د مغزو روغتیا لپاره د چوپتیا ارزښت

ژباړه: غرڅنۍ ساهو

آیا د چوپتیا په اړه څه پوهېږئ؟ په ښار يا کلي کې ژوند کوئ؟ ستاسو اعصابو او مغزو لپاره چوپتيا څه ارزښت لري؟ په دې لڼد راپور کې مو په اړه یې پلټنې کړي.

په ۲۰۱۱ ز کال کې د روغتیا ساتنې نړیوال سازمان يو راپور خپور کړ چې د ټولنې صوتي ککړتیاوې یو مدرن طاعون وباله؛ او وویل چې د غږونو شور ماشور پر اعصابو بده اغیزه کوي.

هغه خلک چې لویو لارو ته نږدې کورونه لري، د ورځې څه چې د شپې هم له شور نه په کراره ساه نه باسي. ډیري يې په دې هڅه کې دي چې د استراحت لپاره آرامه ځای ومومي.

د دغو ستونزو لرې کولو لپاره د طبابت نړۍ کې نوې لارې منځته راغلي چې یوه يې هم لس دقیقي رژیم يا سهارنۍ چوپتیا ده.

دلته څو ټکي د مغزو روغتیا لپاره په ګوته کوو:

  1. چوپتیا يا سکوت استرس کموي:

د څیړنو پر بنسټ د وینې لوړ فشار ،ښه نه اوریدو او د زړه حملې لامل د غږونو شور دی. او همدا راز د وجود ټول سلامت په خطر کې اچوي.

لوړ آوازونه؛ د مغزو آمیګدال چې د احساساتو درک په غاړه لري، تحریک کوي یې چې ورسره استرس ډیریږی او کورتیزول هورمون تولید کېږي.

په داسې حال کې چې سکوت یا چوپتیا د بدن او مغزو ټوله نارامي لرې کوي او انسان ته سکون ور به برخه کوي.

  1. چوپتیا ذهني توان بیرته لاسته راوړي:

په ورځني ژوند کې تل حسي اطلاعات مغزو ته لېږدول کېږي. پړیکړې، د ستونزو حل او د ورځني ژوند کنترول ماغزه ډیر بوخت ساتي او هره ورځ بار بار دا کارونه تر سره کوي، چې له همدې امله د مغزو توان او تمرکز کمېږي چې ښایې د نورو مسایلو حل لپاره یو څه ستونزې انسان ته پېښ شي.

نو کله چې استراحت کوو او چوپتیا غوره کوو، ماغزه بیرته د بیا رغونې او  انرژې ذخیره کولو توان مومي.

  1. چوپتیا د مغزي سلولونو بیا رغونې لامل کېږي:

د ۲۰۱۳ ز کال څیړنو پر بنسټ چې خپله تجربه يې په موږک تر سره کړې وه، پایلې يې د Brain په نشریه کې خپرې شوې؛ د ورځې دوه ساعته چوپتیا له امله په هیپوکامب کې نوي سلولونه جوړېږي چې د مغزو دا برخه د یادښتونو ساتنه او د احساساتو کنترول په غاړه لري. څو شیبې چوپتیا د موسیقي نه اوریدلو نه ښه ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button