د مدیریت او رهبریت توپير

خوشحال اصفي
رهبري او مدیریت هغه مفاهیم دي چې کله ناکله مترادف یا د یو او بل پر ځاي استعمالیږي او ډیری وخت ددوي تر منځ بنسټيز توپير نالیدل شوی انګیرل کیږي، حال دا چې داسې نه ده بلکه ددې دواړو تر مننځ توپیر شتون لري. مدیریت د موخو ترلاسه کولو لپاره مدیریت د مادي او انساني قوې همغږي کولو ته وایي.

مدیر پلان جوړوي، کنټرول کوي، همغږي رامنځته کوي، ګمارنه کوي، راپور ورکوي او په دې لټه کې وي تر څو د سیستم اغیزمنتیا زیاته کړي خو رهبر بیا هڅه کوي تر څو له نوي فکر او آند سره د مدیرت د کار کچه لوړه کړي او یو سازمان یا یوه اداره هغه خپلو لوړو موخو ته ورسوي کوم چې غوښتونکی یي دی او په خپل کار کې د خلاقیت او د عمل نوښت لري.
د مدیر او رهبر څو اړین توپيرونه
لومړی: مدیر کارکوونکي لري خو رهبر بیا ملاتړي لري
دویم: مدیر کار کوي څو بدلون رامنځته کړي خو رهبر بیا په خپله بدلون رامنځته کوي
دریم: مدیر ښې نظریې لري خو رهبر بیا ښې نظري د عمل په ډګر کې پلي کوي
څلورم: مدیر ټیمونو یا ډلو ته لارښوونه کوي خو رهبر بیا ډلې او ټیمونه رامنځته کوي
پنځم: مدیر کریډت یا امتیاز اخلي خو رهبر بیا مسولیت اخلي
شپږم: مدیر پر خلکو د واک تمرین کوي خو رهبر بیا له خلکو سره یو ځای واک ته وده ورکوي
اووم: مدیر کوچنی او لنډمهال لیدلوری لري خو رهبر بیا لوي او اږدمهاله لیدلوری لري
اتم: مدیر کله ناکله په خپل تصمیم کې بدلون راولي خو رهبر بیا هیڅکله هم په خپل تصمیم کې بدلون نه راولي او د وخت او خپل فکر نه په مناسبه توګه ګټه اخلي
نهم: ښه رهبر ښه مدیر کیدلای شي خو مدیر هیڅکله هم ښه رهبر نشي کیدلای
لسم: مدیر ته رښتنولي او پاکي ډيره اړینه نه ده خو رهبر ته پاکي او رښتنولي یو اړین اصل دی.
دا هم د یو رهبر پنځه نورې اړینې ځانګړنې
۱ــ رهبر باید په خپله تصمیم نیونه کې چټکتیا ولري
۲ــ رهبر باید زړور او میړنی وي
۳ــ رهبر باید د کمال پالنې استعداد او روحیه ولري
۴ــ رهبر باید د بدلون لپاره لیوالتیا ولري
۵ــ رهبر باید په خپل رهبرۍ کې رښتنولي ولري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button