د ملا هیبت الله سره شک پیدا شوی، چې که جوړ جاړی کیږي ځای به یې ملا برادر ونیسي

د ملا هیبت الله سره شک پیدا شوی، چې که جوړ جاړی کیږي ځای به یې ملا برادر ونیسي

سیدعبدالله پاچا

د طالبانو مشر ملا هیبت الله چې ځای او ادرس یې مالوم نه دی، حتی یو پيغام یې هم نه خپریږي، وروستیو کې د ملا عبدالغني برادر په پریکړو او فعالیتونو باندې اندیښمن شوی دی.

ملا غني بردار اوس د طالبانو ټول سیاسي اړخ مسوولیت پر غاړه لري، ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته سفرونو کوي او له امریکا، ایران، پاکستان او روسیې سره یې اړیکې هم پياوړې کړي او پراخه کړي دي.

له همدې کبله ملا هیبت الله او هغه ته نږدې کسان اندیښنه لري چې داسې نه راتلونکي حکومت او یا جوړښت کې د ملا هیبت الله ځای، ملا عبدالغني برادر ونیسي او د دوی برخه به خواره شي.

دا اندیښنې له وړاندې وې چې اوس په جنجالونو بدلیدونکي دي او لامل یې دا دی چې د طالبانو سیاسي دفتر ډير کله موضوعات له مشرتابه سره نه شریک کوي او پریکړې په خپل سر کوي.

ملا عبدالغني برادر ته نږدې کسان اوس ځانونه ملا هیبت الله ډلې ته ډير ژمن نه ګڼي او هر هغه پریکړه چې ملا برادر وکړي، دوی ورته درناوی کوي او که ملا هیبت الله یې وکړي، بابیزه یې اخلي.

ملا هیبت الله ته نږدې کسان بیا په ټوله کې اندیښنه لري چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، لیرې نه ده چې ملا هیبت الله له صحنې لیرې او پر ځای یې یو بل کس وګمارل شي.

په لوړه او ټیټه کچه د طالبانو ترمنځ اختلافات شته ، خو دا اختلافات رسنیز کیږي نه او هڅه کیږي چې بیرون ته یې د اختلافاتو خبر و نه رسیږي.

وسله والې ډلې هم په یو او دوه کې پاتې دي، نه پوهیږي چې څنګه او له چا سره په جبهه کې لاړ شي، سولې سره لاړ شي او که جګړې سره ، ملا برادر او د قطر دفتر ومني او که د کویټه شورا امرونه.

دا ټول هغه څه دي چې د طالبانو ترمنځ یې یو جدي جنجال راپورته کړی او لیرې نه ده چې دا ډله په څو برخو وویشل شي.

تراوسه د طالبانو ټول نظامیان په تمه دي چې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي او دوی کابل ته د قاتحینو په څېر ننونځي، خو د قطر دفتر دا خبره له وسله والو یا نظامي کسانو پټه کړې چې دوی سره بیا هیڅکله نړۍ او د سیمې هېوادونه طالبانیزم نه غواړي.

که چیرې د سولې په تړاو وروستۍ پریکړه وشي او طالبان له جګړې لاس اخلي، نو هغه وخت به د طالبانو د پاشل کیدو ښکاره غږ واوریدل شي، ځکه د طالبانو جنګي ډلې پوهیږي چې یواځې د جګړې په ډګر کې امتیازات ترلاسه کولی شي او واکمني چلولی شي، نورو برخو کې هیڅکله دوی نه شي کولی چې حکومتولي، واکمني وکړي او امتیازات ترلاسه کړی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button