د لټ (ټنبل) ذهن نښې نښانې

د فزیکي لټۍ په اړه خو ټول پوهیږو آیا تر اوسه مو د ذهني لټۍ په اړه فکر کړئ؟ ذهني لټي څه وخت رامنځته کېږي؟ په ذهني لټۍ اخته کس څنګه پېژندلی سو؟

ددې پر ځای چي فکر وکړی چې کارونه مو څه ډول سرته ورسوی د کار څخه لاس په سر کېدل چي ووايي ( زه خسته یم ) نو تاسو په ذهني لټۍ اخته یاست.

که چېري په هر کس کښې د دغو لاندي نښانوو څخه یو ډول نښانه وجود ولري نو دغه کس په ذهني لټۍ اخته دی:

۱ – په ذهني لټۍ اخته کس فکر کول نه خوښوي
که څه هم فکر کول کومې اجازې او پیسو مصرفولو ته اړتیا نه لري، مګر فکر کول ډېرو خلکو ته ډېر سخت کار مالومېږي، او د فکر کولو د ډېرو ګټو بې برخي پاته کېږي.

مګر هغه کسان چي په دې برخه کې لټان نه دي، همېشه د ژوندانه د ډول ډول موضوع ګانو په اړه فکر کوي او د هغوی لپاره مناسبي او نوښت لرونکي حل لارې پیدا کوي، دغه ډول کسان همېشه د ډول ډول معماوو په حلولو خپل ‌‌ذهن فعال ساتي او هیڅکله پخپلو چارو کې نه مغشوش کېږي.

مګر په ذهني لټۍ اخته کسان هیڅکله د خپلو ستونزو د حلولو په اړه فکر نه کوي، او په ټولېزه توګه یې خپل ذهن په رخصتیوو عادت کړی وي، تر دې حده چي خپل ذهن ته کوم ذهني تمرین یا روزنه هم نه ورکوي، نو ځکه دغه کسان د ښه فکر کولو مهارت هم نه لري.

۲ – د خپل کار په اړه بې پروا وي
په ذهني لټۍ اخته کس بې دلیله د نن کار سبا ته پرېږدي، ځکه دی په دې اړه فکر نه کوي، چي سبا به نور کارونه وي او دې کار ته به وخت ونه لرم، او خپل ځان او ذهن ته دروغجنه تسلي ورکوي چې ګڼي وخت لري، او په دې ډول خپل ذهن نور هم لټۍ او ټنبلۍ ته اماده کوي.

۳ – بې ځایه بهانې لټوي
هغه کسان چي په ذهني لټۍ اخته دي، همېشه د کار د ترسره کولو پر ځای د هغوی لپاره بهانې لټوي، ددې پر ځای چي فکر وکړي څه ډول کولای سي کارونه په سم ډول مخته یوسي، زړه نا زړه وي او ځان سره وایي: (دا کار ترسره راته سخت دی او نه سم کولای چي مناسبه حل لاره ورته پیدا کړم) او ډېر ژر د هغه کار څخه لاس په سر کېږي او هغه کار شاته پرېږدي، کله نا کله ددې پر ځای چي یو موضوع ته یو څه وخت ورکړو په یو بهانه هغه همداسي نا حل سوې شاته پرېږدوو.

((که په تاسو کې پورته درې نښانې موجودي وې نو تاسو په ذهني لټۍ اخته سوي یاست!ْ او که چیري یو زره مینه هم له خپل ژوند سره لری او غواړی بریالي اوسئ نو فکر وکړئ خپل ژوند ته متوجې سی او بهانې مه لټوی، په فکر کولو سره خپل ذهن ته تمرین ورکړئ او خپل ذهن په فکر کولو سره پیاوړی کړی.))

ژباړه او زیاتونه: صالح محمد هوتک

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button