د معدې زخم، لاملونه او درملنه!

انتظار احمد

د معدې زخم چې په انګلیسي ژبه کې ورته پیپټیک السر وایي.

په ولسي ژبه کې ورته د معدې اود کوچنیو کولمو د  اثنا عشر زخمونه وایي او په ټولیز ډول سره  هغه دردونکې ټپونو ته وایي، چې د معدې  د داخلي دیوال او یا هم د کوچنې کولمې د اثنا عشر په برخه کې رامنځته کیږي.

د دغې ناروغۍ څخه په نړۍ کې ډیری انسانان ځوریږي ، په ټولیز ډول د ژوند په هره مرحله کې  لیدل کیږي یعنی  په ماشومتوب، ځوانۍ او سپین ږیری والۍ .

د معدې د زخمونو یا ټپونو د رامنځته کیدو لاملونه ددغې ناروغتیا د پیداکیدو په  لومړیو وختونو کې څرګند نه وو، مګر  نن ورځ له نیکه مرغه  طبې څیړنو په اثبات رسولي چې د معدې زخمونه په معده او کوچنیو کولمو د اثنا عشر په برخه کې د مایعاتو د نابرابرښت والۍ له امله رامنځته کیږي.

د معدې زخمونه د التهاب ضد غیري اسټرویډي درملو لکه اسپرین، نایروکسین او ایبو پروفین درملو له ډیر کارولو څخه هم منځته راځي .

د معدې زخمونه ۷۰ سلنه د هیلیکو باکټر پیلوري  په واسطه  رامنځته کیږي.

د معدې د زخم مورفولوژي انځور

د معدې د زخم نښې

د معدې زخم لاندې نښې لري:

  • د سوزیدنې یا مالښتې درد دمعدې په لاندینې یا پورتنې برخه کې ډیر ځلې د خواړو اخیستنه د شپې له لورې.
  • د معدې درد او سوزیدنه.
  • کانګې یا د غذایی موادو بیاګرځونه.
  • د وینې بیرته ګرځول چې ډیر ځلې قهوې ته ورته رنګ.
  • دوزن له لاسه ورکول.
  • شدید دردونه دمعدې په پاسنې یا منځنې برخه کې.
  • دمعدې دردونه چې ډیر ځلې ناروغان یی  د ځیګر په لاندې برخه کې د پښتیو په منځ کې حس کیږی.
  • د معدې دردونه د ډوډې خوړلو څخه شل دقیقې وروسته پیلیږي که د خیټې درد وي نو د خوراک څخه دوه نیم ساعته وروسته پیلیږي.
  • د زړه بدوالی : ډیر ځلې د غوړ موادو، چاکلیټونو، ګازلرونکی څښاک تر خوړو او څښلو وروسته د زړه د بدوالی حس کوي.
  • د اشتها کموالی.
  • د لږ خوراک وروسته د موړتیا حس کول.
  • سرګرځیدنه او خوا ګرځیدنه .
  • د بولو یا غایطه موادو رنګ یی تور وي.
  • د نس پړسوب ، قهر او دستړیا نښې ورسره ملګري وي.

د خطر فکتورونه:

  • ۷۰ سلته د میکروب رامنځته کیدل د ایچ پایلورې په واسطه .
  • د NSAID  کارول لکه اسپرین ، ایبوبرفین او ناپروکسن ډیر کارول.
  • د کورنۍ غړي چې مخکې تر دی د معدې په زخم اخته شوی وي.
  • د الکولي مشروباتو ډیر څښل.
  • عمر له ۵۰ کلنې څخه زیاتیدل.
  • د تنفسي سیسټم شد ت لرونکې ناروغي .
  • د پښتورګو له کاره لویدل او هایپر پاراټایروډیسم د کلسیم دکمښت له امله د معدې اسید پورته ځي .
  • رواني فشارونه
  • د زولینګر ایلسن سنډروم (چې د نیورو اندوکراین د سرطانونو له امله د اسیدونو اندازه زیاتیږي، د اثنا عشر ،جیجونو او ایلیوم کوجنی کولمې تپونه لیدل کیږي).
  • د مري په برخه کې د معدې عکس العملونه.
  • په کوچنیو کولمو کې د د مایکل ډایورټیکولم او معدې هیټروپا رامنځته کیدل.
  • د هاضمې سیسټم د سرطانونو په واسطه.
  • د اسید تولید د ګاسترینوم په واسطه ، د معدې سرطانې حجري چې د اسید د تولید لامل ګرځي.

