د مالګې عمده زيانونه

ژباړه- رياض مقامزی
آیا کله مو داسې خواړه خوړلي، چې مالګه په کې کمه او یا بېخي نه وي؟ که خوړلي مو وي، حتما به یې بېخوندي تر اوسه په یاد لرئ. مګر دا هم مه هېروئ، چې ډېره مالګه خوړل مو روغتيا ته زیان رسوي. موږ په دې لنډه لیکنه کې هڅه کړې، چې د مالګې عمده زیانونه درته روښانه کړو.

۱. د وينې فشار مو لوړوي

مالګه تر ډېره ستاسو د وينې فشار لوړوي، تر دې پورې چې ستاسو د زړۀ د درېدو او د زړه اړوندو نورو ناروغيو ته لاره هواروي.
د ډېر عمر لرونکو خلکو تقریبا یو پر درېيمه برخه د وینې د لوړ فشار ستونزه لري، چې اساسي علت یې د مالګې نا مناسب استعمال دی. که غواړئ د وينې فشار مو منظم اوسي، د مالګې استعمال کم کړئ او تر څنګ یې هره وره منظم ورزش کوئ. که نور هېڅ نه وي د نيم ساعت لپاره پلی تګ کولای شئ.

۲. د معدې سرطان

هغوی چې په خوړو کې یې د مالګې کچه ډېره وي، نسبت هغوی ته چې لږه مالګه کاروي، ډېر په خطر کې دي. که تاسو په مسلسله توګه ډېره مالګه خورئ، همدومره مو د معدې پر سرطان د اخته کېدو ګواښ لوړېږي.
هیلکوباکتر پيلوری، هغه باکتریاوي دي چې د معدې په سرطان او نورو ناروغيو کې رول لري. ډېره مالګه ستاسو د معدې استر ته زیان رسوي او په همدې توګه مو معده ددې باکتریاوو پر وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکوي. همدارنګه باید په ياد ولرئ، چې نارینه د ښځو په پرتله ډېر خطر کې واقع دي.

۳. د وزن ډېرښت

په اوس وخت کې د نړۍ ډېر وګړي د وزن له ډېروالي کړېږي. د وزن ډېرښت پر يوه جدي روغتيايي ګواښ بدل شوی. که څه هم مالګه د وزن پر ډېروالي مستقیماً اغېز نه لري خو یوه لاره برابروي. که تاسو ډېره مالګه خورئ نو ژر به د تندې احساس کوئ. د تندې پر وخت اکثره خلک خواږه مشروبات څښي، چې په پایله کې ورځ تر بلې یې وزن ډېرېږي او له جدي ستونزې سره مخ کېږي.

۴. د پښتورګو اختلالات

د پښتورګو تيږه یوه دردناکه ناروغي ده، چې له بده مرغه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده. عمده لامل یې هم مالګه ده. دغه ناروغي هغه وخت لا ډېره خطرناکه کېږي، چې ناروغ د وینې لوړ فشار هم ولري. دغه دواړه عوامله ددې سبب کېږي، چې له بدنه اضافي کلسیم دفع نه شي، چې زیاد کلسیم په پښتورګو کې د تيږې د جوړېدو سبب ګرځي.
پر دې سربېره د وینې لوړ فشار ددې سبب کېږي، چې پر پښتورګو ډېر زور راشي او پښتورګي له ګڼو ستونزو سره مخ کولای شی.

۵. د نفس تنګۍ ستونزه

تقریبا له هرو ۱۱ ماشومانو یو تن، او له هرو دولسو لویانو یو تن له تفس تنګۍ ځورېږي. دا جوته ده، چې یاده ستونزه مستقیما د مالګې له کبله نه ده خو د مالګې رول په کې اساسي دی.
د یوې څېړنې پايله چې ددې ناروغۍ ناروغان په کې تر کتنې لاندې نيول شوي وو، ښيي: “هغوی چې د مالګو کاروونه یې کمه کړه، ډېر ژر عادي حالت ته ګرځېدل.”
د یادولو ده، چې لویان باید د ورځې له ۶ ګرامو ډېره مالګه و نه کاروي او کوچنيان باید له دې هم کمه اندازه وټاکي. همدارنګه له یو کلنۍ ښکته ماشومان د ورځې له ۱ ګرام څخه ډېرې مالګې ته اړتيا نه لري، دا هغه اندازه ده، چې د مور له شیدو ترلاسه کېدای شي.
روغتياپالان وړانديز کوي، چې په خپل غذايي رژيم کې د مالګې اندازې ته جدي توجه وکړئ، تر څو روغتيا مو تضمين اوسي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button