د ملګرو ملتونو په دفتر د طالبانو برید

سید عبدالله پاچا

دا به ادعا نه وي چې طالبان هیڅ نه دي بدل شوي او جګړه کې یې چې هر څه توان پوره وي، هغه کار کوي، لکه ویجاړی، وینه تویدنه، بشري سرغړونې، د ملکي خلکو وژل او د عامه تاسیساتو ورانول پکې شامل دي.

طالبانو تیرو دوه میاشتو جګړو کې دا وښوده چې دوی هیڅ ارزښت او انسانیت ته ژمن نه دي او د جګړې پر مهال وچ او لامده له یوې مخې سوځوي.

افغان حکومت له تیرو څو کلونو همدا غږ پورته کوي چې طالب نه دی بدل شوی، همغه د ۹۰یمې لسیزې طالب دی، خو امریکا او د ملګرو ملتونو او ځینو نورو هېوادونو به ویل چې طالب بدل شوی دي.

هو؛ د قطر دفتر سیاسي طالبان او جنګي طالبان لوی توپير سره لري، هغوی نړۍ کې وګرځیدل، حکومتونه او خلک یې ولیدل، ځکه بدل شوي دي او لږ تر لږه انسانیت باندې باور لري، خو د دوی وسله وال چې پرته له تاوتریخوالي او زور یې بل هنر نه دی زده، هر ډول جنایتونه کوي او اوسني جنایتونه یې دومره لوی او پراخه دي چې د ۹۰یمو لسیزو ته سړی د خیر په سترګه ګوري.

طالب نن بیا وښوده چې نه دی بدل شوی او هرات ښار اړوند سیمه کې یې د ملګرو ملتونو په دفتر باندې برید کړی چې یو ساتونکی یې شهید شوی او څو نور ټپيآن دي.

ولې د ملګرو ملتونو په دفتر برید؟

طالبان خو هسې هم نه غواړي چې نړۍ سره رابطه ولري او یا دې دوه اړخیزې ګټې په پآم کې ونیسي، طالبان داسې فکر کوي چې نړۍ دې ټول مسلمانان شي او دوی دې د خلیفه ګانو په توګه ومني، خو داسې هیڅکله نه کیدلی شي او نه په اوسنۍ نړۍ کې له دوه اړخیزو اړیکو پرته حکومتونه کیدلی شي.

افغان حکومت چې تیرو شل کلونو کې يې له امریکا، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سره له نږدې کار وکړ، دوه اړخیزې همکارۍ یې درلودلې او یو بل یې حمایه کول، طالبان غواړي دا هر څه له منځه یوسي.

طالبانو خو هسې هم خپله له امریکا سره هوکړه وکړه، خو افغان حکومت یې هوکړو باندې غلام او مزدور یادو، امریکا او نورو نړیوالو ځواکونو پوځي حضور سره دلته مرستې زیاتې وي او د دوی په وتلو سره دا مرستې حتی ځینو هېوادونو صفر ته راښکته کړي دي.

کله چې طالبانو له امریکا سره هوکړه وکړه او بهرني ځواکونه له افغانستان ووتل، افغانان په تمه و چې طالبان به جګړه ودروي او خپل منځي خبرې به بریالۍ کړي، خو داسې و نه شول، هم بهرنیان ووتل، مرستې کمې شوې او هم طالبانو جګړې ته شدت ورکړ چې عامه تاسیسات پکې ورانیږي او افغانان یې قرباني ورکوي.

نو کله چې طالبان د دې ملت او خاورې ګټې نه پيژني، نو هغه به په دې کله پوه شي چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو فعالیت څومره موثر او ګټې به یې څه وي، خو ښکاره ده چې هغوی ته ټول بهرنیان کافر ښکاري او وژل یې ورته روا ښکاري چې حتی په ملکي او خیریه برخو کې په کار مصروف وي.

هرات کې د ملګرو ملتونو په دفتر باندې برید یو لامل د دوی ناپوهي ښيي چې فکر کوي ملګري ملتونه هم له دوی سره په جګړه کې دي او باید دفترونه یې وسوځول شي او کارمندان یې مړه شي.

