې اچونې د شراکت له لارې اړیکې لرلې ، هغه څوک چې آن تر خپل مرګه پورې ( ۱۹۱۳ ) د امریکا مخکښ پانګه وال پاتې شو .

       د مورګان زوی کشر پيرپونت چې د « جک » په نوم مشهور  دی ، د خپل پلار تر مرګه وروسته یې د کورنۍ د شتمنیو ډېرولو ته یې دوام ورکړ . کله چې ځوان مورګان د مورګانانو د امپراتورۍ مشر شو اته کاله یې د شرکت د لندن په دفتر کې کار وکړ او د لوړو انګلیسي بانکي کړیو سره د نږدې اړیکو په سمبالولو بوخت پاتې شو . د لمړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې مورګان تر دوو زرو ډېر بانکونه جوړ کړل او د یوه میلیارد دالرو څخه د زیاتو پيسو د ټلوالۍ ژمنې یې لاسلیک کړلې . مورګان هغه یواځينی بانکر و چې د جګړې په دوران کې یې د انګلیستان او فرانسې د حکومتونو بېلا بېل تأمینات یې سمبال کړل . دا پر حکومتونو باندې د مورګان د اغېزې شیندلو اړمونوته ګوته نیسي او یو ځل بیا د روتشیلدانو ګډون شرط ګڼي .

       دا ټول د دې شاهدي ورکوي چې په ټولو هغو سیاسی بهیرونو کې چې نه یواځې په اروپا بلکې په امریکا کې روان دي ، ستر رول په کې د روتشیلد امپراتوري لوبوي .

      دغه امپراتوري څرنګه راوزېږېده ؟

اخیست ځایونه :

[ 1 ] – Gabriel Kolko. The Triumph of Conservatism. New York : MacMillan and C*, 1963. P. 142.

[ 2 ] – Eustace Mullins . The Secrets of the Federal Reseve . Staunton , VA: Bankers Research Institute , 1983 . P. 55.

[ 3 ] – G. Edward Griffin . The Creature from jekyll Island ( Westlake Village , CA : American Media , 1994). P. 415.

[ 4 ] – Ibid . P. 419.

[ 5 ] – Ibid . P. 209.

[ 6 ] – The New Encyclopedia Britannica . Vol.8. P. 320.

[ 7 ] – Ibid . P. 320.

[ 8 ] – G. Edward Griffin .The Creature from jekyll Island ( Westlake Village , CA: American Media , 1994). P.209.

 

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button