د ملا هبت الله د مرګ په اړه ګنګوسې او طالبانو مسؤلیت

نویداحمد څرک

وروسته له هغه چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د امنیتي سکټور له لوري په یوه خبري کنفرانس کې د طالب مشر ملا هبت الله د ژوند په اړه شک څرګند کړو، یو ځل بیا دغې خبرې زور اخیستی چې ملا هبت الله ممکن وژل شوی وي. محب ویلي و« دا ۱۲ میاشتې کېږي چې د ملا هبت‌الله هېڅ خبر نه‌شته، خپله طالبانو هم دا ۱۲ میاشتې له هغه څه نه‌دي اورېدلي، اول باید پر دې پوه شو چې هبت‌الله شته او که نه‌شته؟ د دې ځواب باید طالبان ورکړي چې چېرته دی، نه‌یې کوم غږیز کلپ وتلی او نه چا ورسره لیدلي دي، استخباراتي معلومات دا تأییدوي.»

د محب له دغې خبرې وروسته ځینو رسنیو او د روانو چارو شنکونکو د دغه موضوع په اړه تبصرې ولیکلې. تازه په ټویټر کې ګڼو افغانانو یو ټرېنډ چلولی او پوښتنه یې کړې چې «ملا هبت الله چېرته دی؟» خو لا هم د دغه پوښتنې ځواب ګونګ دی او نه هم تر اوسه طالبانو پدې اړه څه ویلي دي.

د ملا هبت الله د مړینې په اړه شکونه کله او له کوم وخت راهیسې پیل شول؟

د کوېټې په کچلاغ کې له چاودنې وروسته چې د ملا هبت الله ورور او ده ته نېږدې کسان پکې ووژل شول، داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې په دغه چاودنه کې ملا هبت الله ټپی شوی او وروسته یې د خپلو ټپونو له امله ساه ور کړې ده، دا ګنګوسې هله پسې زیاتې شوې او د رسنیو پام ورته وا وښتو چې د ملا عمر زوی ملا یعقوب هم یوه تبصره وکړه او ویلي یې و (د کوېټې د کچلاک سیمې په یو جومات کې له چاودنې وروسته مې خپل مشر ملا هبت الله رحمه الله ندی لیدلی، او اوس مې دا شک په یقین بدل شوی چې هغه به وژل شوي وي، ما تر برید مخکې خپل قدرمن مشر په وار، وار لیدلی، خو اوس د ده په ادرس ماته کتبي پیغامونه او امرونه راځي، حال دا چې مخکې داسې نه وو او موږ به تل په ځينو مواردو مخامخ سلا مشورې کولې.)

لدې علاوه مشهورې رسنۍ فارن پالیسي د میلادي کال په جون کې یو راپور کې ویلي و: ” د افغان طالبانو مشر په کورونا اخته شوی او ممکن د درملنې پر مهال مړ شوی وي”.

دغه رسنۍ د مولوي محمد علي جان احمد په نوم د یو کس له خولې چې د طالبانو یو مهم پوځي چارواکی یې بللو زیاته کړې وه: “زموږ مشر ناروغ دی، خو بېرته ښه کېږي”.

خو دې رسنۍ ته کوټه کې درې طالب چارواکو چې نومونه یې نه و په ډاګه شوي ویلي چې، دوی فکر کوي چې ملا هبت الله له دې ناروغۍ مړ شوی دی.

د لندن په رویال یونایټېډ سروېس انستیتوت کې د طالبانو د چارو کارپوه انټونیو ګیسټوزي دې ورځپاڼې ته ویلي چې طالب سرچینو د ملا هبت الله ناروغي منلې ده، چې سخت ناروغ دی او پاکستان کې بستر دی، ځینو طالبانو ویلي روسیې ته د درملنې لپاره لېږدول شوی دی.

خو د طالبانو سیاست ته په کتو هر څه ممکن دي، ځکه دوی د خپل پخواني مشر او بنسټګر مړینه هم کالونه پټه ساتلې وه، چې وروسته بیا ور باندې ډېرو طالب مشرانو اعتراض هم کړی و، چې د دوی له ډلې یې د ملا رسول، ملا منان نیازی او ملا قیوم ذاکر یادولی شو. ممکن هغه کرونا هم نه وي، ممنکن هغه د خپلمنځي اختلافاتو په وجه وژل شوی وي، ممکن هغه د ای اېس ای لخوا وژل شوی وي، ځکه د ملا برادر را مخکې کیدل هم دا شک پیاوړی کوي.

اوس د دې پوښتنې ځواب ډېر ضرور او مهم دی چې «چې ملا هبت الله چېرته دی؟» زه پدې باور یم، چې د سولې پروسې له پیله تر اوسه د طالبانو په لیکو کې ګڼ اختلافات او د پاکستاني استخباراتو مداخلو صورت ونیوه، کیدای شي، په روانو تعملاتو کې نوموړی وژل شوی وي. خو په هر صورت طالبان باید له پلمو تېر شي، دوی دې حد اقل د خپل مشر یو تازه غږیز کلېپ خو نشر کړي، که نه یې شي کولای نو د ملا هبت الله د مرګ خبر د سړي ذهن اخلي، موږ ته یې څه هغه که وژل شوي وي یا ژوندی وي، یا یې طالبان په اړه څه وايي یا یې نه وايي، خو زما ډار په دې کې دی، چې د پاکستان استخبارات او پوځ هسې نه په داسې وخت کې د ده مړینه رسنیزه کړي، چې د سولې پروسه یوې مطلوبې نتېجې ته رسیدلي وي، هغه وخت به اوسنۍ ټولې منډې ترړې عبس لاړې شي او د سولې ګډوډولو لپاره به د ده مړینه پلمه او بنیاد شي، بیا هم په تاکید وایم، چې په دې حساس وخت کې هر څه چې وي، طالبان باید دغه پوښتنې ته ځواب ووايي چې «ملا هبت الله چېرته دی؟»

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button