بل لامل دا کیدلی شي چې طالبان هسې هم د افغانستان د پرمختګ د مخنیوي لپاره راپورته شوي دي او کله چې یو ولایت کې د ملګرو ملتونو دفترونه نه وي، ښکاره ده چې هلته مرستې او نورې همکارۍ په وخت او کاملې نه وي.

نو طالبانو دا کار د دې لپآره کړی چې ملګري ملتونه له ولایتونو څخه خپل دفترونه وباسي، په دې سره افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول کم شي او طالبان به هغې هدف ته ورسیږي چې غواړي افغانستان او افغانان په ستونزه کې پآتې شي.

د برید په غبرګون کې د ملګرو ملتونو اعلامیه

په افغانستان کې ملګري ملتونه په هرات ولایت کې دخپل اصلي دفتر پر ودانۍ ننی برید په کلکو ټکو غندي چې په پایله کې یې یو افغان ساتونکی پولیس ووژل شو او نور افسران ټپیان شول.

په دغه برید کې حکومت ضد عناصرو د ملګرو ملتونو د تاسیساتو دروازه په نښه کړه چې په روښانه ډول پرې د ملګرو ملتونو نښې او علامې موجودې وې.

د هرات ښار شاوخوا سیمې چې د ملګرو ملتونو ودانۍ پکې موقعیت لري، جمعه د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ دجګړې شاهده وه. ملګري ملتونه په سملاسي توګه د برید په اړه د یو بشپړ انځور دترلاسه کولو په لټه کې دی او په همدې موخه له ښکلو اړخونو سره په اړیکه کې دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز وویل: “پرملګرو ملتونو دغه برید ډیر خواشینونکی دی او موږ یې په کلکو ټکو غندو.” هغې زیاته کړه: “موږ لومړی د قرباني شوي افسر کورنۍ ته تسلیت وایو او ټپي شویو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوو.”

په دغه پیښه کې چې د ودانۍ پر دروازه د هاوان پر مټ، او د مرمیو په ډزو برید وشو د ملګرو ملتونو هیڅ کارکونکي ته زیان ندی رسیدلی.

اغلې لاینز چې د یوناما مشره هم ده وویل: “ددغه برید ترسره کونکي باید وپیژندل شي او حساب ته را کاږل شي.”

د ملګرو ملتونو پر ملکي کارکونکو او دفتر برید د نړیوال قانون پراساس منع دی او کیدی شي جنګي جرم وبلل شي.

په افغانستان کې ملګري ملتونه یو ملکي سازمان دی چې د سولې د هڅو پر ملاتړ، د ټولو افغانانو د حقونو پر بهتره کیدو او د بشردوستانه او پرمختیايي مرستو په ترسره کولو تمرکز لري.

ملګري ملتونه د افغانستان د امنیتي خدماتو د ریاست له هغو افسرانو مننه کوي چې له برید کونکو څخه یې د ودانۍ دفاع وکړه.

د طالبانو اعتراف

طالبانو په یوه اعلامیه کې اعتراف کړی چې هرات کې د دوی وسله والو د ملګرو ملتونو په دفتر برید کړی دی، دا اعلامیه د قطر سیاسي دفتر په غوښتنه خپره شوې او جنګي طالبان ورسره مخالفت لري.

جنګي طالبان هر ځای باندې برید جایز او روا عمل بولي او که هر څوک پکې ووژل شي، دوی یې کیسه کې نه دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم ورته بریدونه کړي، خو بیا یې مسوولیت نه دی منلی، خو له دې برید ځکه نه شول منکر کیدلی چې طالبانو مخامخ برید پرې کړی او برید د ملګرو ملتونو دروازې ته نږدې په دې دفتر شوی چې شاوخوا طالبان و.

که دا برید داسې ځای شوی وی چې افغان ځواکونه او طالبان پاشلي جګړه کې وی، بیا یې مسوولیت طالبانو نه منه او تر منکر کیدلی شو، خو دا چې برید مخامخ طالبانو کړی او افغان ځواکونه شاته و، نو ځکه تر نه دي منکر شوي او دا یې یو سهوي عمل بللی دی.

