حقیقت دا دی چې د حکومت له لوري پر قوماندانانو د وسلو وېشل امنيتي ستونزې نه کموي، بلکې نورې یې هم ډېروي. ځکه دا کار له امنیت سره د مرستې پر ځای امنیت ګواښي، او بيا سبا همدغه کسان د دولت د سقوط وسیله ګرځي. په داسې حال کې چې موږ امنیتي سکتور لرو ؛ ملي اردو لرو؛ ملي پولیس لرو او ملي امنیت هم لرو نو بیا د افغان ځواکونو له چوکاټ بهر د خلکو وسله وال کول او ملیشې جوړول څه معنا؟
که څوک د امنیت د ټینګښت په نامه شخصي ملیشې جوړوي؛ دا ولس ته د منلو وړ نه دي او افغان حکومت باید هیڅکله د دغه ترخې تجربې تکرار ته اجازه ورنکړي. اصلاً د حکومت له چوکاټه بهر د مخالفینو پر ضد د مبارزې په نوم هر ډول وسله وال فعالیت د بهرنیو ګټي خوندي کوي چې افغانستان به یو ځل بیا د ملیشه جوړونې د ترخې تجربې شاهد وي. ګاونډي هېوادونه غواړي چې دلته د وسله والو د ځپلو په نامه ملېشې جوړې کړي چې بیا وروسته همدا ملېشې حکومت ته سرخوږی جوړېږي. که درې لسيزو وړاندې حالاتو ته وګورو نو دغه شخصي ملېشې موږ ته ښې ندې تمامې شوې، که دغه شخصي ملېشې د دفاع وزارت په چوکاټ کې یا د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې، د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت سره په مرسته کولو بدلې شي نو پایله به یې ډیره ښه وي.