د ملۍ حېرانوونکې ګټې

وایي چې ملۍ د ژمي د موسم له ځانګړو ترکاریو څخه ګڼل کېږي، چې شاید ستاسې د خوښې ترکاري ونه اوسي، خو کله یې چې د غذایي توکو یایې د روغتیا اړوندې ګټې واورئ، نو پوه به شئ چې ملۍ له نورو ټولو ترکاریو څخه په لومړۍ درجه کې ځای لري.

ویل کېږي چې ملۍ زموږ د ځیګر او خېټې په پاکولو کې مرستندویه تمامېږي، چې د ژېړي د درملنې لپاره د تور رنګه مولیو او د پاڼو د خوړولو سپارښتنه یې کېږي، چې علت یې د بلیروبن څخه ژغورل ښودل کېږي. دغه راز د وینې په پاکولو کې هم مرسته کوي.

ملۍ له هغه ترکاریو څخه ګڼل کېږي، چې هم خامه خوړل کېږي او یې له مختلفو خوړو سره یوځای پخولی شو. دا چې ملۍ د ډېرو حیرانوونکو ګټو لرونکې ده، نو راځئ چې ځینې ګټې یې دلته ولولو.

د وینې لوړ فشار برابر ساتي:

ویل کېږي چې ملۍ د انسان بدن ته پوتاشیم ور په برخه کوي، چې په پایله کې د وینې لوړ فشار کموي او د وینې په حرکت کې مرستندویه تمامېږي. دغه راز د ځینو څېړنو له مخې ویل کېږي، چې مولۍ په وینه یخ یا سوړ اغېز پرېباسي.

ټوخي او نزلې سره مقابله کوي:

که څه هم د ژمي په موسم کې رامنځته کېدونکې ناروغۍ نزله او زکام کومه درملنه نه لري، خو مولۍ یواځینۍ هغه ترکاري ده، چې د ذکر شوو ناروغیو په وړاندې جنګېږي. ویل کېږي چې ملۍ د انټي کونجسیټو په نوم ماده لري چې مرۍ او تنفسي نلونه د بلغم څخه پاکوي.

دفاعي سیستم ځواکمنوي:

یل کېږي چې مولۍ د ویټامین ای، ویټامین سي، ویټامین ایي، ویټامین بي ۶، پوتاشیم او د نورو توکو درلودونکي دي، چې دفاعي سیستم ځواکمنوي. دغه راز د مولیو په جوړښت کې موجود انټي اکساید او انتوکیانین د زړه لپاره ګټور تمامېږي.

د پوستکي لپاره ګټور تمامېږي:

ویل کېږي چې د مولیو په جوړښت کې د ټولو ویټامینونو سربېره فاسفورس او زنک هم شتون لري، چې پوستکی له ځوانکو او سپوروالي څخه ژغوري.

د بدن اوبه برابرې ساتي:

د ملیو په جوړښت کې په زیاته اندازه اوبه شتون لري، چې خوړل یې د بدن اوبه مناسبي ساتي.

کاپي…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button