د محمد اشرف غني ژوند لیک

محمد اشرف غني په (۱۳۲۸ هـ ش) کال په یوه دينداره او مخوره کورنۍ کې وزېږېد. د خپل ماشومتوب لومړنۍ دوره یې په لوګر ولایت کې تېره کړه. دی په کابل کې له حبیبیه لېسې څخه فارغ شوی دی. پلار يې په شاهي دوره کې په بېلابېلو لوړو دولتي پوستونوکې دنده ترسره کړې ده.

محمد اشرف غني د ځوانۍ په لومړیو کې د زده کړو لپاره لبنان ته سفر وکړ او د بیروت په امریکایي پوهنتون کې شامل شو.

په (۱۳۵۲) کال یې په دغه پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړې. په (۱۳۵۳) کال افغانستان ته راستون او په کابل پوهنتون کې د ټولنيزوعلومو په څانګه كې د انسان پوهنې استاد شو. په (۱۳۵۶ هـ ش) کال د بورس په اخیستو سره د امریکا په کولمبیا پوهنتون کې شامل شو.

محمد اشرف غني د بیروت په امریکایي پوهنتون کې په لوړو نومرو د سیاسي علومو په برخه کې لیسانس او ماسټري اخیستې ده.دوهمه ماسټري یې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د امریکا له کولمبیا پوهنتون څخه تر لاسه کړې او وروسته یې په یاد پوهنتون کې د وګړپوهنې په برخه کې دوکتورا ترلاسه کړه.

محمد اشرف غني په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸م کلونو کې د امریکا له سکرانټن او د کاناډا له ګلف پوهنتونونو څخه دوې افتخاري دوکتوراوې هم تر لاسه کړې دي. دغه راز د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې یې د یوه کال لپاره د نبوي سیرت زده کړې هم کړې دي.

محمد اشرف غني د ډنمارک په اورهوس، د امریکا په بیکلي او جان هاپکنز پوهنتونونو کې استاد و.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال تېري پرمهال یې د کورنۍ ډېر غړي زندانیان شول او له همدې امله اشرف غني په امریکا کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه او د خپلې دوکتورا تحصیلاتو ته یې دوام ورکړ، د خپلې دکتورا رساله (تیزس) یې د افغانستان د معاصرتاريخ په باب ولیکله.

محمد اشرف غني ۱۳۶۲-۱۳۷۰ کلونو پورې په کاليفورنیا او جان هاپکنز پوهنتونونو کې د استادۍ دنده ترسره کړه. د يادو پوهنتونونو ترڅنګ یې د نړۍ په نورو ډېرو معتبرو پوهنتونونو لكه بكلي او اروس كې هم استادي كړې ده.

محمد اشرف غني په ۱۳۷۰ هـ ش کال په نړيوال بانک کې د لوی سلاکارپه توګه وګمارل شو، ۱۱ کاله یې په نړيوال بانک کې دنده ترسره کړه. ده خپل کار په ختيځه آسيا کې د پروژو په طرحه کولو پیل او وروسته یې د نړيوال بانک لپاره سیاسي ستراټیژي ترتیب کړه. اشرف غني پر ۱۳۷۵ کال په نړۍ كې د ادارو او دولتي بنسټونو په هکله یو لړ بنسټیز اصلاحات پېشنهاد کړل. نوموړي په چین، هندوستان او روسیه کې د لویو پروژو او اقتصادي اصلاحاتو د پلي کولو لپاره پنځه کاله اغېزناک کار وکړ. محمد اشرف غني په نړيوال بانک کې د کار پرمهال د هارورډ-اېنسيډ او سټنفورډ تجارتي پوهنتونونو لخوا د مشرتابه (رهبريت) تر عنوان لاندې جوړ شوي روزنيز پروګرامونه تعقيب کړل.

محمد اشرف غني د طالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته افغانستان ته راغی او د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي د لوی سلاکار په توګه يې کار پېل کړ. نوموړي د بن د پروسې په عملي کولو کار وکړ او په لنډ مهاله اداره کې یې د ادارې د مشر د سلاکار په توګه دنده ترسره کړه. د بېړنۍ لوی جرګې او اساسي قانون د لوی جرګې په جوړولو کې یې بنسټیز رول درلود.