د معدې د زخم تشخیص :

معالج ډاکټر د ډیرو ساده پوښتنو په مطرح کولو سره دمعدې  د زخم نښې پیدا کوي، له دی وروسته چې ډاکټر د ناروغې  نښې نښانې ومومي نو ډاکټر په پیل کې د ځینو ابتدایي  د معدې د درد  ضد  او انتې اسید درملو څخه ګټه پورته کوي.

 ځینې وختونه د معدې لپاره اندوسکوپې کاروی چې  اندوسکوپي داسي يوه اله ده چه په سرکي يي يو کوچني او پر مختللي کامره ده چه ددي کامري په واسطه دمعدي او کولمو داخلي ديوالونه په ډيري اساني سره دتلويزیون پر پرده په واضح ډول ښودلاي شي چه هلته زخم يا غيري نورمال حالت شتون لري که نه ،  همدارنګه اندوسکوپي پواسطه دمعدې  دداخلي برخو څخه د غوښې د کوچنیو ټو ټو اخیستل هم ډیر اړین دی چې ترې د  ناروغتیا په څیړلو کې ګټه اخیستل کیږي. 

د معدې زخم درملنه :

لاندینې درملونه یی دمعدې د زخم د کنټرول لپاره ګټور دی:

انتي اسیدونه :

انټې اسیدونه ضعیف قلویات دي جې د معدې هایدروکلوراید اسید سره مالګه او اوبه جوړوی. دغه درملونه په ټولیز ډول سره  دخوړو څخه وروسته ۴۵ Meq/l  هایدرو کلوریک اسید تولیدیږي چې  ۱۵۶ Meq /l   ډوز په ور ځ کې یو ه ساعت له خوړو وروسته ناروغ ته ورکول کیږي او په ۲ ساعتونو کې د معدې اسید خنثی کوي.

  • Sodium bicarbonate
  • Calcium carbonate

د H2  اخذې انتې ګونیسټونه :

ددغو درملو ډوز د پښتورګو او ینې ناروغیو په شتون کې باید لږ شي . په ټولیز ډول سره دمعدې د پیپسین او د اسیدو اندازه په لوړه کچه او ژر راښکته کوي.  

دغه درملونه په ورځ کې دوه ځلې ناروغ ته  ورکول کیږي، که له خواړو څخه دوه ساعته مخکې وکارول شي نو د معدې اېښسیدل راښکته کوي همدارنګه د مرۍ په التهابونو او میکروبې کیدلو کې کارول کیږي او د دغه درملونه د ۶ څخه تر ۸اونیو پورې توصیه کیږي.

  • Cimetidine دغه درمل د ۴۰۰ څخه تر ۸۰۰ ملي ګرامه په هرو لسو ساعتونو کې ورکول کیږي .
  • Ranitidine دغه درمل د ۱۵۰ ملي ګرامه په هرو لسو ساعتونو کې ورکول کیږي.
    • Famotidine دغه درمل د ۲۰  ملي ګرامه په هرو لسو ساعتونو کې ورکول کیږي .
    • Nizatidine دغه درمل د ۱۵۰ ملي ګرامه په هرو لسو ساعتونو کې ورکول کیږي .

د معدې د موکوزا ساتونکی مواد :

  • دمعدي او کوچنی کولمو د اثنا عشر برخه یو ډول خپل ساتونکې توکي لري چې د  پیپسین او  اسید اندازه راښکته کوي.
  • د موکوزا او بشروي حجري نږدي نښلیدنه د اسید او پیپسین د تیریدو مخنیوی کوي.
  • بشروي بای کاربونیټ افرازات  دمعدې د لومین PH   کچه را پورته کوي .
  • دوینې جریان چې له ځان سره حیاتي عنصرونه او بای کاربونیټ له ځانه سره لري.
  • بشروي پروسټاګلانډین چې د بای کاربونیټ او بشروی حجروته د ویني جریان تحریکوي

سکرالفټ :

  • سکرالفټ د سکروز مالګه ده چې  د سلفیټ  المونیم هایډرواکسایډ په نوم یادیږي.
  • دغه درمل په ورځ کې ۴ ځلې ورکول کیږي.
  • په ۶ ساعتونو کې په اوبو او اسیدونو کې ځان په ټپ او د معدې په تخریش شوي برخه ځان نښلوي.
  •  دبشروي حجرو پروسټاګلانډین او بای کاربونیت افرازات ډیروي.

