د معدې د سرطان نخښې او لاملونه

ریاض مقامزی
کله چې د معدې پر سطحه سرطاني سلولونه رامنځته شي، دې حالت ته د معدې سرطان (gastric cancer) ويل کېږي. کېدای شي دا حالت پراختيا پيدا کړي او له معدې څخه د بدن نورو برخو لکه، خېټه، هډوکو او ځينو نورو ځايونه ته انتقال شي. تاسو به ددې لیکنې تر پايه ددې ناروغۍ پر علايمو او لاملونو پوه شئ.

علایم:
دغه ناروغي په لومړيو وختونو کې هېڅ ډول نښې نه لري. مګر د لږ وخت په تېرېدو سره ځينې علايم را ښکاره کېږي. لکه:
ـ د معدې سوځېدل.
په دې حالت کې به تاسو په مسلسله توګه د معدې سوخت لرئ. تل به د معدې له سوخته شکايته کوئ او ګولۍ مو یوازې په موقت ډول سوځېدل اراموي.
ـ د خېټې په پاسنۍ برخه کې د درد او دروندوالی احساس.
په دې وخت کې تاسو د خېټې په پاسنۍ برخه کې يو ډول درد او دروندوالی احساسوئ. فکر به کوئ، چې د سینې لاندينۍ برخه درنده ده.
ـ د ډوډۍ خوړلو په وخت کې له مړېدو وړاندې د درد او د مړښت احساس.
ډېر ژر به احساسوئ چې موړ یئ. حال دا چې تاسو به ايله یو څو مړۍ کړې وي. همدارنګه د ډوډۍ خوړلو په وخت کې به هم د معدې له درده کړېږئ.
ـ زړه بدوالی
اکثرا به د زړه بد والي احساس لرئ. فکر به کوئ، چې استفراق وکړئ. له خوړو به په سمه توګه خوند نه شئ اخيستی.
ـ بې اشتهايي
بې اشتهايي هم د معدې د سرطان له نښو څخه بلل کېږي. تاسو به په دوامداره توګه بې اشتهايي لرئ.
ـ د وزن کمښت
ورځ تر بلې به مو وزن کمېږي. که تاسو هر څومره قوي خواړه خورئ بیا به مو هم وزن نه زیاتېږي.
ـ د پوستکي زېړوالی
د پوستکي زېړوالی هم د معدې د سرطان له نخښو څخه بلل کېږي. که تاسو له پورتنيو علایمو سره ـ سره د پوستکي ژېړوالی هم لرئ، حتمن ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
ـ له کانګې سره د وينې راتلل

د عمر له اړخه ددې ناروغۍ شرحه:
په عمومي توګه دغه ناروغي له “۵۰” وروسته پیلېږي. په ډېرو کمو پېښو کې ناروغان له “۴۰” کالو کم عمر لري. تر ډېره چې ددې ناروغۍ ښکار کېږي عمرونه یې له “۶۰” کلونو ډېر وي.

علتونه:
د معدې سرطان یوه وژونکې ناروغي ده؛ په دې برخه کې موږ تاسو ته ددې ناروغۍ پر علتونو لنډه رڼا اچوو.
ـ په معده کې شديده هيپرتروفي (د سلولونو ډېره وده)
ـ د هیلکوباکترپیلوری به نوم میکروبی عفونت. د معدې په سرطان کې ددې میکروب ونډه ډېره لویه ده. مګر دده ترڅنګ ځينې نور عوامل هم شته. باید ووایو چې پر دې ناروغۍ د اخته کېدو ۹۰% علت همدا میکروب دی.
ـ د معدې زخمونه
ـ گاستريت آتروفيك ( ددې په پایله کې د معدې دننۍ برخه زیانمنېږي)
ـ د معدې جراحي
ـ د معدې د اسیدیت کمبود
ـ په غذايي رژيم کې ډېره مالګه کارول
ـ د سیګرټ، تریاکو او قیلون څښل
ـ د ډېرې غوښې خوړل
ـ د ګاز لرونکو څښاکو څښل
ـ کورنۍ یابقه درلودل

تشخیص:
د معدې د سرطان ناروغي ډېره خطرناکه ده. ډاکټران له دوو لارو دغه ناروغي تشخيصوي.
۱ ـ آندوسکوپی
۲ ـ رادیوگرافی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button