د مطالعې په جریان کې د فکري تمرکز لارې چارې

ليکنه: ریاض مقامزی
د ګټورې مطالعې لپاره تمرکز حياتي ارزښت لري. مګر له بده مرغه په اوسنۍ زمانه کې محیط داسې برابر شوی، چې زموږ فکري تمرکز ډېر ژر له منځه ځي. د موبایلونو، کمپيوټرونو، انټرنيټ او نورو عواملو له کبله انسان خپل تمرکز له لاسه ورکوي. خو له نېکه مرغه ځينې تګلارې شته، چې له موږ سره مرسته وکړي.
دا مهمه ده، چې د مطالعې په وخت کې زموږ فکري تمرکز باید پر مطالعې وي. نو راځئ، چې په همدې اړه پوه شو!

۱. د مطالعې لپاره مناسب ځای وټاکئ

تر ټولو لومړی قدم مو باید همدا وي، چې د مطالعې په وخت کې د مناسب ځای په اړه فکر وکړئ. د مطالعې ځای ستاسو د زده کړې پر قوت او فکري تمرکز مستقیما اغېز لري. په دې برخه کې اړينه ده، چې ځينو لارښوونو ته پام وکړئ!
ـ داسې ځای وټاکئ، چې په مناسبه اندازه رڼا ولري. که رڼا له اندازې ډېره یا کمه وي، ستاسو فکري تمرکز له مطالعې اوړي.
ـ د مطالعې کوټه مو باید منظمه وي. که په کوټه کې مو د کتاب لپاره مېز او د ناستې لپاره چوکۍ درلوده، نېکمرغه یئ. همدارنګه که د مطالعې ځای مو ګډوډ او نامنظم وي، ستاسو تمرکز به هم په هماغه اندازه کم وي.
ـ ځينې خلک عادت لري، چې د مطالعې په وخت کې یوې آرامې موسيقۍ ته هم غوږ شي. که تاسو هم دا عادت لرئ، کومه ستونزه نه ده. خو که تاسو یې له مطالعې ويستلئ د سندرې یا ميوزیک غږ ورو او یا یې بېخي بند کړئ.
ـ داسې ځای وټاکئ، چې له شور او غوغا لرې وي. تر څو ستاسو د مطالعې مزاحمت و نه شي.

۲. ټول الکترونيکي وسايل بند کړئ

که غواړئ، چې د اوږدې مودې لپاره د تمرکز په طریقه پوه شئ، نو باید خپل ټول الکترونيکي وسايل بند او له ځانه لرې کړئ. خو که د ضرورت له مخې کمپيوټر نه بندوئ کومه ستونزه نشته.
ـ الکترونيکي وسايل تاسو هڅوي، چې لاس ور وړئ او ګټه ترې واخلئ. په دې توګه ستاسو فکري تمرکز له مطالعې اوړي.
ـ پيغامونه، زنګونه او د موبایل نوټيکفشنس غږونه هم ستاسو تمرکز له منځه وړي.

۳. یوه مطالعاتي تګلاره ولرئ

تاسو باید و ازمایئ، چې په کوم وخت کې ښه زده کړه کولای شئ. دا کار تاسو سره مرسته کوي، چې له مطالعې خوند واخلئ. خلک مختلف خصوصیات لري، ځينې خلک د ورځې او ځينې نور بیا د شپې له مطالعې خوند اخلي.
ـ د خپلې علاقې وخت ته وګورئ او یو مهالوېش جوړ کړئ. خو باید د مطالعې په جریان کې دمې ته هم فکر وکړئ.
ـ د مطالعې لپاره معلومه موده وټاکئ. مثلا تاسو کولای شئ، چې هره ورځ “۱۵” دقیقې مطالعې پيل کړئ. وروسته له څو ورځو کولای شئ دا موده ډېره کړئ.
ـ له مطالعې وروسته د خپل فکر آرامولو لپاره ۱۰ يا ۱۵ دقیقې تفریح کولای شي، د مطالعې په وخت ستاسو تمرکز ته وده ورکړي.

۴. د مطالعې قوانين مراعات کړئ

په مطالعه کې د تمرکز زده کړه په دې معنا ده، چې تاسو باید د مطالعې قوانين مراعت کړئ. دا زده کړئ، چې بې ځايه فکرونه څنګه په شا و تمبوئ او خپل تمرکز پر خپلو زده کړو وکړئ.
ـ هر کله چې فکر مو بلې خوا ته شو، خپل ځان ته ټکان ورکړئ او بېرته کتاب ته مخه کړئ.
ـ حوصله ولرئ. تاسو باید د ژر بدلون تمه و نه کړئ. مطالعه په تاسو کې تغير راولي مګر په تدریجي توګه.
ـ که د مطالعې په وخت کې مو مهمه موضوع ذهن ته راشي، پر کاغذ یې وليکئ او وروسته یې په اړه اقدامات وکړئ.

۵. په کافي اندازه خوب وکړئ
که د مطالعې په وخت کې د تمرکز په راز پوهېدل غواړئ، لومړی باید پوه شئ، چې خپل خوب پوره کړئ. دا ښه خبره ده، چې ډېره مطالعه وکړئ مګر هېڅکله د مطالعې لپاره خپل خوب مه نيمګړی کوئ. څېړنو ښودلې ده، چې کم خوب د فکري تمرکز له منځه وړلو کې ستره ونډه لري. په یاد ولرئ:
ـ ستاسو بدن په شپه او ورځ کې “۷ ـ ۸” ساعته خوب ته اړتيا لری. دومره وخت خوب حتمي کړئ. باید ووایم، چې زیات خوب هم ستاسو روغتيا ته زیان رسوي.
ـ کله چې د بې خوبۍ په وخه کې مطالعه کوئ، دا مطالعه نه ده، بلکې د وخت ضایع ده.
ـ د شپې منظم خوب کول، تاسو سره مرسته کوي، چې مختلف مهارتونه ډېر ژر زده کړئ.

Exit mobile version