د معدې د سالم ساتلو لس (۱۰) رازونه

ډاکتر عبدالله مخلص

زیاتره خلک د معدې له درد او ناروغۍ څخه زورېږي. په دې لیکنه کې درسره د معدې د سالم ساتلو لس (۱۰) رازونه شریکوو، که غواړئ چې معده مو تل سالمه اوسي نو دې ټکو ته پام وکړئ.
معمولاّ د معدې درد له خوړو سره تړاو نه لري، یعنې کله چې انسان وږی شي، درد نه لري؛ خو له خوړو سمدستي وروسته درد احساسوي، چې له کانګو او معدې له تشیدو وروسته درد بېرته ښه کېږي.
د معدې زخم ممکنه ده د سوء هاضمې، کانګو، زړه بدوالي او د معدې د درد سبب شي.
۱. د معدې د سالم ساتلو یو ستر راز په سالمو خوړو کې دی، تل ګټور خواړه وخورئ او له بې ګټو خوړو څخه ځان وساتئ.
۲. بل راز دا چې باید خواړه پاک وي؛ د معدې ډېرې ستونزې د ناپاکو خوړو له امله پیدا کېږي.
۳. هڅه باید وشي، چې خواړه ډېر او په یو وار ونه خوړل شي؛ ښه به وي، چې سهار له خوا زیات خوراک، غرمه متوسط خوراک او ماښام باید ډېر کم خوراک وشي.
۴. سره کړي خواړه او مسالې هم د معدې لپاره ستونزې پیدا کولای شي؛ همدارنګه له ډېر سور او ګرم چای څښلو څخه هم باید ځان وساتئ.
۵. له ډېرو غوړو خوړو پرهېز وکړئ، مېوه او سبزیانې چې فایبر ولري ډېر استعمال کړئ؛ همدارنګه که مستې وخورئ ښایي د معدې په سالم ساتلو کې درسره مرسته وکړي.
۶. سټریس او روحي فشار له ځانه لیرې کړئ، ځکه د معدې لوی مشکل د سټریس له امله وي. د سټریس د لیرې کولو ډېرې طریقې شته. د مثال په توګه پر هغو کارونو سر مه خوږوه، چې ستا له وسه بهر وي او ته یې نه شې کنټرولولی او په دې ډول کارونو فکر مه کوه، ځکه دا کارونه له سټریس پرته بله نتیجه نه لري.
۷. تل د نیم ساعت لپاره منظم سپورټ وکړئ، سپورټ د نورو ګټو تر څنګ معدې ته هم ګټه لري.
۸. سره کړي خواړه، اوومه سبزیانې او خامه مېوه مه خورئ، له لعاب داره او مساله لرونکو خوړو څخه ځان وساتئ. سره کړي پیاز او خام پیاز د معدې ناروغانو ته تاوان لري.
۹. ښه به وي، چې ګازرې او یا هم د ګازرو اوبه ډېرې استعمال کړئ، ځکه معدې ته ډېره ګټه رسوي.
۱۰. سګریټ او نصوار مه استعمالوئ، دغه راز د ډاکټر له مشورې پرته درمل مه خورئ، که هغه د هر مرض درمل وي.
یادونه: که په معده کې هر ډول درد لرئ؛ ژر تر ژره ډاکټر ته ورشئ او معاینات وکړئ او علاج پیل کړئ. که علاج مو ونه کړ، نو ددې زیات امکان شته چې د معدې په سرطان اخته شئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button