لکه پورته مې چې یادوونه وکړه چې دا اعلامیه د قطر سیاسي دفتر ورکړې او هغوی مجبور و چې دا کار یې کړی وی، خو د طالبانو وسله وال دې اصولو ته ژمن نه دي او ټول بهرنیان چې ملکي او خیریه برخو کې کارونه کوي، هم ورته اشغالګر ښکاري.

کورني او بهرني غبرګونونه

د ملګرو ملتونو په دفتر باندې برید کورني او بهرني غبرګونونه لري، د بشر حقونو ادارې، افغان حکومت، امریکا او نورو هېوادونو دا برید غندلی او له طالبانو یې غوښتي چې هر څه ژر د دې برید په تړاو څېړنو ته زمینه برابره کړي.

هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر د طالبانو برید د طالبانو سیاسي دفتر ته تاوان کوي، وسله والو ته یې هیڅ تاوان نه رسیږي، ځکه هغوی په زرګونه ښکاره جنایتونو باندې تورن دي او مستندې ويډیوګانې یې شته دی.

د طالبانو وسله وال پرته له تاوتریخوالي بل څه نه لري او د جګړې پر مهال نه د بشر حقونه په پام کې نیسي او نه انسانیت ته ارزښت ورکوي، هر هغه کار کوي چې زړه یې وغواړي.

اوس طالبان مجبور دي چې د دې برید حساب ورکړي، که داسې و نه شول، امکان شته چې ملګري ملتونه قطر ته ووایي چې د طالبانو دفتر دې بند کړي او دا ډله لا هم په تور لیست کې شامله ده.

پایله

هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید سره روښآنه شوه چې دا ډله نه ده بدله شوې، لکه ۲۵ کاله مخکې چې کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته د ټولو اصولو خلاف دننه شول، ډاکټر نجیب الله یې راوویست او شهید یې کړ، داسې ۲۵ کاله وروسته هم د ملګرو ملتونو دفتر باندې یې هرات کې برید وکړ.

نه د طالب جامه بدله شوې، نه یې شکل بدل شوی، نه یې بشري قوه بدله شوې، نه یې اعمال بدل شوي، نه یې پآلیسي بدله شوې، نه یې ملاتړ کوونکی هېواد بدل شوی او نه ترهګري بدله شوه.

هغه مهال یې هم همدا لونګۍ وهلې، اوږدې جامې ، ښیرن سرونه او ښیرنې ږیرې به یې نیولې وې، اوس یې هم همدا ډول دي، هغه مهال هم ورسره جاهل خلک و، لوستې خلک پکې نه و، یواځې د ټوپک په زور یې خبرې کولې، اوس هم ورسره همغه خلک دي چې په منطق او خبره باور نه لري او یواځې د زور خبره کوي، هغه مهال یې هم خلک وهل، ډبول، مړه کول، تاسیسات یې ورانول، پل پلچکونه یې الوځول، زده کړو او د ښځو کار ته یې اجازه نه ورکوله، اوس یې هم نه ورکوي. هغه مهال يې هم پآلیسي د زور زیاتي او تاوتریخوالي وه او اوس هم همغه پآلیسي لري، هغه مهال یې هم رهبري پآکستانیانو کوله او اوس یې هم کوي.

نو څه بدل شوي؟ طالب هیڅ بدل شوی نه دی، یواځې خلیلزاد او د بهرنیو هېوادونو ځینې استازي د قطر دفتر له مشرانو سره کیني او فکر کوي چې ټول طالبان همداسې دي، خو داسې نه ده، د طالبانو وسله وال وحشیان او په څلورې ځناور دي.

د ملګرو ملتونو دفتر باندې برید سره ټولو ته روښانه شوه چې طالب نه بدل شوی، نه بدلیږي او نه به بدل شي. طالب همغه ځناور دی، ځکه له دوی سره په لیکو کې د سړي زوی نشته، هیڅ انسان پکې نشته، له مور او پلار ازار وهلی، تللی له طالب سره یې وسله اخیستې ده، نو له هغې به د انسانیت څه تمه وکړو چې خپل مور او پلار ته يې ښه ورځ نه ده ښودلې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button