د معدی سرطان ولې رامنځته کیږي او څنګه یې مخنیوی وکړو؟

د طبابت نړۍ سره له دې چې ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې ده خو بیا هم په تدریجي ډول د معدې د سرطان زیاتوالی ډېر ګواښونکی او خطرناک دی.

د معدې سرطان چې مختلف ډولونه لري لکه Adenocarcinoma ,lymphoma, gastrointestinal stromal tumors, او داسې نور پکې شامیلیږي.

چې د دې جملې څخه تر تولو معمول د معدې سرطان د Adenocarsinoma څخه عبارت ده.

چی د نړۍ ۹۰ څخه تر ۹۵ فیصده خلک چې د معدې په سرطان اخته دي د Adenocarcinoma پورې مربوط کیږي.

نو ادینو سارکونیما د معدې یو خبیث او مضره سرطان دی چی د نړۍ په سطحه دیر وژونکی ثابت شوی دی.

ولې د معدې سرطان رامنځته کیږي؟

د معدې سرطان د لاندې دلایلو په سبب رامنځته کیږي چې عبارت دي له:
۱:- د H.pylori باکتریا:
ایچ پایلوري هغه باکتریا ده چې په معده کې موقعیت لري او د معدې د التهاب سبب گرځي.

دغه التهاب که چیرې معالجه نشي د معدې په زخم بدلیږي، وروسته له هغې د معدې زخم د نه تداوي کیدو په صورت کې د معدې په سرطان بدلیږي چې وژونکي پایلې لري.

۲:- عمر (Age):
د عمر زیاتوالی هم د معدې سرطان د رامنځته کیدو د احتمال د زیاتوالې سبب ګرځي.

کوم کسان چې د هغوې عمر له ۵۵ څخه لوړ وي په دغه ناروغۍ د اخته کیدو لپاره ډېره زمینه مساعد کوي.

۳:- د خوړو رژیم:
خواړه د انسان په صحت کې تر تولو مهم رول لري.
کوم کسان چې د غیر صحي خوړو څخه استفاده کوي ډېر د معدې په سرطان اخته کیدلای شي.

هغه خواړه چې ډېر په لوگي باندې ککړ او ډېر په غوړیو کی سوځیدلې وي (smoked foods) په زیاته کچه د معدې د سرطان رامنځته کیدو ته زمینه برابروي.

نو د صحي خوړو په استعمال سره خپل صحت ته ضامن اوسیدلای شئ.

همدارنګه کوم کسان چې په کمه اندازه میوه او ترکارې استفاده کوي هغه هم د معدې د سرطان د رامنځته کیدو احتمال پکې زیات لیدل کیږي.

۴:ـ د دې سره سره وروستیو څیړنو ثابته کړې ده چې د دندې ډول هم د دغې خطر ناکې ناروغۍ په رامنځته کیدو کی رول لري.
د مثال په ډول کوم کسان چې داسې دنده لري چې ډېر له لوگي سره سر او کار لري لکه آشپز، نو دا ډول کسان د معدې د سرطان د اخته کیدو لپاره دیر مساعد دي.

۵:- چاغوالی ( obesity)هم د معدې د سرطان د رامنځته کیدو بل علت گنل شوی دی.

۶:- previous surgery
یعنې هغه کس چې پخوا یې د معدې یوه برخه عملیات کړي وي دغه کسان هم ممکن د معدې په سرطان اخته شي.

څنګه کولای شو د معدې سرطان وقایه او در ملنه یې وکړو؟

د معدې د سرطان د درلمنې څخه مخکې اړینه دا ده چې د معدې د سرطان د وقایې په اړه وپوهیږو.

صحت د الله ج لوی نعمت دی.
اړینه دا ده چې ورته ډېره جدي پاملرنه وکړو.

د پاکو او صحی خوړو په استعمال، پاک چاپیریال، او ورزش هغه څه دي چې د نورو مرضونو تر ترڅنګ د معدې له سرطان څخه هم وقاعیه کولای شي.

همدارنګه د معدې د سرطان د درلمنې په برخه کی اړینه ده چې باید لاندې ټکو باندې پوه شو:

الف: که چیرې د معدې سرطان په لومړیو مرحلو کې تشخیص شي نو د عملیات (surgery) په واسطه کولای شو د معدې سرطان علاج یعني له منځه یوسو .

ب: په هغه حالت کې چې معدې سرطان د بدن نورو غړو ته خپور شوی وي نو د کیمیاوي درملو په واسطه ( chemotherapy)، د وړانګو په واسطه(Radiotherapy) او داسې نورو لارو په واسطه تداوی کړو .

باید په یاد ولرو چې په داسې حالت کې د معدې د سرطان په مکمل ډول له منځه وړل یعنې معالجه سخته او ناممکنه ده.

ج: په هغه صورت کې چې د معدې د سرطان ډېره موده تیره شوې وي، نو په دغه حالت کې طبیب یوازې د درد آراموونکو درملو په واسطه د ناروغ درد ارامولی شي.

له پورته لیکنې ګټه پورته کړئ او د خپل روغ صحت لپاره هڅه وکړئ!

ډاکتره: پلوشه حلیم

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button