محمد اشرف غني په ۲۰۰۲م کال د مالیې وزیر شو چې په دې برخه کې یې یو لړ ارزښتناک کارونه وکړل. په مالي برخه کې له بنسټیزو اصلاحاتو او نوښتونو سره یې د هېواد د مالي سياست، شفافيت اوحساب وركونې پروسه عملاً رامنځ ته كړه او په درې اونيو كې یې د دولت عوايد مركزي كړل.نوي بانک نوټونه یې چاپ او بازار ته وړاندې کړل. خزانه کمپيوټرايز شوه او د خزانې لپاره واحد سیسټم دود شو او د ګمرکاتو او تعرفې سیسټم اصلاح شو.

محمد اشرف غني د خپل باور او تجربو له بركته ډېرې نړيوالې مرستې جلب و جذب کړې. نوموړي ته د هغه د سترو خدمتونو له امله د افغانستان د هغه وخت جمهور رئیس حامد کرزي د سید جمال الدین افغان عالي دولتي مډال ورکړ. په ۱۳۸۲ کال د آسیايي هېوادونو ترمنځ د غوره مالیې وزیر په توګه هم وپېژندل شو.

محمد اشرف غني په ۱۳۸۳ کال د برلین په کنفرانس کې، د افغانستان د خلکو د راتلونکي د خوندي کولو په موخه اوه کلن پروګرام وړاندې کړ، چې غوره طرحه وپېژندل شوه. دغه راز د محمد اشرف غني په ابتکار د ملي پیوستون پروګرام رامنځته شو.

په ۱۳۸۳ کال کې د ښاغلي کرزي تر انتخابېدو وروسته محمد اشرف غني په کابینه کې له ګډون کولو ډډه وکړه او د کابل پوهنتون د ریاست دنده يې ومنله. هلته یې د دولتي اغېزمنتيا انسټیټیوټ بنسټ کېښود.

محمد اشرف غني په سلګونو علمي مقالو او اثارو سربیره د اسلام د مبین دین نفاذ، د ښځو حقونه او ټولنیز عدالت، په قبایلي ټولنه کې د دولت جوړول او د اسلامي شریعت په محکمه کې د شخړو هواری د هغه څېړنیز آثار او لیکنې دي.

د افغانستان معاصر ادبیات، د افغانستان څلورسوه کلن تاریخ، ناکام دولتونه او د هغوى د کاميابۍ تګلاره او د عادلانه نظام لاره هم د محمد اشرف غني له څېړنیزو آثارو څخه دي.

له محمد اشرف غني څخه د حامد کرزي په مشري د افغانستان حکومت په ډېرو مسایلو کې مشوره اخیسته چې د کابل کنفرانس د جوړېدو په شمول یې د زیاترو ملي پروګرامونو په ترسره کولو کې فعاله ونډه لرله.

دغه راز محمد اشرف غنی په ۲۰۱۰م کال کې له نړیوالو ځواکونو څخه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د واک د لېږد مسؤل و، چې د هیواد ۳۴ ولایتونو ته په سفرونو او دپراخو امنیتي تجربو په ترلاسه کولو سره یې دغه دنده هم په بریالیتوب ترسره کړه .

محمد اشرف غني په تېرو دواړو ولسمشریزو ټاکنو کې جمهوري ریاست ته نوماند وو.

محمد اشرف غني د ۱۳۹۳ هـ ش کال د انتخاباتو د دویم پړاو له ترسره کېدو وروسته د افغانستان منتخب جمهور رئیس شو او د همدغه کال د تلې د میاشتې په اوومه نېټه یې د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې د افغانستان د قاضي القضات پر وړاندې لوړه وکړه او د افغانستان د منتخب جمهور رئیس په توګه یې خپله دنده پیل کړه.

محمد اشرف غني د جمهور رئیس په توګه د خپل کار د پیل په لومړیو کې د اداري فساد پر ضد پراخه مبارزه پیل او د کابل بانک د بحران د قضیې د بیا او دقیقې څېړنې لارښوونه یې وکړه، دغه راز جمهور رئیس د ادارې د اصلاح او ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو په موخه د خپل کار په لومړیو شپو ورځو کې چټک او عملي ګامونه واخیستل چې افغانانو یې پوخ او تود هرکلی وکړ. د محمد اشرف غني اصلاحي او اقتصادي پروګرامونو خلک ښې، هوسا او بسیا راتلونکې ته زیات هیله من او باوري کړي دي.

نور ښکاره کړئ

One Comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button