د پروسټا ګلانډین انلوګ :

  • دغه درملونه دوینې جریان او بای کاربوناټ تحریکوي .
  • Misoprostol, دغه درمل د پروسټاګلانډین یو انلوګ دی  چې ډیر ی ځلی د معدې ټپونه د د رد تسکین درملو په واسطه رامنځته شوي وي رامنځته کیږي. چې  په ورځ کې  ۳ څخه تر ۴  ځلې ورکول کیږي.

د بیسموټ عناصر :

  • دغه درملونه د معدې ساتونکې پوښ ساتې او د تخریش او ټپونو په درملنو کې کارول کیږي.
  • ډیر ځلې د ایج پایلورې په درملنه کې کارول کیږي ځکه چې مستقیما د میکروب په له منځه وړلو کې برخه اخلي .
  • Bismuth Subsalicylate
  • Bismuth Sub citrate Potassium
  • د PPI  درملونه چې د معدې اسیدونه کموي او دمعدې د حالت د ښه کیدو لامل ګرځي ،  دغه درملونه باید په تشې معدې سره واخیستل شي یعنې له خواړو سره وانه اخیستل شي ، کم څه کم د خواړو له اخیستو څخه یوه ساعت مخکې واخیستل شي ، ددغو درمل اغیزه تر ۲۴ ساعتو نو پورې ښودل کیږی او باید ناروغ تر ۳ الی ۴ ورځو پورې درمل واخلي ، د PPI  درملونه عبارت دي له :
  • Omeprazole  دغه درمل ۲۰ څخه تر ۴۰ ملي ګرامه  د قوي درملو څخه دی چې په لږ وخت کې د  معدې د شدیدو اسیدیک ضد  خاصیت لري یعنې له ۳۰  دقیقو څخه په لږ وخت کې د معدې اسید راښکته کوي.
  • Esomeprazole دغه درمل ۲۰ څخه تر ۴۰ ملي ګرامه  په ورځ کوې ورکول کیږي ناروغ ته د رګ له لاري زرق کیږي
  • Lansoprazole   دغه درمل ۳۰ ملي ګرامه په ورځ کې ورکول کیږي  ټابلیټ په شکل  شته چې په خوله کې ایښودل کیږي او د اوبو سره د خولې له لارې توصیه کیږي.
  • Dexlansoprazole
  • Rabeprazole دغه درمل ۲۰ ملي ګرامه په ورځ کې ورکول کیږي.
  • Pantoprazol   دغه درمل ۴۰ ملي ګرامه په ورځ کې ناروغ ته ورکول کیږي ناروغ ته د رګ له لاري زرق کیږي

په ټولیز ډول دغه درمل د حاد پښتورګو او ینې ستونزو سره نارمل ډوز سره ورکول کیږي

انتي بایوټیک :

  • په هغه صورت کې چې معده میګروبي شوی وي انتي بایوتیک اخیستنه ګټور دی چې انتي بایوټیکونه د یو – دوه اونۍ پورې د معدې ضد درملو سره  یوځای توصیه کیږي .
  • دمعدې ځینې  وینه لرونکې ټپونه چې ممکن د ځینو جراحیو له امله  رامنځته شوی وي ،  د اندوسکوپې په واسطه  یی ښه درملنه کیږي.

د معدې زخم  وقایه:

دلاندې شیانو له څښلو یا ځوړلو څخه په جدي ډول ډډه  وکړئ:

  • سګریت مه څکوئ ځکه سګريټ څکول دمعدي دداخلي طبقي مقاومت راکموي او په اساني سره  پرې اسيد تآثير کوي او دزخم یا ټپ د رامنځته کیدلو لامل ګرځي .
  • الکولي مشروبات مه څښئ.
  • هغه درملونه چې پر معده ښه نه لګیږي د اسپرین، بروفین یا NSAID  له ډیر کارونې څخه ډډه وکړئ.
  • د تشویش او ذهني فشار څخه ځان باید په کلکه وساتئ .
  • ځینې ناروغي لکه د سږو ، پښتورګو او اروایی ناروغی دمعدې د زخم پاریدنې لامل ګرڅیدای شي.
  • د زیات غوړ او تبزابي شیانو له خوراک او څښاک څخه ځان وساتئ .
  • د مرچګو، اچارو، چکنیو او مسالو  څخه ځان وساتئ .
  • رومیان، مالټې ،  دستروس کورنۍ میوې لکه نارنج ، مالټه ، لیمو او کینو څخه په  کلکه ځان وساتئ .
  • خپل خوراک مو مناسبه اندازه کې وساتئ نه ډیر لږ نه ډیر زیات  .
نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button