کله چې تاسې پلان او برنامه د افغانستان د راتلونکي لپاره نه درلوده نو بیا ولې مو دې کړېدلي، در به در او غمځپلي، سیند ښوروا او غر مو غوښه کړه؟ ولې مو دې ولس ته غوړې غوړې ژمنې ورکولې؟
تاسې خو ویل چې د اقتصاد پیاوړتیا لپاره برنامه لرو، د بې کارۍ له منځه وړلو لپاره برنامه لرو، د پوهنې او د لوړو زده کړو د پیاوړتیا لپاره برنامه لرو، د امنیت د ټینګښت لپاره برنامه لرو، د عدالت د ټینګښت لپاره برنامه لرو، د هیواد افغاني فرهنګ د پرمختګ لپاره برنامه لرو او د افغانستان د بیارغاونې لپاره برنامه لرو. اوس ستاسې دغه ټولې برنامې څه شولې؟ چیري دي؟ آیا غوښتل مو چې ملت دوکه کړۍ او په سترګو کې یې خاورې واچوۍ؟ آیا تاسې د سیاسي قدرت تږي نه وۍ؟ آیا تاسې د ریس صیب او جلالتمآب ویلو تږي نه وۍ؟
تاسې اصلا په بیلابیلو برخو کې د افغانستان لپاره هیڅ برنامه نه درلوده او نه هم لرۍ او دغه وخت ثابته کړه چې هر څه او هره ژمنه مو تش د سیاسي واک ته درسيدو لپاره وه. یوازې ومو غوښتل چې ملت په تشو او احساساتي شعارونو دوکه کړۍ.
افغانستان ستاسې په دغو سل ورځنیو او یا هم دوه سوه ورځنیو پلانونو؛ نه جوړيږي او نه هم بدلون مومي. افغانستان بنسټيزه تحول او بدلون ته اړتیا لري، افغانستان لوي، ملي اوږدمهالې ستراتیژۍ ته اړتیا لري، افغانستان یو فعال، ځواب ویونکي او نوي سیستم ته اړتیا لري، افغانستان زړه سوانده او ژمنو افغانانو ته اړتیا لري نه ختيځ ځپلو او لویديځ ځپلو ماشيني ماسټرانو او ډاکټرانو ته چې حتا د افغانستان په رسمي او غیر او رسمي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کول هم نشي کولای، قانون، اصول، مقررات، لوایح، افغاني ارزښتونه او د هیواد په تاریخ پوهیدل خو دوي ته بیخي لويه خبره ده.
نو د خداي لپاره په خپل دغې کړيدلي، ځورېدلي او در به در ولس رحم وکړۍ او خپلو ژمنو ته مو د عمل جامۍ واغوندۍ، پریږدۍ نوره مو دا پلان او پلان جوړونه، د عمل په ډګر کې ولس ته ثابته کړۍ چې دوي ته د خدمت کولو لپاره سیاسي قوۍ اراده لرۍ، د خلکو لپاره د هیلو او اومیدونو دروازې د راتلونکي لپاره پرانیزۍ، سيستم جوړ کړۍ، امنیت ټینګ کړۍ، اوسنی ناورين کنټرول کړۍ، له هیواده بهر نورو هیوادونو ته د خلکو د تیښتې مخنیوی وکړۍ، خلکو ته کار ورکړۍ، عدالت ټینګ کړۍ او بلاخره راځۍ خلکو ته په رښتیني توګه ووایاست چې د ناامنۍ علتونه څه دي؟ د پردې تر شا څه لوبه روانه ده؟ تر څو خلک هم پوه شي او یا هم کم تر کمه تاسې درک کړلی شي. خو که چیري دا کار و نه کړۍ نو ستاسې او د ولس تر منځ به مو واټن زیات شي، خلک به تاسې یوازې پریږدي او حتا ستاسې خپل نږدې ملګري او خپلوان به هم تاسې یوازې پریږدي نو بیا به تاسې افغان ولس او د افغانستان تاریخ ته مسول او ځواب ویونکی وواوسۍ.