امام احمدبن حمبل رحمه الله په خپل مسند کی[5/431] دعبیدرضی الله عنه څخه روایت کړی فرمایی : أن امرأتين صامتا فكادتا أن تموتا من العطش، فذكرتا للنبي صلى الله عليه وسلم، فأعرض عنهما، ثم ذكرتا له، فأعرض عنهما، ثم دعاهما فأمرهما أن يتقيئا فتقيئتا ملء قدح قيحاً ودماً وصديداً ولحماً عبيطاً!
فقال: (إن هاتين صامتا عما أحل الله، وأفطرتا على ما حرم الله عز وجل عليهما، جلست إحداهما إلى الأخرى فجعلتا يأكلان لحوم الناس).
ژباړه : دووښځوروژی نیولی وی اونیږدی وه چی له تندی دی مړی سی ، پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته دهغوی په اړه وویل سول ، هغه صلی الله علیله وسلم ورڅخه مخ واړاوه ، بیایی ورته یادونه وسوه پیغمبرصلی الله علیه وسلم بیاورباندی باک ونه کړ، دریم ځل بیاداسلام پیغمبرته دهغوی په اړه وویل سول ، پیغمبرصلی الله علیه وسلم هغوی راوغوښتلی اوپه قی وهلویی وګمارلی ، هغوی یوه ډکه پیاله وینی ، ژړی اوبه اوغوښی قي کړی !
داسلام پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : دغودووښځوله هغوشیانوڅخه روژه نیولی وه چی الله پاک حلال کړی خوهغه شیان یی بیانه دی پریئښی چی خدای ورباندی حرام کړی ، دوی دواړی له یوی بلی سره کښینستلی اودخلګوغوښی یی خوړلی دی (یانی : غیبتونه یی کړی ).
له همدی امله په حدیث شریف کی راځی چی پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایی : (ليس الصيام من الطعام والشراب، إنما الصيام من اللغووالرفث) [أخرجه البيهقي في السنن الكبرى: 4/270].
ياني : روِژه دنه خوراک اوڅښاک په مانانه ده بلکی روژه هغه ده چی څوک له ښکنځولواوبدویلوڅخه ځان وساتی .
همدارازپیغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: (رب صائم حظه من صيامه الجوع والعطش، ورب قائم حظه من قيامه السهر) .
مطلب داچی : ډیرروژه نیونکی داسی وی چی له روژی څخه یی یوازی لوږی اوتنده په لاس راوړی وی ، اوډیرولمونځوکونکوته یوازی بیخابی په ګټه کی ورپاته وی ، یانی دروژی اولمانځه ثواب یی نه وی .
د جابر رضي الله عنه څخه روایت دی فرمایی : إذا صمت فليصم سمعك وبصرك ولسانك عن الغيبة والنميمة، ودع أذى الجار، وليكن عليك سكينة ووقار،ولا تجعل يوم صومك ويوم فطرك سواء [ذكره ابن رجب في لطائف المعارف وغيره].
ژباړه : کله چی روژه نیسی نوپه خپلوغوږونو، سترګواوژبه باندی هم روژه ونیسه له غیبت اوبدویلوڅخه ، دهمسایه ازارپریږده ، سنګینه اودروندواوسه ، اودروژی اوبی روژی ورځی دی یوشان مه ګرځوه (ځکه په روژه کی بایدډیرهغه څه وکړی چی نورمهال یی نه کوی اوډیرهغه شیان پریږدی چی نورمهال درڅخه کول کیږی )
روژه بایددنفس په کابوکولواودنفسی غوښتنوپه راکملوسره پرصبردانسان داعتیادلامل ورګرځی ، په روژه کی بایدانسان خپل نفس په خپل کنټرول کی وساتی، اودمحرماتوپه نه کولویی عادت کړی ، چی داپه خپله دروژی یوه موخه هم ده ، یانی روژاتی بایدپه خپل نفس تمرین وکړی چی څنګه له هغوی شیانوڅخه ډډه کوی چی زړه یی غواړی ، هغه روژاتی چی له حلالویی روژه نیولی وی خوحرام یی نه وی پریئښی ، یقیناچی روژه یی بیګټی ده ، اودتقوی خاوندنه بلل کیږی ، په حدیث شریف کی راځی داسلام سترپیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایی : من لم يدع قول الزور والعمل به والجهل فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه.
دروژی له ګټوڅخه یوه ګټه داده چی انسان خپل وجدان اوخپل اندامونه له ګناهونوڅخه ساتی ، روژاتی ګناهونوته ورنیژدی کیږی هم نه ترهغوپوری چی دنفس علاقه یی ورسره وشکیږی اوبیایی ترروژی وروسته هم ورته زړه نه کیږی .
روژاتی خپل ځان دلوی خدای په یوه درانه عبادت کی بولی اوکله چی یی نفس ورته ددرواغوویلو، چم ، ناوړه کارونو، ښکنځلو، دبل دحق خوړلواوداسی نوروناروابلنه ورکړی نودی وایی : زه به څنګه داګناهونه وکړم په داسی حال کی چی زه روژاتی یم ،څنګه کولای سی ددغه سترعبادت سره ګناه یوځای کړم ؟
داله له انصافه لیری ده چی څوک په یومهال هم عبادت کوی اوهم ګناه ، هم یی دروژی دعبادت په دودخوله تړلی وی اوهم له هغی سره منافی کارونه ترسره کوی .
