د ماشوم د زده کړې اصل تقلید دی

د ماشوم د زده کړې اصل تقلید دی
حميدالله حميدي
رښتینولي تر ټولو ښه سیاست دی. ستاسو په اند ایا یو دروغجن انسان د درناوي وړ دی؟ ایا تاسو هغه چاته درناوی کوی چې دروغ وايي؟

که له تاسو څخه کومه تېروتنه کېږي، بښنه وغواړئ. په تېره بیا دغه څه د خپلو ماشومانو په مخ کې وکړئ، څو هغوی هم بښنه غوښتل زده کړي؛ ځکه ماشوم په دې سره پر خپل نفس اعتماد پیدا کوي او له ځانه سره فکر کوي چې زما پلار او یا مور چې تر ما لوی هم دي، تېروتنه کوي او د تېروتنې جبران په بښنې سره کېږي.

هڅه وکړئ چې د خپلو ماشومانو پر مثبتو ټکو تمرکز وکړئ. که خدای مه کړه ماشوم مو کله هم تېروتنه کوي، مه یې رټئ او بد رد مه ورته وایاست؛ ځکه دغه یې حل لاره نه ده.

د خپلو ماشومانو ستاینه وکړئ، خو پام مو وي چې په دې برخه کې زیاتی درڅخه ونه شي او هسې نه چې دروغ ووایي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button