روژه بایددیوه تدریب اوتمرین په توګه وکارول سی اوانسان له دی څخه په الهام اخیستلوهمیشه پرخپل نفس کابوولګوی.
• بدنی تصفیه:
په روژه کی دالله پاک له حکمتونوڅخه یوهم په دی میاشت کی دروژاتیانودبدن تصفیه اوساتنه ده .
بدنی تصفیه دناروغیودمخنیوی ترټولومهمه وقایه ده ، په روژه کی بدن تصفیه کیږی ، معده ارامیږی اوانسان دلوږی اوتندی پرزغملواموخته کیږی .
• دبیوزلواوبیچارګانویاد:
دروژی له اهدافواوګټوڅخه یوهم انسان ته دلوږی اوتندی په احساس سره دټولنیز شعورپیداکیدل دی .
روژاتی چی کله په ورځ کی وږی اوتږی سی ښه درک کولای سی چی لوږی اوتنده څه مانالری اوڅوک چی وږی وی نوڅنګه وی .
ددنیاقانون داسی جوړدی چی له اقتصادی پلوه ټول انسانان سره یوشی نه دی ، ځینی شتمن دی اوځینی بی شتو، ځینی په یخواوګرموماڼیوکی اوسی اوځینی نوربیاسره لمراوشین یخ ته کارکوی ، ځینی دماښام ګوله نلری اوځینی نوربیاحیران وی څه شی وخوری ،
روژه دهمدی لپاره مشروع سوی چی انسان دلوږی له امله الله پاک ته عجزوکړی اوخپل بادارته رجوع وکړی ، لکه څنګه چی په حدیث شریف کی راځی : (إن النبي صلى الله عليه وسلم عرضت عليه جبال مكة ذهباً، فقال: لا يا رب بل أرضى بأن أجوع يوماً، وأشبع يوماً، فإذا جُعْتُ تضرعتُ إليك وذكرتك، وإذا شبعت حمدتك وشكرتك) [أخرجه الترمذي برقم 2347 وقال حديث حسن].
ژباړه : پيغمبرصلي الله عليه وسلم ته دمكي غرونه دسروزروپه توګه وړاندي سول ، پيغمبرصلي الله عليه وسلم وفرمائل : اي خدايه ! زمانه دي په كار، بلكي زه غواړم يوه ورځ وږي واوسم اوبله هغه موړ، كله چي وږي يم تاته به عجزكوم اويادوم به دي اوپه كومه ورځ چي موړيم نوبيابه ستاشكراوحمدوايم .
دروژي له حكمونوڅخه يوحكم دادي چي په روژه څوك ډيري خوراك ونه كړي ، ترڅودلوږي احساس وكړي اوبياخداي ته خضوع عاجزي اودوعاوكړي ، ځيني كسان په روژه كي ډول ډول خوراكونه كوي ، دروژمات څخه نيولي بياترپيشلمي پوري خوراك كوي اوبياپه پيشلمي هم ځان ترپزي موړكړي چي بيانوهيڅ دروژي اثرورباندي نه مالوميږي ، نه دشپي له پلوه دالله پاك عبادت ، تراويح ، نفل اوتلاوت كولاي سي اونه هم دورځي كاربار، بلكي ټوله ورځ بيده وي ، چي داكاردپيغمبرصلي الله عليه وسلم ، صحابه كرامواوسلفوعادت نه و ، بلكي هغوي به په وږي نس روژه نيوله اوډيرمهال به يي دخپل خداي عبادت كاوه .
• دشهوت كمښت:
داسلام پيغمبرصلي الله عليه وسلم روژه دځوانانولپاره وجاء بللي ياني دشهوت كابوكونكي ، فرمايي : (يا معشر الشباب، من استطاع منكم الباءة فليتزوج؛ فإنه أغض للبصر وأحصن للفرج، ومن لم يستطع فعليه بالصوم فإنه له وجاء). [متفق عليه].
اي ځوانانو! كه مالي توانايي لري نوواده دي وكړي ځكه هغه دعورت ساتونكي اودسترګوكابوكونكي دى ، اوكه څوك واده نسي كولاي نوبياښايي روژه ونيسي ځكه روژه دشهوت كمونكي ده .
داسلام پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايي چي روژه دشهوت كمونكي اوكابوكونكي ده خوډيري كسان ليدل كيږي چي دروژي سره سره يي بيا هم شهوت لمبي وهي اوداځكه چي هغوي لوږي نه ده احساس كړي ، هغوي دروژي اثرات نه دي موندلي اولكه څنګه چي ښايي هماغسي يي عبادت نه دي كړي ، بلكي هغوي ټوله شپه له خوراكونوسره مل په مجسلونو، ټوكوتكالو، ورقواوفلمونوكتلوتيروي اوپه پيشلمي هم دوهه خوري چي روژه مات يي لابياسم خواته نه كيږي .
په دي هيله چي الله پاك راته دخپل عبادت توفيق راكړي ، اوپه دي مباركه مياشت كي مودخپل رحمت اوبركت څخه برخمندوګرځوي .